ليوال صاحب! کاش چه لږ علمي او منطقي بحث دې کړې وای
غفور لیوال زما د لیکنې ځواب لیکلې دي، چه لاندي سپیناوې یی اړین دې:
جناب لیوال صاحب! سپکو سپورو او ښکنځلو، او غورزو پرزو ته اړتیا نشته دي. راځه چه کراره یو د بل خبره واورو:
تاسی ویلی دی: ( د عربي متونو کټ و پيست کول او له لسګونو تناقضاتو ډک دلایل ...)
مونږ دغه عربی متون ددی لپاره نه دی کاپی کړی چه ګویا خپلی خبری راسره نشته ، ابدا ، نه ، بلکه دغه خبری مو د خپلو خبرو دتایید لپاره راکاپی کړی دی. ما ویل ته به لږ ځان ته زحمت ورکړی او هغه عربی متون به ترجمه کړی ، خو معلومیږی چه دغه کار دی نه دی کړی، زه به یی درته خلاصه ووایم :
د طبری او ابن کثیر په تاریخونو کی راغلی چه دواړه طرفونه د جوړ جوړجاړی په درشل کې وه ، د شپي ټول خوښ وه ،خو پدی وخت کی هغه خلک چه د عثمان رضی الله عنه د شهادت په فتنه کی ښکیل وه ، او د سولی نه د خپل برخه لیک په هکله اندیښمن وه ، او یو څه نورومنافقينو چه په طرفینو کی یی ځانونه ځای کړی وه ، یو د بل په لښکر برید وکړ، او هغه د تفاهم فضا یی په پوره مهارت ګډه وډه کړه .
هغه بله د ابن خلدون خبره ده چه وایی د صحابه وو په مینځ کی جګړی د اجتهادي اختلاف زیږنده وی، نه دا چه هغه د کوم دنیوی غرض لپاره وی او یا د کینو د سړولو په په پار رامنځ ته شوی وی ، لکه ځینی مغرضين چه ګمان کوی. هغه نورو هم همدا خبره کړی ده. دلته تناقض څه شې دي؟ که تاسو مهربانی وکړئ او دغه متون ترجمه کړۍ دا خو به لا ښه شي چه په خپله یی ولولئ چه مسلمان معتبر مورخین پدی اړوند څه وایی؟
پخوانی سفیر صاحب!
دغه لسګونه (ولی) چه دغی ځواب راپیدا کړی دی، صرف یوه یی ولیکۍ چه سپیناوی یی وکړو.
- وایی : ( یو لوی تناقض خو دا دی، چې وايي: څوک نه دي تکفیر شوي، خو په همدې لیکنو کې دوی بیا پخپله هر پوښتونکی تکفیر کړی دی.)
لیوال صاحب ، متل وایی: که شپه تیاره ده مڼی په شمار دی، دعوی کول اسانه دي خو اثبات یی بیا دلیل ته ضرورت لری. ته مهربانی وکړه هغه جمله راکاپی کړه چه په هغی کی مونږ ( هر پوښتونکی تکفیر کړی دی) که ددی ثبوت دی راوړ نو مونږ به هم ستا لارویان شو، او که نه دا به ددی نخښه وي چه ستاسو په ډیرو ساده خبرو سر نه خلاصیږی.
جنابه ! دلته په پوښتنه هیڅوک نه دی تکفیر شوی بلكه، په صحابه وو باندی د ظالمانه حکم کولو په اړه صرف همدومره ویل شوی دی چه : ( ... خو مغرضانه ویل ، او په صحابه وو داسی درواغ تور پوری کول چه د اسلام څخه د کرکي زیږنده وي، د نفاق نخښه بلل کیږي) نه پوهیږم چه تاسی د پوښتنی او حکم تر مینځ توپیر کولای نه شئ او که یی نه کوئ؟! .
بیا دی په بچه ګانه باټو ویلی دی چه : ( هغه تاریخونه چې موږ کتلي دي، زموږ دغو درنو دوستانو یې لا نومونه هم اورېدلي نه دي.)
وایم : هو، دا خبره تحصیل حاصل دی ، او یادولو ته یی اړتیا نشته ، بلکه مونږ خپله درته ویلی دی چه ستاسو د معلوماتو مصدر د مستشرقینو کتابونه دی. خو دا ناشونی ده چه داسی اسلامی تاریخ دی وی چه زمونږ نه د غیب په پردو کی پټ او تاسی لیدلی وی، او که وي، نو زه دی لمن نیسم او زارئ درته کووم چه د یو څو د نومونو په یادولو مونږ خپل منت بار کړئ.
او دا تبصری ته اړتیا نه لری چه د اسلام او اسلامی تاریخ په اړه د مستشرقینو قضاوت څومره د منلو وړ دی. ما ته د یو مسلمان په صفت د عامو مغرضو مستشرقینو په وینا اعتماد کول ویاړ نه بلکه شرم ښکاری.
وایی : ( هغه تاریخونه چې دوی ذکر کړي، ځينې یې د باور وړ او ځینې یې له افسانو او روایتي تاویلو ما ویلو ډک دي)
وایم : تاسی مهربانی وکړئ او مونږ ته لمړی د صحیح او ناصحیح معیار په ګوته کړئ، او بیا راته ووایاست چه په همدی تاریخونو کی یی کوم صحیح او کوم یی له افسانو ډک دی؟ که داسی وکړئ نو مونږ به هم دا اومنو چه تاسی رښتیا هم داسلامی تاریخ څخه د مسلمانانو له خولی خبر یاستئ نه د مستشرقینو له خولې، خو زه متآکد یم چه تاسو به کله هم دا کار ونه کړای شئ.
بیا دی در افشانی کړی ده چه : ( و موږ څنګه د دوی د خپلمنځي خونړیو جګړو د مخنیوي لپاره د دوی ویده او مخمور افیونځپلي ذهنیتونه راويښوو. )
دلته دی هم خپل اصلیت ښکاره کړی دی او د خپل الګو کارل مارکس خبری ته دی اشاره کړی ده چه وایی دین د ټولنو افیون دی.
په هر حال ، ستاسو د پیرزوینی، شفقت او خیر خواهئ(!!!) څخه مننه، خو نه پوهیږم ، چه تاسو ولی نه د پخوانیو کمونستانو او کمونستی دوران څخه عبرت اخلئ او نه د ناټو او د امریکایانو له دورانه، چه دغه ولس اوس تاسو ښه پیژندلي یاستئ، او ستاسو عادی خبری لا نه منی ، داسی بربنډه دین دښمنه خبری خو لا پریږده، زما نصیحت واورئ ، خپل ژوندکوئ، او هسی عبث ځانونه مه ستړي کوئ، دددغه ارمان په ارمانجنو هدیری ډکې دي،
بیا وایی : ( د واک و ځواک ګټلو لپاره لا هم له دین څخه ناوړه ګټنه کیږي؟ ولې بېګناه انسانان،...)
وایم : افسوس کووم چه تاسی ولی د جامو سره د خلکو په سترګو کی ننوځئ؟ ولی تاریخ تحریفوئ؟ د افغانانو حافظه خو لا تر اوسه دومره کمزوري شوی نه ده چه د څو کالو پیښی هیری کړي. که څوک پدی نه پوهیږی چه د افغانستان د دی څه کم پنځوس کلن ناورین بنسټ ستاسو کمونستانو ایښې دی نو باید ډاکټر ته لاړ شي او خپل علاج وکړي. که نور هیڅ نه وی دومره خو لا د خلکو په یاد دی چه تاسو د کراړی او علیشنګ په سلګونه بی ګناه کلیوال ژوندی د خاورو لاندی کړل، که پکار دی وی د هغی بوډئ فدیو به درته درولیږم چه د کراړی تراژیدی بیانوی . لا تر اوس خودا هم د چا هیر شوی نه دی چه تاسی په هرات کی په یوه ورز شاوخوا پنځه ویشت زره بی ګناه افغانان د خاورو لاندی کړل...
او د امریکایانو په دوران کی د ودونو او جنازو ، کلیو او کورو او مسجدو بمبارد ، او شپینئ چاپی خو لا د هیچا له یاده نه دی وتلی .
هو جنابه ، دا تاسی وئ چه د افغانانو د ناورین تهداب مو ایښی دی، او افغانانو مو د خپلی خاوری څخه دفاع ته مجبورکړی دی. تاسی په کومو سترګو ، او کومی خوله د بیګناه انسانانو د وژلو خبره کوئ؟ هیره ده نه وی چه ستاسی نازولي میلمانه لا اوس هم په جوماتونو کی لمونځ کونکی ټوټی ټوټی کوي.
هو ښاغلیه ! بالکل ، په نورو اسلامی ټولونو کی د افغانستان په شان حالت نه دی ، خو پوهیږی چه ولي؟ ځکه چه هلته داسی خائنان نشته چه خپل وطن په روسانو او یا امریکایانو اوپلوري، او که پیدا شی، بیا به یی ممکن د افغانانو نه هم د هغوی (شعور) ډیر ټیټ وي، چه ښکاره بیلګه یی فلسطین دي، چه ستاسو یارانو او بادارنو له لاسه یی دا لسګونه کالونه خپل (شعور) له لاسه ورکړی دی(!!!)
که د چا له لاسه کیږي په ډیری مننی سره یی د لیوال تر وال ورسوئ.
