No-IMG

"ابراهیمي تړون" د دین یووالی نه، بلکې د اسلام بې‌خاصیته کولو هڅه ده!

ولسمشر ټرمپ وایي: که سعودي اسرائیل په رسميت وپيژني، دا به زموږ لپاره ویاړ وي؛ او هیله لري چې سعودي به هم د "ابراهیمي تړون" برخه شي.

"ابراهیمي تړون" ظاهراً د عربو او اسرائیلو ترمنځ د اړیکو جوړولو نوم دی، خو تر شا یې یوه ژوره نقشه روانه ده: دینونه یوازې د عقیدې او اخلاقو پورې محدود شي، او له سیاست، اقتصاد او ټولنیز ژوند څخه بې‌برخې شي. دا هغه فلسفه ده چې غربي ځواکونه یې پر نړۍ مسلط کول غواړي، خو تر ټولو ستر خنډ پکې مسلمان ملتونه دي، ځکه دوی دین د ژوند هر اړخ ته اړین ګڼي.

د دې فلسفې یوه بله بڼه دا ده چې ټول دینونه – اسلام، یهودیت، عیسویت، آن هندویت – د حضرت ابراهیم علیه‌السلام سره تړي، او غواړي چې د "ابراهیمي دینونو" تر نوم لاندې یې تر یوه چتر راټول کړي. ابوظبي کې د "خاندان ابراهیم کور" هم همدا هدف لري: یو مرکز چې پکې مسجد، کلیسا، مندر او سینیګاګ ټول یو ځای جوړ شوي دي

"ابراهیمي تړون" د وحدت په جامه کې د امت له مغز تشول دي!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک