No-IMG

د نومبر میاشت کي تر ۱۹.۷ میلیون افغانان خوړو ته د فقر، بیکارۍ او عاید کمېدلو له وجې لاسرسی نلري

د خوړو نړیوال سازمان (WFP) د راپور له مخې د راتلونکي نومبر میاشت تر پایه ډیر احتمال شته چې تر ۱۹.۷ میلیون افغانان خوړو ته د فقر، بیکارۍ او عاید کمېدلو له وجې لاسرسی نلري.

راپور زیاتوي چې د اقتصادي وضعیت له کمزوري کیدو له وجې د اجناسو اخیستلو توانايي د پام وړ کمه شوې ده؛ بل لور ته تخمونه او د کیمیاوي سَرو واردات کم شوي چې له امله یې بیې هم لوړې شوي دي؛ دې سره په ډیر احتمال ممکن راتلونکي کال کې زراعتي حاصلات له ۷ څخه تر ۱۳ سلنه کم شي.

راپور زیاتوي چې لومړۍ کرونا، بیا امنیتي پېښو، ورپسې سیاسي تحول، اقتصادي رکود، د نړۍ مالي سیسټم ته د نه لاسرسي له وجې د سوداګرۍ کمښت، بیکاري او طبیعي آفاتو لکه زلزلو او سیلابونو افغان ولس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړی دی.

خدای دې رحم وکړي چې وضعیت ښه شي؛ او که د نغدو مرستو سربېره د بشري حقونو سازمانونو د خوراکي توکو، د تخمونو او کیمیاوي سَرو برخه کې همکاري زیاته نکړي نو راتلونکی راته ښه نښکاري.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک