No-IMG

له تیلو وروسته پر نړۍ د لیتیم واکمني

ما څه وخت وړاندې د چین اقتصادي پرمختګ تر شا د څو رازونو په اړه لیکنه کړې وه

سعودي او په ټوله کې خلیج هېوادونه پرته له تیلو نور داسې مهمې عایداتي سرچینې نلري چې دوی دې پر تکیه وکړای شي؛ همدا تیل دي چې د دوی اقتصادي تکیه پرې ده او یو څه یې اهمیت هم ورکړی دی. د امریکا او سعودي د پیټروډالر تړون هم د تیلو پر بنیاد رامنځته او سعودي یې پر پښو ودرول. له تېرو دریو کلونو سعودي هڅه کوي چې له تیلو پرته بدیلې لارې هم وموي؛ د سیاحت سکتور باندې یې ډیر کار پیل کړی دی.

بل لور ته د چاپیریال ساتنې فعالان او نړیوالې اداري په دې هڅه کې دي چې د کاربن اکسایډ تولید کم کړي تر څو د راتلونکو خطرناکو اقلیمي بدلونونو مخه ونیول شي؛ د کاربن اکسایډ کمولو لپاره تر هر څه لومړۍ د تیلو د استعمال کمېدا فکر پیداکېږي او که چیرې د تیلو استعمال کمېږي نو د انرژۍ لپاره بدیلې لارې باید وموندل شي، د همدې موخې لپاره د انرژۍ لپاره سولري بدیل او د موټرو لپاره د لیتیم څخه جوړې شوي بیټرۍ رامنځته او د لومړي ځل لپاره ترې د ایلن ماسک ټیسلا کمپنۍ موټرو کې ګټه واخیستل شوه.

کمنټ کې د چین اقتصادي پرمختګ لیکنه مو که لوستلې وي نو درمعلومه شوي به وي چې د چین اقتصادي پرمختګ کې ډیر کې د سولري انرژي او د لیتیم بیټرۍ مهمه ونډه ده. ډیر لیتیم په چیلي، اسټرلیا، ارجنټینا او بیا چین کې موندل کېږي خو د بیټریو جوړولو کې بیا یوازې چین هیواد ظرفیت او توانایي لري. چین د ټیسلا په شمول نږدې د ټولې نړۍ هغو کمپنیو ته چې بریښنایي موټر جوړوي بیټرۍ جوړوي.

تازه مې یو راپور لیدل چې هندوستان هم د کاربن ډای اکسایډ کمولو لپاره موټر بریښنایي کوي او هڅه کوي چې د ۲۰۳۰ کال پورې حداقل درېمه برخه موټر باید بریښنایي وي. که چیرې د موټرو کمپنۍ د بریښنایي کېدو پر لور ځي نو د انرژۍ برخه کې د تیلو واک ورو ورو کمېږي او لیتیم لرونکي هېوادونو واک ترلاسه کوي.

خوشبختانه افغانستان هم له هغو هېوادونو څخه دی چې په ډیره کچه لیتیم لري؛ څه موده وړاندې یې پر کوم هېواد د خرڅېدا آوازې خپرې شي. ما هڅه وکړله چې دا خبر کره کړم خو ونتوانېدم، خدای دې وکړي چې د لیتیم د خرڅېدا خبرونه هسې افواه وي او تر اوسه دا کار نه وي شوی او که چیرې یې له کوم هېواد سره د خرڅ تړون شوی وي، خدای دې وکړي چې د نړۍ راتلونکې اړتیاوو او د لیتیم اهمیت ته په کتلو یې بیه ټاکل شوي وي.

او که چیرې تړون نه وي شوی، غوره به دا وي چې د اړتیا ډیریدو سره سم یې استخراج ته سر له اوسه په دولتي کچه او په کورني امکاناتو فکر وشي تر څو د تیلو پر ځای بریښنایي موټرو ته د تبدیلۍ عرصه کې ښه بیه راته وکړي او هېواد مو پر اقتصادی لحاظ قوي شي او که خدای کول او په کور دننه د بیټریو جوړېدلو ته سر له اوسه امکانات برابر شي نو لرې نده چې په صادرولو کې یې د چین قوي رقیب جوړ شو او د سیمې او نړۍ مختلفو برخو ته ترې صادرات ولرو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک