No-IMG

دوه مهمو خبرو ته مو باید همیشه پام وي

یوه دا چه : د الله تعالی څخه د هغه د افعالو پوښتنه نه کیږي، چه ولې یی داسې کړې - یا کوي- او ولې یی داسې نه دي کړي ، یا نه کوي. {لا يُسْأَلُ عَمَّا يَفْعَلُ وَهُمْ يُسْأَلُونَ} [الأنبياء: 23]

هو، د حکمت پوښتنه یی کیدلای شي، خو حتمي نه ده چه هر څوک دې پرې پوه شي، ډیر ځله انسان د بل انسان د کړنو په حکمت او مقصد نه پوهیږي- لکه دموسی او خضر علیهما السلام په قصه کی-  نو د خالق د کړنو په حکمت به څرنګه هرو مرو پوهیږي؟!

نو د الله تعالی د کړنو د عقلي توجیه کولو په پار باید شرعي نصوص تحریف نشي، لکه ځیني چه - متاسفانه - پدې کار کې ښکیل دي.

دغه پوښتنی اکثره د قضاء او قدر د مسائلو په اړوند کیږي، پدې موضوع کې د هر چا لپاره ژور فکر کول پکار نه دي، خو پدې باید نه لړزیدونکې ایمان ولري چه :

۱- الله تعالی عادل ذات دی، او  هیڅ وخت هم ، په هیچا او هیڅ شي ظلم نه کوي.

۲- د الله تعالی هیڅ فعل او پریکړه هم له حکمته خالي نه ده، ولو که مونږ یی درک نه کړو.

بله خبره دا چه د الله تعالی په ذات کې باید فکر ونه کړو.

 رسول الله صلی الله علیه وسلم په یو نه چندان قوي حدیث کی چه معنی یی صحیح ده فرمایی چه د الله تعالی په مخلوقاتو - او نعمتونو- کی فکر وکړئ، آو په ذات کې یی فکر مه کوئ. او همدغه الهي سپارښتنه ده چه د الله تعالی په مخلوقاتو کی باید فکر وشي ، ځکه چه په هغې کی د الله تعالی د بشپړ قدرت او علم او نور صفات په ډاګه ځلیږي، خو د الله تعالی په ذات کی فکر کول هسی عبث خپل وخت ضائع کول ، او خپل ذهن پداسې څه کی ستومانه کول دي چه ادراک او تصور یی د انساني عقل څخه پورته دې. که پخوانیو علماوو پدی اړه کوم بحثونه کړي هغه د وخت ضرورت وو او ممکن هغه وخت اړین وه ، خو اوس یی ما ته چیړل - په تیره بیا د عوامو په مخ کې- بې حکمته ، بی ګټې او د تاوان نه ډک ښکاري.

فکر کووم چه امام صاحب وایی چه : پدې موضوعاتو کی فکر کول داسي دي لکه د لمر سترګې ته ځیر کیدل، هر څومره چه ورته ځیر کیږې هیڅ شې  به ونه وینې خو نظر به دې حتما زیانمن شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک