آساني وکړئ، سختي مه کوئ، زیري ورکړئ نفرت مه خوروئ
زه چې کله د دیني موضوعاتو اړوند لیکنه کوم، هڅه مې دا وي چې هغه نظر بیان کړم چې پدې وخت کې خلکو ته پکې آساني وي. سنت طریقه هم همدا ده. ځکه چې نن عصر په مجموع کې له دین څخه د تېښتې عصر دی. له دې پیښې سره یوازې اسلام نه بلکې ټول ادیان مخ دي. د نوي عصر یوه ځانګړنه دین ځنډنه ده. په داسې شرایطو کې حداقلي دیانت ته پابندي هم غنیمته خبر ده. یعني که چېرې پدې عصر کې خلک فرایضو باندې ټینګښت هم وکړي، دا به ډېره ستره لاسته راوړنه وي ځکه چې عموم بلوا داسې حالت ته رسېدلې چې هره خوا داسې پدېدې وینو چې هغه مو د فرایضو څخه لرې کوي. سنتونه، مستحبات او نوافل خو بیخي پرېږدئ!
سرګرمۍ، تجارت، اقتصاد، روزمره مصروفیتونو او د ژوند لومړیتوبونو دومره بدلون موندلی چې نور د انسانانو په لومړیتوبونو کې د خدای سره اړیکه ورځ تر بلې شا ته ځي.
پدې ډول شرایطو کې که چېرې موږ په ډېرو کوچنیو جزئیاتو پسې ګرځو، او په هغې باندې بیا یو مسلمان رټو، سپک کوو یې، دا یواځي له دین څخه نفرت ډېروي. د ایران هېواد یې ښه مثال دی. د اسلامي انقلاب په پیل کې د ایران تقریبا ۷۰ سلنه خلک دیندار و، اوس تازه ارزونه دا ښیي چې یوازې ۴ سلنه ایرانیان دینداران دي نور یې له دینه په تېښته دي. سعودي عربستان یې بل ښه مثال دی، د نړۍوالو سندرغاړو کوم استقبال چې سعودي کې کیږي په خپلو ملکونو کې یې نکیږي.
افغانان له پخوا دینداران و، تر هر چا ډېر په دین کې کلک دي. د امرېکې په شل کلن حضور کې هم دینداران و، بیا به هم وي. خو که چېرې په فرعي مسائلو ورټل شي، بیا موږ ته تر هر چا ښه معلومات شته چې افغان په رضا دوزخ ته ځي خو په زوره جنت ته نه ځي.
یسروا و لا تعسروا، بشروا و لا تنفروا!
آساني وکړئ، سختي مه کوئ، زیري ورکړئ نفرت مه خوروئ.
