No-IMG

جګړه بدله شوې ده – او که موږ بدل نه شو، موږ به پاتې شو!

موږ د داسې زمانې شاهدان یو چې جګړه نور د اتلولۍ، زړه‌ورۍ او قربانۍ نوم نه دی. جګړه یو بې‌احساسه، هوښیار او مسلکي صنعت ګرځېدلی دی. دا نور هغه وخت نه دی چې سرتېري د جذباتو په تودو څپو کې میدان ته کښته شي. نن ورځ جګړه د عقل، علم، استخباراتو، تکنالوژۍ او دقیقو محاسبو په وسیله پرمخ ځي.

یوه فشاري تڼۍ، یو ډرون، یا یو کوډ بس دی چې ښارونه ونړېږي او نسلونه له منځه لاړ شي. جګړه نور نه زړورتیا غواړي، نه هم فزیکي غښتلتیا — بلکې تخنیکي پوهه، سیسټم جوړونه، سایبري ځواک، استخباراتي چمتووالی، او مصنوعي ذکاوت (AI) غواړي.

د پاکستان او هندوستان د وروستۍ تقابل یوه ژوره بیلګه ده:

هلته د جنګي طیارو تر څنګ، سټلایټونه، سایبري بریدونه، برېښنایي مداخلې، د معلوماتو جګړه، او د رسنیو رواني جګړه هم فعاله وه. دواړو اړخونو هڅه کوله چې د یو بل استخباراتي معلوماتو ته لاره ومومي، دفاعي سیسټمونه تخریب کړي، او د نړۍ توجه د رسنیو له لارې کنټرول کړي. دا جګړه نه یوازې د وسلو، بلکې د ذهني تسلط، فضا او سکرینونو جګړه وه.

موږ ولیدل:

څنګه له زرګونو کیلومتره لرې هدف ټاکل کېږي

څنګه یو ډرون د انساني مداخلې پرته وژونکی عملیات تر سره کوي؛

څنګه یو تجزیه‌کار، د دفتر په یخچاله فضا کې ناست، د انسانانو برخلیک بدلوي.

که څوک دا پرمختګونه، علمونه، او وسایل بې‌اهمیته او مباح ګڼي، نو دا یوازې ساده‌لاري نه ده، بلکې د الله تعالی د دې آیت د ژور پیغام سره خیانت دی:

"وَأَعِدُّوا لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ..."

یعنې: "دوی ته هر هغه قوت برابر کړئ چې وس مو وي..."

نن سبا دا قوت، د علم، ټکنالوژۍ، استخباراتو، ساینس، او فکري بصیرت بڼه لري. که موږ له دې وسایلو بې‌خبر پاتې شو، نو د جګړې له میدان نه، بلکې د تاریخ له پاڼو به هم ورکېږو.

نو پوښتنه دا نه ده چې جګړه څنګه ده — پوښتنه دا ده: موږ چمتو یو؟

که غواړو خپل دین، خپل وطن، خپل نسل او ارزښتونه وساتو، نو د علم، پوهې، کمپیوټر، کوډ، سټلایټ، سایبري ځواک، او ژور درک په میدان کې باید پیاوړي شو. دا وخت د جذباتو نه، بلکې د محاسبې، تحلیل او بصیرت وخت دی.

جګړه بدله شوې ده!

او که موږ بدل نه شو — موږ به پاتې شو!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک