له خلکو دین مه اخلئ، اوس هم دین ته اړتیا ده، سبا هم ورته اړتیا ده، دیانت اصلاح کړئ
نن به اهل کتابو ته یو څو کرښې ولیکم
زه کشر وم، شاید ۱۵ کاله مخکې به و، یوې غونډه کې چې ښه ډېر ملایان هم پکې و د سید جمال الدین افغان په هکله مې خبرې کولې، هلته مې ډېر بې باکه وویل چې سید جمال الدین بې علمه ملایانو له وطن پسې واخیستلو. یو مولوي صېب وروسته جګ شو ښه یې سپک کړم. زموږ یو استاد به هر وقت بیا په ګپه کې راته ویل؛ ارشاد بایی هغه سید جمال الدین خو یو ځل بیا معرفي کړه!
زموږ یو استاد به ویل چې د کتاب شاګرد بې ادبه وي، علم باید له استاده زده شي، د استاد شاګرد علم او ادب دواړه لري. یوه ورځ یې په تفسیر کې د خضر او موسی علیهم السلام کیسه کوله، وېل الله تعالی موسی علیه السلام ځکه خضر ته ولېږلو، چې له موسی علیه السلام څخه چا پوښتنه وکړه چې تر تا بل پیاوړی عالم په نړۍ کې شته؟ هغه له ځانه سر خیال وکړو چې د الله پیغمبر زه یم، کتاب زه لرم نو تر ما به بل پیاوړی څوک وي؟ ورته یې وویل نه، نشته! استاد ویل چې کتاب په موسی علیه السلام کې غرور پیدا کړی و ځکه الله تعالی د ادب او تواضع د زدکړې لپاره خضر ته ولېږلو او خضر علیه السلام څو څو ځلې د خپل سفر په اوږدو کې ورته وایي چې درته مې نه ویل چې حوصله به کوې پوښتنې به نکوې!؟ تر دې چې په همدې له موسی علیه السلام څخه لاره بېلوې، وایي زه او ته جوړ نه راځو! خو موسی ع ته یې وروښودله چې ته پیاوړی عالم نه یې، مغرور نشې!
ابن حزم ډېر ستر عالم دی، هغه حتی په بخاري باندې نیوکې لري، ځان ته بېله صوبه دی، ډېر قوي استدلال او ډېرې نادره خبرې لري خو علما یې د دې ټول علم سره پدې نه مني چې وایي هغه شیخ نلري، د کتاب عالم دی! دغسې مودودي هم دی. پاکستاني ملایان یې په ملنډو کالجی بولي!
زه هم د کتاب شاګرد یم، که مې بې باکي کوله بښنه کوی.
د موږ روشنفکره طبقه هم دغسې ده، لومړي څو کتابونه چې ولولي په مذهب ملنډې پیل شي. او دا ملنډې د دې باعث کیږي چې مقابل لوری هم ورسره عقده واخلي، ځکه خو زموږ د روشنفکرۍ تر ټولو هسکې څوکې ببرک کارمل او نور محمد ترکی دي، وطن همدې دوه نابغه ګانو دې کندې ته تېل وهلو چې اوس نه ترې راخیژي.
د دین له طالبانو سره پدې برخه کې ډېر ادب شته خو کله کله دا ادب بیخي افراطي شي بیا پېر او استاد ته یوه سجده نکوي! ما یو ځای تېر کال درس ورکولو، په هغې کې زموږ د جومات مولوي هم ګډون کړی و، ښه زورور د کندهار د پاچاهۍ ملا دی خو تر ننه مې چې چېرې ګوري د استاد په حیث دومره په ادب او احترام راسره چلند کوي چې ماته شرم درېږي.
یو ملګري، څو ځلې مذهب ته «مذب» لیکلي و، آخر ما ورته ویل چې دا باید «مذهب» ولیکې، په سپک لفظ یې یاد نکړې. د امام احمد څخه روایت دی چې د هغه په وړاندې یې یو شاګرد یو کوکري ( د سپي بچي) ته «اې د سپي بچیه» خطاب وکړ، امام احمد باندې دا خبر بده ولګېده، هغه کس ورته ویل چې دا خو رښتیا د سپي بچی دی! امام احمد ورته ویل چې هو د سپي بچی دی خو تا د تمسخر له وجې دا خطاب ورته وکړ! که په تمسخر «مذهب» ته «مذب» وایی، «ملا» ته «مولا» وایی، «طالب» ته «چړي» وایې، دا ټول د ادب خلاف خبرې دي او د روشنفکر سره ښې نښکاري.
که له ملا څومره په تنګ یی، خطاب مو سم کړی. کني څومره چې په مذهبي طرف کې افراط دی زما تجربه دا ده چې په بې مذهبه طرف کې دا افراط تر هغې ډېر دی. د تخاصم اور ته لرګي مه اچوئ.
هغه ملګري چې تازه غرب ته تللي، هغوی د بې مذهبۍ خوند اوس څکلی، ما ته ډېرو چې هېڅ مذهبيان نه و ویلي ډاریږو چې اولادونه مو همجنس پالان نشي، غواړو دیني درسونو کې ګډون وکړي چې په ښه او بد پوه شي.
له خلکو دین مه اخلئ، اوس هم دین ته اړتیا ده، سبا هم ورته اړتیا ده، دیانت اصلاح کړئ.
