اسد مبارز
د اسد مبارز لیکنی
له اقتصادي پلوه ۲۰۲۳ کال
د ټویټر یوه سپېس کې ملګرو وپوښتلم چې له اقتصادي پلوه د وطن وضعیت کوم لور ته روان دی؛ ما ورته هغه کیسه وکړه چې اوښ تا چا ویلي وو چې غاړه دې کږه ده، اوښ ورته کړل چې کوم ځای مې سم دی چې ته مې لا د غاړې د کوږوالي راته وایې.
افغانستان نه یوازې په سیاسي لحاظ په حاشیه کې دی بلکې په اقتصادي هم له سخت حالت سره مخ دی، د بیکارۍ کچه بیخي ډیره ده او د فقر کچه ورځ تر بلې ډیرېږي. نړیوال بانک دې آباد اوسي، د افغانستان په اړه نږدې هره میاشت یو راپور خپروي. د ۲۰۲۳ کال د دسمبر میاشتې راپور یې نږدې د ټول کال خلاصه ګڼلی شو چې افغانستان په اقتصادي لحاظ پر کوم وضعیت کې دی.
له تېرو دریو میاشتو راهیسې افغانستان د 8.1 سلنه ډیپلیشن (Deflation) حالت کې دی، ډیپل...
نور ولوله
د لیتیمو اهمیت
د انرژۍ راتلونکو لس تر شل کلونو پسې که لږ پلټنه وشي نو درمعلومېږي چې نړۍ د بریښنایي موټرې (Evs -Electrical Vehicles) او سولري انرژي پر لور درومي. د تیلو استعمال د چاپیریال ساتنې په پار کمېږي. د بریښنایي موټرو او سولري انرژۍ لپاره تر ټولو مهم عنصر بیټرۍ دي. د بیټریو مهموالی له څو مسئلو مهم دی.
لومړۍ دا چې د اوسنيو موټرو ټانکۍ په پنځو دقیقو کې له تیلو ډکېږي او برعکس بیا بریښنایي موټرې له دیرش دقیقو نیولې تر ۵ ساعتونو پورې خپله انرژي پوره کوي. ددې لپاره حل دا نه دی چې د چارج کېدو ډیر مرکزونه دې پرانیستل شي بلکې حل دادی چې د بیټریو ظرفیت لوړ شي تر څو ډیر چارج وساتي او له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ کیلومترو موټر سفر وکړای شي. اوسنیو بیټریو په اړه نظر دادی چې څومره یې وزن او حجم زیات...
نور ولوله
له تیلو وروسته پر نړۍ د لیتیم واکمني
ما څه وخت وړاندې د چین اقتصادي پرمختګ تر شا د څو رازونو په اړه لیکنه کړې وه
سعودي او په ټوله کې خلیج هېوادونه پرته له تیلو نور داسې مهمې عایداتي سرچینې نلري چې دوی دې پر تکیه وکړای شي؛ همدا تیل دي چې د دوی اقتصادي تکیه پرې ده او یو څه یې اهمیت هم ورکړی دی. د امریکا او سعودي د پیټروډالر تړون هم د تیلو پر بنیاد رامنځته او سعودي یې پر پښو ودرول. له تېرو دریو کلونو سعودي هڅه کوي چې له تیلو پرته بدیلې لارې هم وموي؛ د سیاحت سکتور باندې یې ډیر کار پیل کړی دی.
بل لور ته د چاپیریال ساتنې فعالان او نړیوالې اداري په دې هڅه کې دي چې د کاربن اکسایډ تولید کم کړي تر څو د راتلونکو خطرناکو اقلیمي بدلونونو مخه ونیول شي؛ د کاربن اکسایډ کمولو لپاره تر هر څه لومړۍ د تیلو د استعمال کمېدا فکر پیداکېږ...
نور ولوله
اقتصادي سقوط
د یو هیواد چلولو لپاره روپیو ته اړتیا وي خو د روپیو تر شا باید یو څه موجود وي چې روپیو ته ارزښت ورکړي؛ امریکا په ۱۹۴۴ میلادي کال کې ۴۴ ستر اقتصاد لرونکي هېوادونه د بریټن ووډز غونډې تر نامه لاندې راغونډ کړل او د روپیو تر شا د سرو او سپینو زرو ايښودل یې ختم او د امریکایي ډالرو ايښودل یې رایج کړل. دا پریکړه د بریټن ووډز تړون (Bretton Woods Agreement) په نامه یادېږي.
په دې غونډه کې د پریکړې له مخې د یو اونس (۲۸.۳۵) سرو زرو بیه ۳۵ ډالر وټاکل شوه چې هر هیواد که ۳۵ ډالر د امریکا مرکزي بانک ته یوسي نو یو اونس سره زر به ورکوي؛ دلیل یې د امریکا سره د ډیرو سرو زرو درلودل وو. امریکایي ډالر ولې انتخاب شو نو په دې اړه ما وړاندې یوه لیکنه کړې وه، که تاسې لولئ نو په کمنټ کې یې لینک...
نور ولوله
راتلونکو لسو کلونو کي روسيه، پاکستان او افغانستان به ناکام دولتونه ثابتېږي
د امریکا انتلانتیک شورا له خپلو باتجربه او د نظر خاوندانو د هرو لس راتلونکو کلونو وړاندوینې په یوه راپور کې خپروي چې تېرو لسو کلونو (۲۰۱۳-۲۰۲۳) لپاره ډیرې وړاندوینې یې سمې وې.
تازه یې د (۳۰۲۳-۲۰۳۳) کلونو لپاره هم د وړاندوینو راپور خپور کړی؛ راپور پر ډیرو پوښتنو او ځوابونو مشتمل دی چې یوه پوښتنه یې د ناکامو دولتونو په اړه وه چې د افغانستان په ګډون یې درې هېوادونه یې په ګوته کړي دي، لومړۍ یې روسیه ښودلې ده چې د یادې شورا ۲۹ سلنه غړو د روسیې، ۱۰ سلنه غړو د افغانستان او ۸ سلنه غړو یې د پاکستان هیوادونه ښودلي چې راتلونکو لسو کلونو کې به ناکام دولتونه ثابتېږي.
راپور کې د ناکام دولتونو وضاحت هم شوی چې هدف ترې د شته حکومتونو دوام نه موندل دي؛ د روسیې په اړه که فک...
نور ولوله
د دوبۍ د پرمختګ راز او څو درسونه
دوبۍ یوازې په څلوېښتو کلونو کې د شګو ډک وچو صحراوو څخه د نړۍ دولسم مالدارترینه هېواد شو؛ ډیر ملګري ممکن فکر وکړي چې د دوبۍ پرمختګ کې د تیلو ستره ونډه ده اماً حقیقت دادی چې د دوبۍ په اوسني GDP کې یوازې یو سلنه د تیلو ونډه ده او د تیلو ذخیره یې په نړۍ کې اوم نمبر باندې حسابېږي؛ تیل د پرمختګ یوازینۍ دلیل نشې کیدای ځکه د تیلو لومړۍ ډیر ذخیره لرونکی هیواد وینزویلا دی چې همدا اوس په اقتصادي لحاظ له سخت حالت سره مخ دی، د انفلاسیون کچه یې په نړۍ کې ساری نلري خو دوبۍ کې بیا د نړۍ له غوره ۵۰۰ کمپنیو څخه یې ۱۴۰ دلته خپل فعالیت کوي او د نړۍ سوداګریز مارکیټ ګڼل کېږي. دوبۍ دا پرمختګ څنګه وکړ؛ کومې پریکړې یې ددې پرمختګ باعث شول؟ دا او دېته ورته پوښتنې په دې لیکنه کې د جوابولو هڅه کوو تر څو ترې افغانستان لپاره څو ...
نور ولوله
د ډالر د زوال پیل!
تېره ورځ د روسیې ولسمشر پوتین وویل چې د بریکس (BRICS) په نوم کرنسي جوړوي تر څو پخپلو منځونو کې سوداګري د ډالر پر ځای په همدې نوي کرنسي وکړي.
بریکس د پنځو انګلیسي تورو (BRICS) څخه جوړ د برازیل، روسیه، انډیا، چین او ساوت (جنوبي) افریقا مخ پر ودې هیوادونو سازمان دی چې د امریکا او اروپایي هیوادونو پر وړاندې جوړ شوی دی؛ دا پنځه هیوادونه په اقتصادي لحاظ د مخ پر ودې هیوادونو په قطار کې راځي او د نړۍ نږدې ۴۱ سلنه نفوس او تر ۲۷ ټریلیون ډالرو په اندازه اقتصاد لري.
دا پنځه مخ پر ودې هیوادونه باور لري چې د دومره ډیر نفوس او اقتصاد سربېره ولې د امریکا او اروپایي هیوادونو سازمانونه (نړیوال بانک + د پیسو نړیوال صندوق) پر دو...
نور ولوله
پر نړۍ د ډالر راج تر شا دلایلو پر رڼا کې د سعودي او ایران تر منځ د احتمالي جنګ تحلیل
ډیرو ملګرو به پوښتنه کوله چې امریکایي ډالر ولې د نړۍ غوره کرنسي ده؟! ولې پر نړۍ راج کوي؟ او امریکا ته یې څرنګه پر نړۍ د حکومت کولو زمینه برابره کړې ده؟!
په دې لیکنه کې هڅه کوو همدې پوښتنو ته ځواب ومومو او تر څنګ یې د سعودي او ایران د احتمالي جنګ تر شا د امریکا موخو ته هم اشاره وکړو.
پر نړۍ د ډالر راج کولو تر شا څلور عمده دلایل دي:
لومړۍ دلیل نړیوال اول او دویم جنګ پورې اړه لري؛ د لومړي نړیوال جنګ په پیل کې امریکا لومړۍ د خوراکي څیزونو سربیره د جنګي سامان آلاتو ستر صادرونکي هیواد وو چې وروسته بیا د جنګ برخه شو. انګلستان، فرانسه، جرمني او نور ستر هیوادونه جنګ کې مصروف ول؛ امریکا په ډیره ځیرکتیا سره خپل ټول فوکس د کاټن، غنمو،...
نور ولوله
اروپایي هیوادونو ته د تګ شوقیان دې ولولي!
نن جرمني د انرژي لپاره د ۲۰۰ میلیارد ډالرو سبسډي ورکولو اعلان وکړ؛ دې کار د اروپایي ټولنې نور ۲۶ هیوادونه سخت اندیښمن کړي دي چې د جرمني پر پل که قدم ږدي نو ډیر غریب هیوادونه پکې شته دی چې برداشت کولی یې نشي او که د جرمني پر پله قدم نه ږدي له اقتصادي پلوه لوی زیان ممکن وګوري.
د روسیې او یوکراین له جنګ وروسته په ټوله اروپا کې د تیلو او انرژۍ بیې د ۲۰۲۱ کال پرتله لس چنده زیاتې شوي دی، جرمني ددې لپاره چې د انرژۍ او تیلو لوړې بیې فابریکې او کورنۍ و نه ځپي دوه سوه میلیارده ډالره سبسډي یې نن اعلان کړله چې له مخې به د انرژۍ لپاره څه برخه پیسې دولت او پاتې به کورنۍ او فابریکو والا ورکوي.
د جرمني دې پریکړې نور اروپایي هیوادونه سخت انديښمن کړي دي؛ که چیرې دوی هم سبسډ...
نور ولوله
د FATF تور او خړ لیسټونه
د مالي کړنو د څار نړیوال سازمان FATF (Financial Action Task Force) په کال ۱۹۸۹ پاریس کې د G-7 غونډه کې رامنځته شوه. اصل کار یې د مالي کړنو څخه څارنه ده چې د پیسو مینځلو (Money Laudering) او تروریستي فعالیتونو تمویل څاري. مرکز يې پاریس کې دی.
یاده اداره ۳۶ غړي هیوادونه لري چې د یو هیواد په خړ یا تور لیست شاملولو لپاره د رأی اچونې پر بنياد پرېکړه کېږي. دغه اداره د هیوادونو مالي کړنې څاري او د شواهدو په صورت کې یو هیواد یا خړ (Gray) او یا هم (Black) لیسټ کې شاملوي. په تور لیست کې تر اوسه شمالي کوریا او ایران شامل دي.
&nb...
نور ولوله
د ذغالو بیې د ژمي موسم په خاطر په کور دننه ارزانه کړی
د ذغالو بیې پاکستان ته په صادرلو سره د پام وړ لوړې شوې دي؛ هیله ده اړونده چارواکي یوازې د ژمي موسم کې د بُخاریو او مرکز ګرمیو په خاطر په کور دننه بیې ارزانه کړي.
دا ډیر سخت کار نه دی، یوازې هغه سوداګرو ته دې په دې شرط ارزانه ورکړي چې کور دننه یې پر عامو خلکو یوازې خرڅوي او صادرات نه کوي؛ دا کار به یو څه مرسته وکړي چې په دې کمزوري اقتصادي وضعیت کې د ذغالو د اخیستلو توانایي عام خلک ومومي.
هیله ده ليکنه درسره شیئر کړئ تر څو اړونده چارواکو ته ورسېږي او عاجل په دې برخه کې اقدام وکړي.
...
نور ولوله
د نومبر میاشت کي تر ۱۹.۷ میلیون افغانان خوړو ته د فقر، بیکارۍ او عاید کمېدلو له وجې لاسرسی نلري
د خوړو نړیوال سازمان (WFP) د راپور له مخې د راتلونکي نومبر میاشت تر پایه ډیر احتمال شته چې تر ۱۹.۷ میلیون افغانان خوړو ته د فقر، بیکارۍ او عاید کمېدلو له وجې لاسرسی نلري.
راپور زیاتوي چې د اقتصادي وضعیت له کمزوري کیدو له وجې د اجناسو اخیستلو توانايي د پام وړ کمه شوې ده؛ بل لور ته تخمونه او د کیمیاوي سَرو واردات کم شوي چې له امله یې بیې هم لوړې شوي دي؛ دې سره په ډیر احتمال ممکن راتلونکي کال کې زراعتي حاصلات له ۷ څخه تر ۱۳ سلنه کم شي.
راپور زیاتوي چې لومړۍ کرونا، بیا امنیتي پېښو، ورپسې سیاسي تحول، اقتصادي رکود، د نړۍ مالي سیسټم ته د نه لاسرسي له وجې د سوداګرۍ کمښت، بیکاري او طبیعي آفاتو لکه زلزلو او سیلابونو افغان ولس له سختو اقتصادي س...
نور ولوله
