اقتصادي سقوط
د یو هیواد چلولو لپاره روپیو ته اړتیا وي خو د روپیو تر شا باید یو څه موجود وي چې روپیو ته ارزښت ورکړي؛ امریکا په ۱۹۴۴ میلادي کال کې ۴۴ ستر اقتصاد لرونکي هېوادونه د بریټن ووډز غونډې تر نامه لاندې راغونډ کړل او د روپیو تر شا د سرو او سپینو زرو ايښودل یې ختم او د امریکایي ډالرو ايښودل یې رایج کړل. دا پریکړه د بریټن ووډز تړون (Bretton Woods Agreement) په نامه یادېږي.
په دې غونډه کې د پریکړې له مخې د یو اونس (۲۸.۳۵) سرو زرو بیه ۳۵ ډالر وټاکل شوه چې هر هیواد که ۳۵ ډالر د امریکا مرکزي بانک ته یوسي نو یو اونس سره زر به ورکوي؛ دلیل یې د امریکا سره د ډیرو سرو زرو درلودل وو. امریکایي ډالر ولې انتخاب شو نو په دې اړه ما وړاندې یوه لیکنه کړې وه، که تاسې لولئ نو په کمنټ کې یې لینک موندلی شئ.
د پورته لیکلو څخه معلوم شول چې د پیسو لپاره ارزښت مهم دی او ارزښت یې د امریکایي ډالر باندې تکیه دی؛ امریکایي ډالر یو هېواد ته څنګه راځي؟! څلور لارې دي چې یو هیواد پرې ډالر ترلاسه کولی شي، لومړۍ دا چې نورو هیوادونو ته صادرات وکړي، دویم دا چې خپل اتباع یې له نورو هیوادونو خپلو کورنیو ته ډالر راولېږي، دریم دا چې بهرني اتباع دې هیواد کې پانګونه وکړي او له ځان سره امریکایي ډالر راوړي او څلورم دا چې له نورو هیوادونو یا شرکتونو پور واخلي.
یو هیواد چې کله په اقتصادي لحاظ سقوط کېږي نو امریکایي ډالرو له کمښت سره مخ وي او د پورونو بېرته أداینه نشې ترسره کولی. کله چې یو هیواد د نړیوالو مالي ادارو او یا نورو هیوادونو پورونه بېرته ادا نکړي نو ګویا چې هغه هیواد په اقتصادي لحاظ سقوط وکړ. تر ننه د نړۍ له ۱۰۰ ډیر هیوادونه په اقتصادي لحاظ سقوط شوي دي.
کله چې یو هیواد په اقتصادي لحاظ سقوط شي نو اسعار یې ارزښت دلاسه ورکوي، د وارداتو لپاره بهرني اسعار نلري چې بالاخره خوراکي توکي کمېږي او نرخونه یې فوق العاده پورته ځي چې تر ډیره د سريلنکا په څېر د داخلي ګډوډیو رامنځته کېدو امکان پکې وي.
که یو هیواد په اقتصادي لحاظ سقوط وکړي نو نړیوالې مالي ادارې او ستر اقتصاد لرونکي هیوادونه رامخته کېږي او د اقتصاد د بیارغاوي، د بشري مرستې، د خوراکۍ توکو د کمښت ختمېدا او ورته نورو نومونو باندې په سختو شرطونو او لوړ سود مرستې کوي. اوسنۍ هسپانیا یو وخت په اقتصادي لحاظ سقوط شوه چې وروسته بیا د نړیوالو مالي ادارو او نورو هیوادونو په مرستو پخپلو پښو ودرېدله او دادی نن د نړۍ په پرمختللو هېوادونو کې شمارل کېږي.
