No-IMG

له اقتصادي پلوه ۲۰۲۳ کال

د ټویټر یوه سپېس کې ملګرو وپوښتلم چې له اقتصادي پلوه د وطن وضعیت کوم لور ته روان دی؛ ما ورته هغه کیسه وکړه چې اوښ تا چا ویلي وو چې غاړه دې کږه ده، اوښ ورته کړل چې کوم ځای مې سم دی چې ته مې لا د غاړې د کوږوالي راته وایې.

افغانستان نه یوازې په سیاسي لحاظ په حاشیه کې دی بلکې په اقتصادي هم له سخت حالت سره مخ دی، د بیکارۍ کچه بیخي ډیره ده او د فقر کچه ورځ تر بلې ډیرېږي. نړیوال بانک دې آباد اوسي، د افغانستان په اړه نږدې هره میاشت یو راپور خپروي. د ۲۰۲۳ کال د دسمبر میاشتې راپور یې نږدې د ټول کال خلاصه ګڼلی شو چې افغانستان په اقتصادي لحاظ پر کوم وضعیت کې دی.

له تېرو دریو میاشتو راهیسې افغانستان د 8.1 سلنه ډیپلیشن (Deflation) حالت کې دی، ډیپلیشن حالت د انفلاسیون معکوس حالت دی؛ دا په دې معنی چې انفلاسیون کې د توکو بیې لوړېږي اماً برعکس په ډیپلیشن حالت کې بیا د توکو بیې غورځېږي چې دا حالت مستقیم د افغانۍ کرنسۍ ارزښت لوړېدو کې مثمر ثابت شوی دی. ډیپلیشن حالت د مصرف او اقتصادي فعالیتونو کمېدو له وجې رامنځته کېږي چې دا پخپل ذات کې اقتصاد لپاره بد خبر دی، بیکاري رامنځته کوي او د هېواد اقتصاد (GDP) کوچنی کوي. افغانستان کې هم د مصرف کمېدو، د اخیستلو توانايي کمېدو، د بزګرانو د عاید له کمېدو او د وروستیو زلزلو له وجې رامنځته شوی حالت دی.

د افغانۍ د ارزښت لوړېدو له امله د وارداتو بیه هم کمه شوي چې دا د خوښۍ خبره ده. د افغانستان لپاره د نړیوال بانک د ښیګڼې د څار اداره (Afghanistan Welfare Monitoring) وایې چې د ۲۰۲۳ کال تر پایه هم له نیم ډیر نفوس د فقر تر کرښې لاندې او تر ۱۵ میلیونه ډیر خلک یې پوره او پر وخت خوراکي توکو ته لاسرسی نلري, دې وضعیت بیکارۍ  ته لار لا هواره کړله، د کار فرصتونه  په جبر له پاکستان راستنو شویو افغانانو له وجې هم د پام وړ کم شو

د ۲۰۲۳کال له جنوري څخه تر اکتوبر میاشت پورې صادرات  ۱.۵ میلیارده ډالر وو چې د تېرکال (۲۰۲۲) پرتله ۲ سلنه کم وو، په داسې حال کې چې د ذغالو صادارت د تېرکال پرتله ۴۳ سلنه کم وو. د خوراکي توکو صادرات ۱۳ سلنه او د نساجۍ سکتور ۳۱ سلنه د تېرکال پرتله لوړ وو. په صادراتو کې پاکستان په لومړۍ درجه (۵۴سلنه)او هندوستان (۳۰ سلنه) په دویمه درجه کې قرار لري.

د وارداتو برخه کې د ۲۰۲۳ کال د جنوري میاشتې تر اکتوبر میاشت پورې ۶.۳ میلیارده ډالرو ته ورسیدل چې دا کچه د تېرکال پرتله ۲۵ سلنه لوړه وو. په وارداتو کې ډیره برخه خوراکي توکي، نساجي او منرالي اجناس شامل دي. په وارداتي برخه کې ایران (۲۱سلنه) په لومړۍ درجه، پاکستان (۱۸سلنه) په دویمه درجه، چین په دریمه او متحده عربي امارات په څلورمه درجه کې ځای لري.

د سوداګرۍ د دومره ډیر کسر باوجود هم افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د پام وړ ارزښت ترلاسه کړی، د ۲۰۲۳ کال د جنوري میاشتې له لومړۍ نیټې څخه تر نومبر میاشتې تر ۲۷ پورې ۲۷.۸ سلنه، ۲۲.۴ سلنه د یورو پر وړاندې، ۷۱.۴ سلنه د ایراني تومنو او ۴۴.۵ سلنه د پاکستانۍ کلدارې پر وړاندې ارزښت ترلاسه کړی دی. د افغانۍ په ارزښت کې پاکستان ته د صادراتو د ډیرېدو باوجود له بهرنیو هیوادونو څخه نغدي مرستې هم ونډه لري؛ د مرکزي بانک له لورې بازار ته د ډالرو عرضه کولو هم د وارداتو بیه کمه کړې اماً کورني تولیدونکي یې متأثر کړي دي.

د ۲۰۲۳ کال په لومړیو اتو میاشتو کې عادیات ۱۳۱.۲ میلیارده افغانۍ وو چې د تېرکال پرتله ۳.۱ سلنه لوړ شوي دي، په عایداتو کې ګمرک ډیره برخه (۵۵سلنه) ونډه ده.

په ټوله کې ویلی شو چې افغانستان په اقتصاد لحاظ له ستونزو سره مخ دی او د فقر کچه ورځ تر بلې زیاتېږي، بیکاري پخپل اوج کې ده، کاري فرصتونه ورځ تر بلې کمېږي او د کورنیو د اخیستلو توانایي (Purchasing Power) کمېږي، د وارداتو زیاتېدل هېواد دننه د تولېداتو کمېدو او د نهٔ پانګونې نښه هم ده چې دا حالت د هېواد راتلونکي لپاره ښه وړاندوینه نشې کیدای

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک