سوريي خپله لويه جرګه جوړه کړه
تر شپږ سوو پوري مختلفو اقشارو ، قومونو ، مختلف ګوندونو ، ديني علماوو ، مختلف مسلکي کادرونو ، سياسي او مدني نخبه ګانو ، د ښځو حقوقو فعالانو ، د اقليتونو او ټولني هر برخي استازو او د هيواد داخل او بهر څخه نمائنده ګانو څخه جوړ دغه جرګه نن رسماً د ولسمشر احمد الشرع په وينا پرانيستل شوه.
دا جرګه به څو ورځي دوام کوي ، د حکومت نوعيت ، اساسي قانون ، بيا رغونې ، خارجي او داخلي سياست ، خپلواک ملي ځواک په اړه به حکومت ته مشوره او کړنلاره ټاکی.
احمد الشرع په وينا کي وویل: سوريه آزاده شوه ليکن د جګړي ټپونه لا هم شته چې سوريه زوروي اوس بايد په ګډه د ټپونو علاج وکړو چې سوريه عزتمنده وي مونږ به عزتمند اوسو راځي په ګډه ځانونه نور عزتمند کړو.
محترمو او قدرمنو ورونو:
فقط په دري مياشتو کي دا هر څه سر ته ورسول ، د تل پاتي ثبات لپاره يي چټک پرمختګ وکړ ، ټول يي پر ځان راټول کړل ، د نړي سره يي د تفاهم ژبه وموندله ، خپل ملت ته يي مراجعه وکړه
ليکن له بده مرغه زموږ څلورم کال راورسيد ، اساسي قانون درک نلري ، حکومت لا هم سرپرست دي ، د تفاهم ژبه ورته ګناه ښکاري ، له ټولي نړي منزوي يو ، ملت ورځ تر بلې فاصله اخلي ، اختناق ، استبداد ورځ تر بلې زياتېږي ، ټول حکومت يي له يوي طبقي جوړ دي ،
بس څوک چي تاريخ له پامه وغورځوي او زدکړه تري نه کوي تاريخ به يي هم له پامه وغورځوي..
