د دوکتور عمر عماد (خالد هدايت) لیکنی
دغز ی غاز يان وايي: د ملاتړ تمه دی نه کووم، خو له شا می په خنجر مه وهه
پداسې حال کی چه ن تن ياهو وايي، او رښتيا وايي : دا زمونږ د وجود او د بقاء جګړه ده،
خو زمونږ بړيڅي ددې پر ځاې چه دغه واقعیت درک کړي چه د هغوی بقاء ددوى فناء ده، د نړيوال استکبار سره پسپسک کوي چه په فلس طين کې وسله وال مقاومت ختم کړئ .
بلينکين وايي : زما سره محمود عباس ژمنه وکړه چه زه به تر خپلې وسې په لويديځه تړانګه کې وسله وال مقاومت ځپم.
او غزه به هم بيا مونږ ته سپارئ خو پدې شرط چه لمړې به په ټول فلسطين کې د مقاومت ټول اسباب ختموئ.
بيا به زه په نړول شوې غزې کې د شهي دانو په جسدونو حکومت کووم!
...
نور ولوله
ځينې غير اسلامي هيوادونه د اسر ائيلو سره سياسي اړيکي شلوي
ويمکرون ويمکر الله ، والله خير الماکرين
نتن ياهو وايي چه دلته د وحشت او تمدن ترمنځ جګړه روانه ده، دا زمونږ د بقاء جګړه ده ...
ددفاع وزير يي وايي چه مونږ د بشري ځناورو سره په جګړه کې ښکيل يو...
با يډن له ځانه د هغوی وياند جوړ کړې او په ښکرورو درواغو ترې دفاع کوي، او وايي چه اوربند بايد تر هغي ونشي تر څو ا س را ئيلو خپل اهداف نه وي تر لاسه کړي، ولو که دا پاتې غ زه هم ټوله په بل مخ واوړي...
او له بلې خوا ځينې غير اسلامي هيوادونه د اسر ائيلو سره سياسي اړيکي شلوي.
د امريکا په کانګرس کې ځينې امريکايان د بلينکين په وړاندي دريږي...
په لندن او نورو غ...
نور ولوله
ای عزیز او مقتدر ذاته! ستا د نصر دراتلو دغه هيلي او ارمانونه مو ډیر ژر پوره کړه
کله چه دغه لاندې آیتونه لولم نو د غز ې اوسنې حالت مې سترګو ته ودریږي:
( حَتَّى إِذَا اسْتَيْأَسَ الرُّسُلُ وَظَنُّوا أَنَّهُمْ قَدْ كُذِبُوا جاءَهُمْ نَصْرُنا فَنُجِّيَ مَنْ نَشاءُ وَلا يُرَدُّ بَأْسُنا عَنِ الْقَوْمِ الْمُجْرِمِينَ).
( إِذْ جاؤُكُمْ مِنْ فَوْقِكُمْ وَمِنْ أَسْفَلَ مِنْكُمْ وَإِذْ زاغَتِ الْأَبْصارُ وَبَلَغَتِ الْقُلُوبُ الْحَناجِرَ وَتَظُنُّونَ بِاللَّهِ الظُّنُونَا (10) هُنالِكَ ابْتُلِيَ الْمُؤْمِنُونَ وَزُلْزِلُوا زِلْزالاً شَدِيداً ) او ددي نه د مخکیني آیت شریف د بیا تکراریدولو هیله راته پیدا شي:
( يا أَيُّهَا الَّذِينَ آم...
نور ولوله
له ځانه د دفاع جګړه
څارونکي او باخبره سرچینې وایی چه پدی نولس ورځو کې، تر اوسه پورې په غ زه باندې چه صرف یو څلویښت کلو متره یی طول او ( ۶- ۱۲) کلو متره یی عرض دې:
- ( دولس زره ټنه ) بمونه وریدلي دی چه د هیروشیما د اټم په اندازه دي. او نیمایی غ زه ورانه شوې ده!
- د نږدی ( وه زره ) شهدیانو مړي ر ا ایستل شوي او نور لا د ړنګو ودانیو لاندی پاتې دي، چه غوڅ اکثریت یی ښځی او ماشومان دي!
- په غربې تړانګه کې تر اوسه پوری د ( سل ) نه زیات کسان شهیدان شوي دي!
- له بهره :غذاء، اوبه ، دواء، برق، بنزین ، یعنې پرته له هوا څخ...
نور ولوله
د اسرائيلو هُبَل
د احد د غزا په پای کې ابو سفیان په یو جګ ځای ودریده،او په ټول غرور یی شعار ورکړ چه : ( اعْلُ هُبَل، اعْلُ هُبَل) يعني هبل دی پورته وي.( هبل د مشرکینو غټ بت وو) .
نو رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه وو ته وویل چه ځواب ورکړي: (اللَّهُ أَعْلَى وَأَجَلُّ) الله تعالى د هر شي نه پورته او ستر دې.
بیا ابو سفیان غږ وکړ چه : ( لَنَا الْعُزَّى وَلا عُزَّى لَكُمْ) مونږ عزی ( بت ) لرو او تاسو یی نه لرئ.
رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه ووته وویل چه ځواب ورکړي: ( الله مولی لنا ولا مولی لکم) الله تعالی زمونږ مولی دې او تاسو مولی نه لرۍ.
بیا ابو سفیان وویل چه : ( أَحَدٌ بِبَدْرٍ ) يعنې احد د بدر ...
نور ولوله
ليوال صاحب! کاش چه لږ علمي او منطقي بحث دې کړې وای
غفور لیوال زما د لیکنې ځواب لیکلې دي، چه لاندي سپیناوې یی اړین دې:
جناب لیوال صاحب! سپکو سپورو او ښکنځلو، او غورزو پرزو ته اړتیا نشته دي. راځه چه کراره یو د بل خبره واورو:
تاسی ویلی دی: ( د عربي متونو کټ و پيست کول او له لسګونو تناقضاتو ډک دلایل ...)
مونږ دغه عربی متون ددی لپاره نه دی کاپی کړی چه ګویا خپلی خبری راسره نشته ، ابدا ، نه ، بلکه دغه خبری مو د خپلو خبرو دتایید لپاره راکاپی کړی دی. ما ویل ته به لږ ځان ته زحمت ورکړی او هغه عربی متون به ترجمه کړی ، خو معلومیږی چه دغه کار دی نه دی کړی، زه به یی درته خلاصه ووایم :
د طبری او ابن کثیر په تاریخونو کی راغلی چه دواړه طرفونه د جوړ جوړجاړی په درشل کې وه ، د شپي ټول خوښ وه ،خو پدی ...
نور ولوله
د صحابه کرامو رضوان الله عليهم اوچت مقام
څو کاله وړاندې مې د يو عراقي شيعه سره چه علمي درجه يې حجت الاسلام وو بحث راغې، ما ورته د خبرو په ترڅ کې وويل: دصحابه وو جرحه کول د قرآن مجيد دګواهئ سره ټکر لري.
ويې ويل چه ولې ؟
ما ويل ځکه چه قرآن وايي ( لقد رضي الله عن المؤمنين اذ يبايعونک تحت الشجرة ، فعلم ما في قلوبهم)...الاية.
په تحقيق سره الله تعالی راضې شو د مؤمنانو څخه ، کله چه يي ستا سره بيعت کاوه د ونې لاندې...
لږ چپ شو ، بيا يي وويل چه:
دالله تعالی رضا خو ورته ګرنټي شوې نه وه.
ما ويل دا خبره دې بيا د الله تعالی د مطلق علم سره ټکر لري .
ويي ويل چه هغه څنګه؟
ما ويل ځکه چ...
نور ولوله
دوه مهمو خبرو ته مو باید همیشه پام وي
یوه دا چه : د الله تعالی څخه د هغه د افعالو پوښتنه نه کیږي، چه ولې یی داسې کړې - یا کوي- او ولې یی داسې نه دي کړي ، یا نه کوي. {لا يُسْأَلُ عَمَّا يَفْعَلُ وَهُمْ يُسْأَلُونَ} [الأنبياء: 23]
هو، د حکمت پوښتنه یی کیدلای شي، خو حتمي نه ده چه هر څوک دې پرې پوه شي، ډیر ځله انسان د بل انسان د کړنو په حکمت او مقصد نه پوهیږي- لکه دموسی او خضر علیهما السلام په قصه کی- نو د خالق د کړنو په حکمت به څرنګه هرو مرو پوهیږي؟!
نو د الله تعالی د کړنو د عقلي توجیه کولو په پار باید شرعي نصوص تحریف نشي، لکه ځیني چه - متاسفانه - پدې کار کې ښکیل دي.
دغه پوښتنی اکثره د قضاء او قدر د مسائلو په اړوند کیږي، پدې موضوع کې د هر چا لپاره ژور فکر کو...
نور ولوله
دا د حکومت مسئولیت دې
تر اوسه مې د یو او بل له خولې اوریدل چه د ښځو پر مخ د تعلیم دروازې ځکه بندې دي چه ښځې داسې او هسې دي، ښوونځي داسې او هسې وه، په پوهنتون کې داسې او هسې کیدل، دا خبرې مې بابیزه ګڼلې ، فکر می کاوه چه دا به د یو څو ( خپل سرو) احساساتي او بی توله څرګندونې وي. خو د پوره خواشینئ او حیرانتیا ځای دې چه دغه تصور دې په لوړه کچه موجود وي!
ما ته دغه خبره د ګناه نه بدتر عذر ښکاري، ځکه چه:
یو خو افغاني ټولنه په مجموع کې دینداره او سنتي ټولنه ده، حتی د اشغال په دوران کې فکرې یرغل هم دومره اغیزه نه وه کړې چه د ټولنې ارزښتونه او اخلاقي او فکري جوړښت دې چندان زیانمن او بدل کړي.
نو بنا پر دي، دغه تصور که - په لاشعوري توګه - له یوې خوا په عام ولس باندې بی...
نور ولوله
