No-IMG

اروپایي هیوادونو ته د تګ شوقیان دې ولولي!

نن جرمني د انرژي لپاره د ۲۰۰ میلیارد ډالرو سبسډي ورکولو اعلان وکړ؛ دې کار د اروپایي ټولنې نور ۲۶ هیوادونه سخت اندیښمن کړي دي چې د جرمني پر پل که قدم ږدي نو ډیر غریب هیوادونه پکې شته دی چې برداشت کولی یې نشي او که د جرمني پر پله قدم نه ږدي له اقتصادي پلوه لوی زیان ممکن وګوري.

د روسیې او یوکراین له جنګ وروسته په ټوله اروپا کې د تیلو او انرژۍ بیې د ۲۰۲۱ کال پرتله لس چنده زیاتې شوي دی، جرمني ددې لپاره چې د انرژۍ او تیلو لوړې بیې فابریکې او کورنۍ و نه ځپي دوه سوه میلیارده ډالره سبسډي یې نن اعلان کړله چې له مخې به د انرژۍ لپاره څه برخه پیسې دولت او پاتې به کورنۍ او فابریکو والا ورکوي.

د جرمني دې پریکړې نور اروپایي هیوادونه سخت انديښمن کړي دي؛ که چیرې دوی هم سبسډي اعلانوي نو ځینې اروپایي هیوادونه یې وس نلري او که سبسډي نه اعلانوي طبیعي ده چې د ارزانه انرژۍ له برکته به جرمني فابریکې نسبت نورو اروپایي هیوادونو ته ارزانه تولیدات کوي او اکثره خلک به له جرمني څخه اجناس پېري چې دا کار پخپله پاتې اروپایي هیوادونه په اقتصادي لحاظ ځپي.

زه څو احتمالونه وینم؛ لومړۍ دا چې نور اروپایي هیوادونه به جرمني له سبسډي ورکولو څخه وګرځوي؛ که جرمني دا پریکړه اخلي په کور دننه د همدې پریکړې پر مټ له مظاهرو تازه منع شوی ولس، حکومت ته د لاریونونو پر مټ ستونزې جوړوي، نو له همدې ویرې ددې احتمال ډیر کم دی چې جرمني دې سبسډي ختمه کړي. دویم احتمال دادی چې نور اروپایي هیوادونه د خپلو فابریکو او تولیداتو د اقتصادي زیان څخه ژغورلو پخاطر پر جرمني توکو لوړه تعرفه وټاکي؛ که نور اروپایي هیوادونه داسې وکړي لومړۍ خو د اروپایي ټولنې تر منځ پرته له تعرفې او ګمرک د سوداګرۍ کولو اصل له منځه ځي او دویم دا چې جرمني به هم ورته پریکړه کوي چې په پایله کې د نورو اروپایي هیوادونو لپاره د جرمني غټ مارکیټ دلاسه هماغه پاتې اروپایې هیوادونه ډیر زیان مومي. دریم احتمال دادی چې پاتې نور اروپایې هیوادونه هم سبسډي اعلان کړي خو دې کار سره به د یوکراین سره د اروپایي ټولنې مرستې ډیرې کمې او د روسیې پر خلاف به بیخي کمزوري شي.

په ټوله کې ویلی شو چې ماته د اروپایي ټولنې وضعیت ډیر ښه نه ښکاري او داسې انګیرم چې اروپایي ټولنه ختمه او یا ځینې هیوادونه لکه برطانیه ترې ورو ورو ووځي، په اقتصادي لحاظ هم د اروپایي هیوادونو راتلونکی وضعیت ښه نه ښکاري.

په هر صورت، روسیه ښه ګټه کې ده؛ د تیلو بیې یې د اوپیک سازمان سره په ګډه د تولید کمېدو پر مټ لوړې کړي او اروپایی هیوادونه مجبور دي چې په لوړه بیه یې ترې واخلي.

نو اروپا ته د تګ شوقیانو! عرض دادی چې له اروپا تیر شئ امریکا، کاناډا او آسټرلیا ته مخه کړئ چې راتلونکی مو له اقتصادي پلوه خوندي وي (ټوکه یې ګڼئ او که مشوره؛ ستاسې خپله خوښه)

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک