No-IMG

دا د حکومت مسئولیت دې

تر اوسه مې د یو او بل له خولې اوریدل چه د ښځو پر مخ د تعلیم دروازې ځکه بندې دي چه ښځې داسې او هسې دي، ښوونځي داسې او هسې وه، په پوهنتون کې داسې او هسې کیدل، دا خبرې مې بابیزه ګڼلې ، فکر می کاوه چه دا به د یو څو ( خپل سرو) احساساتي او بی توله څرګندونې وي. خو د پوره خواشینئ او حیرانتیا ځای دې چه دغه تصور دې په لوړه کچه موجود وي!

ما ته دغه خبره د ګناه نه بدتر عذر ښکاري، ځکه چه:

یو خو افغاني ټولنه په مجموع کې دینداره او سنتي ټولنه ده، حتی د اشغال په  دوران کې فکرې یرغل هم دومره اغیزه نه وه کړې چه د ټولنې ارزښتونه او اخلاقي او فکري جوړښت دې چندان زیانمن او بدل کړي.

نو بنا پر دي، دغه تصور که - په لاشعوري توګه -  له یوې خوا په عام ولس باندې بی ځایه بدګومانې او ناروا تهمت دې،

له بلي خوا دا کار د ټول تعلیمي حالت په یو څو پیښو قیاسؤل، او عامې شاګردانې د ډیر ډیر محدود شمیر په ګناه نیول دې، پداسې حال کې چه په اسلام کې جرم او سزا فردي ده ، او هیڅوک د بل په ګناه او نیمګړتیا نه نیول کیږي: (وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى) ، او بريء ته د مجرم په سبب جزاء ورکول ظلم بلل شوې دې: (قال مَعَاذَ اللَّهِ أَنْ نَأْخُذَ إِلَّا مَنْ وَجَدْنَا مَتَاعَنَا عِنْدَهُ إِنَّا إِذًا لَظَالِمُونَ).

او حتی که دا اومنو چه پخوا دغه ستونزې ډیرې او د پام وړ وې، نو آیا علاج یی د نجونو پر مخ د تعلیم دروازې تړل دي؟!

فکر نه کووم چه د متوازن فهم خاوند دې ووایي چه هو، بلکه هرو مرو  به وایي  چه : کله هم نه ، بلکه دا د حکومت مسئولیت دې چه نجوني باید :

څه ولولي او څه زده کړي؟ ( د مناسب نصاب جوړول).

څرنګه یی زده کړي؟ ( د سالم چاپریال برابرؤل, او پدې لار کی د اړتیاوو رفع کؤل)

چیرې یی زده کړي؟ ( د مناسب ځای تیارؤل)

هو، دا د اسلام حکم او غوښتنه ده: ( كلكم راع ومسئول عن رعيته، فالإمام راع ومسئول عن رعيته... ألا فكلكم راع، وكلكم مسئول عن رعيته)

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک