No-IMG

حماس نړۍ ته د اسرائیل بربنډه څېره وروښوده

اڅک صېب زما په مخکیني ليکنه یوه پوښتنه کړې وه، اړینه مې وبلله چې لږ وضاحت دلته ورکړم.

امریکایي سیاستوالو د ویټنام د جګړې په هکله ډېرې لیکنې کړې، هغوی په ویتنام کې د جګړې ماتې ته ډېر دلایل لیکلي خو په ټولو کې یو دلیل مشترک دی؛ کابو ټول سیاست پوهان په دې باور دي چې په ویتنام کې د امریکې روایت مات شو، نه د امریکې پوځ! امریکايي پوځ په ویتنام کې کلونه کلونه نور هم جنګېدی شوی، اقتصاد یې هم ورته درلود، خو په کوم قیمت؟ کټ مټ لکه د افغانستان جګړه! امریکا په افغانستان کې شل کاله نوره هم جنګېدی شوی، خو د څه لپاره او په کوم قیمت؟ یوه خوا ویتنامیان و چې د آزادۍ لپاره جنګېدل، هر څومره چې وژل کېدل، نورو یې ځای ډکولو، بلې خوا ته یو ستړی پوځ و چې تر ډېره نه پوهېدو چې ولې جنګیږي.

ما لیکلي و چې د غزې جګړه کې ح.م.ا.س ګټونکی دی. ولې؟ ځکه چې روایت یې ګټونکی دی. د اسرائیلو روایت سخت تر پوښتنو لاندې راغی. ح.م.ا.س د نړۍ خواخوږي خپله کړه، هغوی نړۍ ته د اسرائیل بربنډه څېره وروښوده. څلوېښت زره تلفات څنګه کیږي؟ د آزادۍ لپاره هېڅ بیه هم نده!

دا چې امریکا د عربو د کنټرول لپاره ایران ساتي، هو! امریکایان تل په یو لاس سلام کوي په بل لاس کې ډبره ساتي! که د ایران تهدید نه وي، د ملیارډونو ډالرو وسلې به په چا پلورل کیږي!؟

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک