د FATF تور او خړ لیسټونه
د مالي کړنو د څار نړیوال سازمان FATF (Financial Action Task Force) په کال ۱۹۸۹ پاریس کې د G-7 غونډه کې رامنځته شوه. اصل کار یې د مالي کړنو څخه څارنه ده چې د پیسو مینځلو (Money Laudering) او تروریستي فعالیتونو تمویل څاري. مرکز يې پاریس کې دی.
یاده اداره ۳۶ غړي هیوادونه لري چې د یو هیواد په خړ یا تور لیست شاملولو لپاره د رأی اچونې پر بنياد پرېکړه کېږي. دغه اداره د هیوادونو مالي کړنې څاري او د شواهدو په صورت کې یو هیواد یا خړ (Gray) او یا هم (Black) لیسټ کې شاملوي. په تور لیست کې تر اوسه شمالي کوریا او ایران شامل دي.
کوم هیوادونه چې په تور لیست کې شامل شي، هغوی بیا له نړیوالو ادارو لکه IMF او جهاني بانک څخه قرض نشې اخیستلي، نورو هیوادونو سره یې سوداګري محدودېږي او تر ډیره نړیوالې کمپنۍ هغه هیواد کې خپل فعالیتونه بندوي او خړ لیست کې شامل هیوادونو باندې د څه بندیزونو (د بیلګې په ډول د پور اخیستلو کې ستونزې) سربېره یو ډول اخطار ورکوي چې خپلې مالي کړنې (د تورو پیسو سپینول او ترورستي ګروپونو ته تمویل) مو سمې کړئ کنه تور لیست کې مو شاملوو.
د یادې ادارې سره د هیوادونو نړیوال او سیمه ییز غړیتوب وجود لري. پاکستان نړیوال نه خو سیمه ییز غړیتوب د آسیا اړوند ګروپ (Asia Pacific Group) سره لري. په خړ لیست او تور لیست کې هیوادونو باندې داسې شواهد وي چې د تورو پیسو سپینؤلو کې مرسته کوي او دویم دا چې تروریستي ګروپونه حمایه کوي.
کوم هیواد چې د یادې ادارې په خړلیسټ کې لوېږي؛ تر هر څه لومړۍ یې کرنسي باندې منفي تأثیر کوي چې دا کار پخپله قیمتي او بیکاري ته لار هواروي، له نړیوال بانک او پیسو نړیوال صندوق څخه په ډیره ستونزمن ډول پور اخلي او تر ډیره یې د پور ورکړه ځنډیږي.
ددې ادارې د ننۍ غونډې په پایله کې پاکستان له خړ لیست ووت او سپین لیست کې شو یعني نور د نړۍ له لورې پر پاکستان د تورو پیسو سپینؤلو او د تروریستي ګروپونو حمایه کولو کوم شک نشته؛ د پاکستان په اړه ددې ادارې له اعلان سره سم د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د فوج له لوی درستیز باجوه څخه مننه کوي چې هڅو یې رنګ راووړ او باجوه بیا په ډیر فخر سره وایي چې پاکستان یې وژغورل او تاریخ به یې نوم په زرینو کرښو ولیکي.
بل لور ته د پاکستان د ټاکنو کمیسیون له لورې د عمران خان نا اهله کول ددې پریکړې سره کوم تصادف نه ښکاري بلکې د باجوه منډو ترړو پایله ممکن همدا وي؛ ددې خبرې یو دلیل خو دا هم دی چې همدا اوس نږدې ټول ملک کې د عمران خان په اړه د ټاکنو کمیسیون د پریکړې په غبرګون کې مظاهرې رواني دي، ښارونه بند دي خو فوج او حاکم چارواکي له خړ لیست څخه د بریا ورځ لمانځي. زه باوري یم چې راتلونکو ټاکنو کې د مسلم لیګ (ن) او د پیپلز پارټۍ بریا حتمي شوه او پاکستان بېرته له روسي بلاک څخه د امریکایي بلاک برخه شو.
د اسلام آباد میشتې یوې ادارې ادلیب د څیړنې له مخې چې په خړ لیست کې په پاتې کېدو پاکستان نږدې ۳۸ میلیارده ډالر زیان لیدلی دی خو اوس چې له خړ لیست ووځي نو طبیعي ده چې کرنسي به څه ارزښت بیرته پیدا او اقتصادي څرخ به یې په حرکت راشي؛ د خړ لیست څخه وتلو په اړه د مبارکۍ پیغام کې شهباز شریف د پیسو له نړیوال صندوق او نړیوال بانک څخه پور هم وغوښت چې سیلاب ځپلي سیمې بیرته پرې ورغوي. واقعیت دادی چې د پاکستان اقتصاد د ساه اخیستلو لپاره کافي وخت ترلاسه کړ او د سريلنکا يه څېر د دیوالیه کیدو کیسه یوازې خوب پاتې شو؛ تر څو چې یو هیواد په سیاسي او فوځي برخه کې د نړۍ له حالاتو سره سم مشرتابه لري هغه هیواد باندې که ستونزې هم راځي خو غورځیدل یې ناشوني دي.
