د صحابه کرامو رضوان الله عليهم اوچت مقام
څو کاله وړاندې مې د يو عراقي شيعه سره چه علمي درجه يې حجت الاسلام وو بحث راغې، ما ورته د خبرو په ترڅ کې وويل: دصحابه وو جرحه کول د قرآن مجيد دګواهئ سره ټکر لري.
ويې ويل چه ولې ؟
ما ويل ځکه چه قرآن وايي ( لقد رضي الله عن المؤمنين اذ يبايعونک تحت الشجرة ، فعلم ما في قلوبهم)...الاية.
په تحقيق سره الله تعالی راضې شو د مؤمنانو څخه ، کله چه يي ستا سره بيعت کاوه د ونې لاندې...
لږ چپ شو ، بيا يي وويل چه:
دالله تعالی رضا خو ورته ګرنټي شوې نه وه.
ما ويل دا خبره دې بيا د الله تعالی د مطلق علم سره ټکر لري .
ويي ويل چه هغه څنګه؟
ما ويل ځکه چه ستا دخبري معنی دا ده چه ګويا الله تعالی پدې خبر نه وو چه د هغوې نه به ورسته بيا داسې څه کيږي چه_ ستاسو په اند_ الله تعالی به پرې ناراضه کيږي(والعياذ بالله )!
بيا مې د يو بدري صحابي٫ حاطب بن ابي بلتعه قصه ورزياته کړه چه د مکې د فتح په درشل کې يي قريشو ته خط ليږلو او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ورتګ خبردارې يي ورکاوه، او مخکې لدې چه خپل عذر رسول الله صلی الله عليه وسلم ته روښانه کړي، عمر يي د برخه ليک په هکله رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ډير سخت وړانديز وکړ ، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم عمر ته وويل :
څه خبر يي چه الله تعالی اهل بدر ته ويلي وي : هر څه چه کوئ ما درته بخښنه کړې ده.
ما ويل چه ابوبکر او عمر او عثمان ،او نور ډير هغه صحابه چه تاسو يي جرحه کوئ اهل بدر او اهل بيعة الرضوان وه.
نور چپ شو ، خو لاره يي رانه جدا کړه.
