ځينې غير اسلامي هيوادونه د اسر ائيلو سره سياسي اړيکي شلوي
ويمکرون ويمکر الله ، والله خير الماکرين
نتن ياهو وايي چه دلته د وحشت او تمدن ترمنځ جګړه روانه ده، دا زمونږ د بقاء جګړه ده ...
ددفاع وزير يي وايي چه مونږ د بشري ځناورو سره په جګړه کې ښکيل يو...
با يډن له ځانه د هغوی وياند جوړ کړې او په ښکرورو درواغو ترې دفاع کوي، او وايي چه اوربند بايد تر هغي ونشي تر څو ا س را ئيلو خپل اهداف نه وي تر لاسه کړي، ولو که دا پاتې غ زه هم ټوله په بل مخ واوړي...
او له بلې خوا ځينې غير اسلامي هيوادونه د اسر ائيلو سره سياسي اړيکي شلوي.
د امريکا په کانګرس کې ځينې امريکايان د بلينکين په وړاندي دريږي...
په لندن او نورو غربي هيوادونو کي په لکونه خلک د ظالم پر ضد مظاهرې کوي...
خو زمونږ بړيڅي لګيا دې څوک په پټه او څوک په ښکاره د هغه نورو صه يو نيست انو جنايات توجيه کوې، او د هغوې خبرې بدرګه کوي او دريځ يي تاييدوي ، او د حال په ژبه وايي چه په غزه کې بايد د ج ها د او مقاومت غږ د ابد لپاره خاموش شي، خو دا يي هير دي چه :
( ويمکرون ويمکر الله، والله خير الماکرين)
