له ځانه د دفاع جګړه
څارونکي او باخبره سرچینې وایی چه پدی نولس ورځو کې، تر اوسه پورې په غ زه باندې چه صرف یو څلویښت کلو متره یی طول او ( ۶- ۱۲) کلو متره یی عرض دې:
- ( دولس زره ټنه ) بمونه وریدلي دی چه د هیروشیما د اټم په اندازه دي. او نیمایی غ زه ورانه شوې ده!
- د نږدی ( وه زره ) شهدیانو مړي ر ا ایستل شوي او نور لا د ړنګو ودانیو لاندی پاتې دي، چه غوڅ اکثریت یی ښځی او ماشومان دي!
- په غربې تړانګه کې تر اوسه پوری د ( سل ) نه زیات کسان شهیدان شوي دي!
- له بهره :غذاء، اوبه ، دواء، برق، بنزین ، یعنې پرته له هوا څخه نور هر څه ورباندې بند دي.
- او د همدې بندیز له امله نن ټولو روغتونونو اعلان وکړ چه مونږ نور صحي خدمات نشو وړاندې کولای، او د ( وه زره) نه زیات ناروغان چه فعلا هلته بستر دي د مرګ د ګواښ سره مخ دي.
- لسګونه ( ۷۵) کلونو راهیسې هر کال په سلګونه بی وسلې ملکې فل سطی نیان هلته وژل کیږي.
- او .... او...
خو بیا هم نړیوال استکبار( امری کا+ پرنګې+ فرانسه او نور غربیان) وایی چه اس را ئیل له ځانه ددفاع په جګړه کی ښکیل دي، او حق لرې چه له ځانه دفاع وکړي.
رښتیا هم دا ( له ځانه ددفاع جګړه) ده ، خو :
- د هغه چا په سرتګو کې چه هغه سترګه یی ړنده ده چه نړیدلې غزه، او د بمبار سرې لمبې، او د شهیدانو ټوټې ټوټې جسدونه...، پری وویني.
- او هغه غوږ یی کوڼ دې چه د خرواري بمونو غږ، او د فلس طین ی میندو او ماشومانو کړیکې، او د زخمیانو زویرګي پرې واوري.
- او هغه نیم ضمیر یی مړ او بی حسه دې چه د خپل نازولې د جنایاتو په هکله قضاوت پرې وکړي!
دهغوې په نزد کې رښتیا هم دا له ځانه ددفاع جګړه ده!!!
