د حجاج بن یوسف او سعید بن جبیر تر منځ مشهور بحث (مکالمه)
د حجاج بن یوسف او سعید بن جبیر تر منځ مشهور بحث (مکالمه) یو تاریخي او ډېر عبرتناک مجلس و، چې د اسلامي تاریخ له مهمو پېښو ګڼل کېږي. دا مکالمه نه یوازې د یوه ظالم واکمن او یوه پرهیزګار عالم ترمنځ ټکر و، بلکې د حق او باطل تر منځ د فکر، عقیدې، او باور جګړه هم وه.
حجاج بن یوسف الثقفي د اموي خلافت له خوا د عراق والي و. یو ظالم، سختزړی، خو فصیح ، حافظ د قرآن ، فاتح او پیاوړی خطیب و.
سعید بن جبیر د تابعینو له جملې ستر فقیه، محدث، او د عبدالله بن عباس رضي الله تعالی عنه شاګرد و.
سعید د حجاج پر ظلمونو ، پاليسيو او استبداد نیوکه کوله او د هغه په مستبدانه فيصلو يي هميشه اعتراض کاوه خو وروسته ونیول شو او د حجاج دربار ته راوستل شو.
د مکالمې تفصیلي بیان:
حجاج:
"ستا نوم څه دی؟"
سعید:
سعید بن جبیر (یعنې خوشحال د جبیر زوی)
حجاج ( طعني په ډول):
بلکه ته شقي بن کسیر یې! (یعنې بدمرغه د مات شوي زوی)
سعید:
زما مور ښه پوهېده چې زما نوم څه کېږدي!
حجاج:
زه تا جهنم ته داخلوم!
سعید:
که زه پوه شم چې ته جهنم ته داخلوونکی یې، نو خامخا به زه تا د خدای په ځای معبود کړم!
حجاج (د غضب په حالت کې):
زه به ستا د دنیا ژوند خراب کړم!
سعید:
که ته زما دنیا ویجاړه کړې، زه به ستا آخرت ویجاړ کړم!
حجاج:
د خپل دین څخه وتلی یې، د خلیفه نافرماني دې کړې!
سعید:
زه له هغه مقدس خدایه وېرېږم، چې نه لېدل کېږي ليکن هغه مقدس ذات هر څه ویني؛ ته له هغه خلیفه نه وېرېږې، چې اعمال يي د خلکو د سترګو لاندې دی.
حجاج (په غضب کې):
زما په اړه څه وايي ؟
سعيد: ته ظالم او مستبد يي د مسلمانانو وينو تويونکي
حجاج: آيا ته نه پوهېږي چې ما عراق کي امن راوستي او د سيند مناطق مي فتح کړي او فاتح يم
سعيد: ورته دا حديث ولوست
لزوال الدنيا اهون علي الله من قتل امراء مسلم
رسول الله صل الله عليه وسلم وفرمایل:
"د دنیا له بربادېدو الله ته دا ډېر لږ (او اسانه) ښکاري چې یو مسلمان ووژل شي."
یعنې: د یوه مسلمان وژل د الله تعالی په نزد دومره لوی جرم دی، چې د ټولې دنیا له فنا کېدو هم ورته سخت او دروند دی.
ججاج:
سره زر راوړئ!
او امر وکړ چې سرو زرو ته سترګې ټکور کړي.
سعید:
که تا دا مال له دې لپاره راوړي وي چې ما ورڅخه منع کړې، زه دنیا ته هېڅ ارزښت نه ورکوم او که ته يي دې لپاره راوړي چې زه پرې خوشحاله شم، نو پوه شه، دا زر زما لپاره هغه خښتې دي چې په اور باندې اېښودل شوي وي!
حجاج بیا امر وکړ چې موسیقي وغږوي، څو سعید ته تکلیف ورکړي.
سعید (په ټيټ سر، د الله تعالی په ذکر بوخت شو):
حجاج ورته وویل:
سر پورته کړه!
سعید:
زه یو حالت کې یم چې ته ماته امر نه شې کولی، بلکه زه د خپل رب درشل ته مخامخ یم!
حجاج (د حوصله له لاسه ورکولو سره):
"زه تا وژنم!"
سعید:
زه لا مخکې د مرګ لپاره تیار یم، خو ته به د دې قتل حساب ته تیار یې؟!
زما شهادت به ستا پر ضد وي، نه زما د تباهۍ سبب!
حجاج امر وکړ چې سر یې پرې کړي. سعید بن جبیر وویل:
"اللهم لا تسلطه على أحد بعدي"
(یا الله! دا ظالم پر بل انسان مه مسلط کوه وروسته له ما نه)
جلاد د حضرت سعيد بن جبير سر وواهه او شهيد کړ د معمول خلاف وينه تري زياته لاړه..
حجاج د زياتي ويني پوښتنه وکړه ، ورته وویل شو چې څوک په ډير اطمینان پرته له ډاره ومري وينه تري ډيره ځي ...
او حجاج ډېر ژر وروسته له دې پېښې نه، په سخته ناروغي اخته شو، شپه ورځ یې چیغې وهلې:
د حضرت شهادت ورسته هغه وحشت زده شو ، نفسياتي مريض شو، ډپريش کيفيت يي زيات شو، چې کله به ويده شو نو سعید بن جبير به په خوب ورغي او د لمن څخه به يي ونيوه او ورته به وويل: اي د الله دښمنه! زه د په څه قتل کړم. ما تا ته څه ويلي وه ، ځواب کي به حجاج په چغو شو چې په سعيد څه شوي؟
او همدي آوازونو سره به له خوبه پاڅېده او په دربار کي به په چغو شو...
ورسره حجاج په داسې مريضي اخته شو چې هغه مهال به ورته طبيبانو زمهريري ويله، سخت يخنۍ سره به بدن شديد درد کاوه تر دي چې د حجاج په خواوو شاه به اور بل کړل شواو اور به دومره نږدي وه چي د هغه ويښتان او کله بدن به هم وسوزيد ليکن هغه بيا چغي وهلي او له يخني او درد له امله به يي فريادونه کول ، کله چي حکيمان راغلل هغوي سرطان تشخيص کړل ،. يو طبيب د غوښي يو ټوټه د تار پوري وتړله او د هغه وخت مروجي طريقي سره يي د هغه معدي ته ورښکته کړه ، چې کله يي راوويستله عجيب او غريب چنجي و خزنده ورپورې نښتي ول ، د بد بويي او بد شکله چنجاينو له امله دربار خالي شو. حکيمانو هم په تيښته شول ، حجاج په فرياد او ژړا وویل: چرته تښتي علاج وکړي! حکيمانو حجاج ته وویل: دا زمکنۍ مرض ندي بلکې آسماني دي ، مونږ سره علاج نشته د الله تعالی څخه پناه وغواړه ،
کله چي حجاج دنيوي تدبيرونو مايوس شو نو حضرت حسن بصري رحمة الله عليه راوغوښت ، هغه څخه يي د دعا غوښتنه وکړه ، حسن بصري چې د حجاج حالت ، چغي او فريادونه وليد ډير زيات يي وژړل او حجاج ته وویل: ما درته وويلي ول چي مسلمانان مه زوروه ، د الله تعالی نيک بندګان مه چيړه ، په هغوي ظلم مه کوه ليکن تا ځان کي بدلون رانووست ، اوس د مسلمانانو لپاره عبرت شوي ، دا پداسې حالت کي وه چي نور حجاج له منځه تللی وه ، نور يي فريادونو او چغو توان هم د لاسه ورکړي وه ، د حضرت سعيد بن جبير له شهادت څخه څلوېښت ورځې ورسته د حجاج پړسيدلي خيټه وچاودېده او ومړ ،
د مرګ مخکي خپلوان او نږدي دوستان راوغوښتل له نفرت او بد بويي له امله کم شميره زړه نازړه راغلل ، حجاج ورته وویل ؛ زه مړ کيږم زما جنازه شپي لخوا وکړي ، تر سحره د قبر نښاني او اثرات ختم کړي ، سبا مي خلک قبر نه پريږدي...
قدرمنو او محترمو ورونو: الله تعالی ظالم ته مهلت ورکوي ليکن چې يو ځل يي ونيوه بيا مهلت نشته حتي د الله تعالی د خشيت او ويري څخه فرشتي ورخطا وي او عرش لرزيږي.
د مسلمانو عرض، حيا، مال او نفس باندي څوک ناحقه تجاوز او کبر نشي کولاي ، هيڅ څوک مجاز ندي ، هيڅ څوک حق نلري پدي نامه چې ما جهاد کړي، ما فتح کړي او يا ما فلانکي عمل کړي او داسې نور......... د عامو مسلمانانو سياسي، مدني ، اقتصادي ،اجتماعي ، فزيکي او رواني حقوق تر پښو لاندې کړي ، په مختلفو نومونو سياسي نکاح پر وتړي، استبداد او انحصار پری راولي ، د مسلمانانو اموال او عامه حقوق د ځان پوري منحصر حق وګڼي او داسې نور.... که يو ځل الله تعالی خفه شو بيا دا دنيوي شکلياتي عبادتونه تا نشي بچ کولاي..
،،، ان ربک لبالمرصاد ، الله تعالی ترصد کوي او ټول څاري...
الله تعالی مونږ د ظلمه وساتي...................
