د انجونو د تعلیم بندیز ـ يا خاموشه بم باري..
په افغانستان کې د نجونو پر تعلیم بندیز نه یوازې دا چې د ديني او د انساني حقونو ښکاره نقض دی، بلکې دا پریکړه د ټول ملت پر راتلونکي داسې اغېز کوي چې جبران یې لسګونو کلونه وخت غواړي. تعلیم د ټولنې د بنسټ د ودې اساس دی، او د نیم نفوس (ښځو) له دې حقه محرومول، افغانستان د یوې تیارې راتلونکې پر لور بیایي.
لنډمهاله زیانونه
۱. ستراتیژیک زیانونه:
نړیوال انزوا او د نورو هېوادونو سره د اړیکو کمزورتیا
د نړیوالو مرستو کموالی
په سیمه کې بې ثباتي دوام او د ګاونډیو سره شخړې
د ملي امنیت لپاره فکري او ټولنیز ګواښ
۲. علمي زیانونه:
د علمي پرمختګ درېدنه
د ښځینه څېړونکو او استادانو نشتون
په STEM (ساینس، طب ، تکنالوژي، انجینري، ریاضي) برخو کې شا تګ
۳. حقوقي زیانونه:
د ښځو حقوقي استازیتوب کمښت
د کورنیو او مدني قوانینو نابرابري
د نړیوالو حقوقي معیارونو عدم مراعات
۴. مسلکي زیانونه:
د ښځینه ډاکټرانو، ښوونکو او مسلکي کارکوونکو کمښت
د خدماتو کیفیت ټیټوالی چې پايله کي نورو بحرانونو سربيره په فاحش ډول د زيږدون پر مهال د مور او ماشوم مړينې ډيريدل
د مسلکي مهارتونو د انتقال خنډ
۵. اقتصادي زیانونه:
د تولید او عوایدو کمښت
د ښځینه کاري ځواک نشتوالی
د کورنیو فقر او بېوزلي زیاتوالی
د نوښتګر صنعتونو ودریدل
۶. ټولنیز زیانونه:
د ماشومانو ناسم روزنه
د ټولنیزو ستونزو لکه تاوتریخوالي او نشهيي توکو زیاتوالی
د ښځو فطري استعدادونو تعطل
د جنسي تبعیض دوام
۷. فرهنګي او رواني زیانونه:
د فرهنګي تنوع او تولیداتو کمښت
د ښځو رواني فشارونه، د ځان باور له منځه تلل
د ژبنیو او فرهنګي اړیکو محدودتیا
اوږدمهاله پایلې
د نسلونو ترمنځ د بېسوادي دوام
د نویو استادانو، متخصصینو او کتابونو کمښت
د تعلیمي فرصتونو نابرابري، په ځانګړي ډول د لېرې سیمو لپاره
د نړیوالو علمي او اقتصادي معیارونو نه رسېدل
د مهارتونو کمښت، مهاجرت زیاتوالی
د افراطي افکارو او تندلارۍ پراختیا
د چاپېریال ساتنې او اقلیمي مبارزې کمزورتیا
د افغانستان نړیوال حیثیت او مشارکت کمزورتیا
د نجونو تعلیم یوازې فردي اړتیا نه ده، بلکې دا د ټول ملت، اقتصاد، ثبات او عزت ضامن دی. که نن پرې سترګې پټوو، سبا به د ټول ملت سترګې د شرم له امله ښکته وي هره افغانه خور چې تعليم څخه محروميږي دغه ټولو برخو کي د تباهۍ بمونه دي چې انفجار کوي او داسې خاموشه تباهي رامنځته ته کوي چې نړيوال چټک علمي ارتقا له امله به دغه قوم په پيړيو پيړيو غلامي ته راکاږي
