No-IMG

د افغانستان لپاره د سپېک (CPEC) پروژه: یو فرصت که یو خطر؟

په دې وروستیو کې د افغانستان، پاکستان او چين ترمنځ يوه درې اړخيزه ناسته ترسره شوه، چې پکې د اقتصادي همکاريو، امنيت، ترانزيټ او د چين-پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) پروژې د پراخولو پر امکاناتو بحث وشو. د دې ناستې مهم ټکی دا و چې چين او پاکستان د افغانستان د شاملولو پر اصولي هوکړه سره موافق شول. دا پرمختګ د افغانستان لپاره هم ستراتيژيک فرصت ګڼل کېږي، خو له ګڼو ننګونو او خطرونو سره هم مل دی.  د CPEC د اهميت، ممکنه ګټو، خطرونو، تخنيکي وړتياوو، سيمه‌ييزو اغېزو، نړیوال غبرګونونو او د واخان د سرنوشت په اړه  مختصر بحث کوم

د سپېک (CPEC) اهميت او ارزښت:

سپېک د چين د ستر "یو کمربند، یو سړک" (BRI) پروژې يو مرکزي برخه ده، چې له چين نه د پاکستان د ګوادر بندر پورې د سړکونو، رېل پټلۍ، انرژۍ او صنعتي زونونو يو اقتصادي دهلېز جوړوي. دا پروژه د چين لپاره د انرژۍ د مصؤنيت، د مرکزي او غربي چين اقتصادي انکشاف، او د منځنۍ اسيا او خليج بازارونو ته د لاسرسي مهمه لاره ده. د پاکستان لپاره دا پروژه د اقتصادي بنسټونو پياوړتیا، صنعتي ودې او د نړيوال نقش پراخېدو ته زمينه برابوي.

که افغانستان په دې پروژه کې شامل شي، نو دا به د جيو-اکونوميک تعامل لپاره يو نوی باب پرانيزي.

افغانستان ته ممکنه ګټې:

1. ترانزيټي عوايد: افغانستان کولای شي د چين-پاکستان تر منځ د ترانزيټي لارې په توګه د لويو عوايدو سرچينه شي.

2. اقتصادي زېربناوې: د سړکونو، برېښنا، رېل پټلۍ او مخابراتي شبکو جوړېدل، چې افغانستان ته د زېربنایي ودې فرصت ورکوي.

3. د پانګونې جذب: د سيمه‌ييزې همکارۍ له امله به بهرنۍ پانګونه زياته شي، چې د بې‌کارۍ د کچې کمېدو او صنعتي پراختيا سبب ګرځي.

4. سيمه‌ييز انسجام: د افغانستان موقعيت به د مرکزي او جنوبي اسيا ترمنځ د وصل کليدي نقش ولوبوي.

ممکنه خطرات او ننګونې:

1. سياسي بې‌ثباتي: د داخلي سياسي ناندريو له امله افغانستان ممکن ونه شي کولای خپل حقوق ثابت کړي يا پروژه باثباته وساتي.

2. د ملي حاکميت اندېښنې: د چين ستراتيژيک اهداف او د پاکستان انحصار غوښتنه ممکن د افغانستان حاکميت ته تاوان ورسوي.

3. د قومي او سيمه‌ييز اختلافاتو ژورېدل: که دا پروژه ناعادلانه تطبیق شي، ښايي د بېلابېلو قومونو ترمنځ حساسیتونه راوپاروي.

4. چين ته اقتصادي انحصار: که مناسب ستراتيژي و نه لري، نو افغانستان به يوازې د چين د اقتصادي نفوذ تابع شي.

تخنيکي او حقوقي وړتياوې:

افغانستان له تېرو څو لسيزو جګړو، کدر د اوښتو، او ادارې کمزورتياوو سره مخ دی. تر څو چې يو مؤثر، مسلکي، او ملي فکر لرونکی مذاکراتي ټيم ونه لري، نه شي کولای چې د دې سترې پروژې په داخل کې خپلې حقوقي او ستراتيژيکې ګټې وځان ته محفوظ کړي. له همدې امله، د ملي پالیسي جوړونې، سیمه‌ييزې دپلوماسۍ، حقوقي مسلکيانو او اقتصادي متخصصينو فعاله ونډه حتمي ده.

په سیمه کې اغېزې:

1. د سيمه‌ييزو اړيکو نوي تعريف: د افغانستان ګډون کولای شي چې د منځنۍ اسيا، جنوبي اسيا او ختيځې اسيا تر منځ د يوې همغږې سيمې لپاره بنسټ کېږدي

2. هند اندېښمن: هند، چې د CPEC پر مخالفت ټينګار لري، د افغانستان ګډون به د ده لپاره يو ستراتيژيک شاک وي.

3. ايران ته سیاليتوب: د چابهار بندر ارزښت ممکن راکم شي، که ګوادر د چين او افغانستان لپاره فعاله بديل وګرځي.

د امريکا ممکنه عکس‌العمل:

امريکا له پخوا د BRI پر وړاندې انتقادي دريځ لري او دا پروژه د چين د نفوذ د پراخېدو وسيله بولي. که افغانستان له چين سره لا زيات نږدې شي، نو دا به د امريکا لپاره يو ستراتيژيک چلينج وي. کېدای شي امريکا د افغانستان پر نورو ګاونډيو فشار راوړي چې دا پروژه محدود وساتي، يا د خپل نفوذ له لارې اقتصادي او سياسي مخالفتونه راپورته کړي.

د واخان دهلېز سرنوشت:

واخان، چې د افغانستان، چين، تاجکستان او پاکستان ترمنځ پروت دی، د CPEC د پراخوالي لپاره يو مهم جيواستراتيژيک موقعيت لري. که افغانستان دا برخه د چين د واخان له لارې پروژې ته وسپاري، نو دا به د چين لپاره مستقيمه لاره شي، خو د واخان د قومي جوړښت، محيطي ارزښت او ستراتيژيک ارزښت له امله دا يوه حساسې مسئله ده، چې بايد په دقت وڅېړل شي.

افغانستان – د قدرتونو د تقابل مرکز؟

که څه هم افغانستان ته د CPEC شموليت يو اقتصادي فرصت ښکاري، خو دا پروژه افغانستان بېرته د ستر قدرتونو د جګړې او رقابت ډګر ته را کشولای شي. چين، امريکا، روسيه، ايران او هند هر يو دلته خپلې ګټې تعقيبوي، او که د توازن پالیسي نه وي، افغانستان به د تقابل قرباني شي، نه مستفيد هېواد.

افغانستان لپاره د CPEC پروژه يو تاریخي فرصت هم دی او يو احتمالي خطر هم. دا فرصت يوازې هغه مهال ګټور تمامېږي چې افغانستان د يو ملت په توګه د اقتصادي حاکميت، ملي پاليسۍ، او سيمه‌ييز تعامل له لارې خپل نقش تعريف کړي. که دا پروژه د سياسي نفاق، حقوقي ناپوهۍ، او بهرني انحصار قرباني شي، نو دا به يوازې د بل نړيوال رقابت پلمه شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک