No-IMG

پر نړۍ د ډالر راج تر شا دلایلو پر رڼا کې د سعودي او ایران تر منځ د احتمالي جنګ تحلیل

ډیرو ملګرو به پوښتنه کوله چې امریکایي ډالر ولې د نړۍ غوره کرنسي ده؟! ولې پر نړۍ راج کوي؟ او امریکا ته یې څرنګه پر نړۍ د حکومت کولو زمینه برابره کړې ده؟!

په دې لیکنه کې هڅه کوو همدې پوښتنو ته ځواب ومومو او تر څنګ یې د سعودي او ایران د احتمالي جنګ تر شا د امریکا موخو ته هم اشاره وکړو.

پر نړۍ د ډالر راج کولو تر شا څلور عمده دلایل دي:

لومړۍ دلیل نړیوال اول او دویم جنګ پورې اړه لري؛ د لومړي نړیوال جنګ په پیل کې امریکا لومړۍ د خوراکي څیزونو سربیره د جنګي سامان آلاتو ستر صادرونکي هیواد وو چې وروسته بیا د جنګ برخه شو. انګلستان، فرانسه، جرمني او نور ستر هیوادونه جنګ کې مصروف ول؛ امریکا په ډیره ځیرکتیا سره خپل ټول فوکس د کاټن، غنمو، ماشینونو او جنګي سامان آلاتو په تولید او صادرولو بوخت شول. د 1913 کال کې د امریکا ټول صادرات 2.4 میلیارده ډالر ول خو د 1917 کال په پای کې 6.2 میلیارده ډالرو ته ورسیدل.  په دویم نړیوال جنګ کې هم ورته کار وشو، د نړۍ زبرځواکونه په جنګ کې په اقتصادي لحاظ سخت وځپل شول خو امریکا بیا د بې شمېره صادراتو له وجې د نړۍ 75 سلنه سره زر جمع کړل، د یوه ګراف له مخې د 1910 څخه تر 1940 پورې امریکا سره د سرو زرو ذخایر له 2زره ټنه څخه 20زره ټنو ته ورسیدل.

دویم ستر دلیل د لومړۍ دلیل دوام وو چې د سرو زرو ډیر ذخایرو درلودلو فرصت برابر کړ چې امریکا 44 ستر  هیوادونه په 1944 کال کې د بریټن ووډز تړون (Bretton Woods Agreement) لپاره راغونډ کړل تر څو خپل اسعار تر شا پشتیبانه ډالر وټاکي ځکه د ډالر تر شا پرېمانه سره زر ایښې دي. دلته ممکن تاسې سره یو سوال پیداشي چې دې ټولو هیوادونو ولې داسې وکړل؟ دوه دلیلونه یې ځواب کیدای شي؛ لومړۍ دا چې د یو اونس (28.35 ګرامه) سرو زرو بیه 35 ډالر وټاکل شول او دې هیوادونو پریکړه وکړه که هر هیواد 35 ډالر امریکا ته ورکړي نو بدل کې یې باید یو اونس سره زر ورکړل شي. د همدې دلیل له وجې هیوادونو پخپلو منځونو کې په ډالر باندې سوداګري په داسې حالت کې پیل کړله چې یو د بل هیواد پر کرنسۍ یې هیڅ باور نه درلود؛ دواړو لوریو پر ډالر باور درلود او له همدې وجې د نړیوالې سوداګرۍ کرنسي ډالر وګڼل شو. دویم دلیل دا چې د بریټن ووډز تړون له مخې نړیوال بانک (World Bank) او د پیسو نړیواله اداره (IMF) جوړه شوه تر څو په جنګونو کې وران شویو هیوادونه سره امریکا د نړیوال بانک پر توسط په بیارغونه کې مرسته وکړي او د IMF په توسط اقتصادي ستونزو سره مخ هیوادونو ته پور ورکړي. تر اوسه پورې ددې دواړو ادارو موخې همدا دي چې نړیوال بانک په بیارغونه او پرمختګ برخه کې هیوادونو ته پور ورکوي او IMF بیا اقتصادي ستونزو کې ایسارو هیوادونو (د بیلګې په ډول سري لنکا او پاکستان) سره مرستې کوي. امریکایي ډالر ته دې دوه ادارو هم پر نړۍ د راج کولو زمینه برابره کړله.

دریم دلیل سعودي او په ټوله کې عرب هیوادونو پورې تړلې دی؛ د لومړۍ او دویمو نړیوالو جنګونو کې اروپایي او ځینې آسیایي هیوادونه جنګونو کې ښکیل وو خو عربي هیوادونو مشران خپل عیش و عشرت کې مصروف وو. په 1930-40 کلونو کې امریکا او اروپا سره د تیلو استخراج او تصفیې ښه ماشینري موجودې وې او سعودي سره امریکا په 1935 کې مرسته وکړله تر څو د تیلو د استخراج او تصفیې ماشینري او فابریکې ورته نصب کړي، هماغه وو چې د سعودي د تیلو تولیدات د پام وړ زیات شول. د دویم نړیوال جنګ په اوږدو کې ایټالیوي الوتکو سعودي کې د امریکا له لورې نصب شویو فابریکو باندې بمبار وکړل، دې سره سم سعودی د تیلو استخراج لا زیات کړل او د بیاځلې بمبار لپاره یې امنیتي مرسته پکار وه؛ هماغه وو چې په 1945 کال کې امریکا د سعودي سره تړون لاسلیک کړ چې سعودي ته امنیتي ځواکونه لیږي او هر ډول امنیتي مهمات هم ورکوي خو بدل کې یې یوازې د یوه شي غوښتنه وکړله او هغه دا چې پر نوره نړۍ به تیل یوازې پر ډالر خرڅوي. له همدې وخت راهیسې د سعودي او خلیجي هیوادونو پرمختګ پیل شو او تر 1960 پورې د تیلو ټولو صادرونکو هیوادونو د تیلو خرڅول یوازې پر ډالر پیل کړي وو. دې تړون هم ډالر سره مرسته وکړله چې پر نړۍ راج وکړي.

په 1970 کې امریکا سره عجب کار وشو؛ د ډالر تر شا د سره زرو پشتیبانه د پام وو کمه شوله، په 1950 کې له 22 زره ټنو څخه په 1970 پورې یوازې 10زره ټنه سره زر پاتې شول. ددې کمېدو تر شا ډیر دلایل وو چې د ویتنام جنګ، د سرو زرو د بیو لوړېدل او د امریکا پورونه یې عمده دلایل ګڼلی شو. د سرو زرو کمېدو سره سم د امریکا ولسمشر رچارډ نکسن په 1973 کې د ډالر د سرو زرو بدلیدل بند او د بریټن ووډز تړون لغو اعلان کړل او د بریټن ووډز تړون کې دخیل هیوادونه یې آزاد پریښودل چې خپلو اسعارو تر شا هر څه پشیبانه ږدي. خو واقعیت دادی چې دا هر څه ډیر منظم روان ول، د ډیرو هیوادونو اړتیا تیلو ته وه او تیل یوازې پر ډالر خرڅیدل نو له همدې وجې ډیرو هیوادونو د ډالرو ساتل غوره وګڼل. په همدې وخت کې د سوداګرۍ د پراختیا له وجې پاونډ، یوان، یورو او څه نور اسعار هم پرمختګ وکړ.

څلورم دلیل د امریکا او اروپایي هیوادونو ګډ د سویفټ (SWIFT) بانکي سیسټم رامنځته کول دي. سویفټ د نړۍ بانکونو تر منځ د پیسو د لېږد رالېږد سیسټم دی. ممکن ډیر ملګري په دې سیسټم خبر وي خو که څوک نه وي پوی هغوی لپاره یو ساده مثال وایم. فرضا احمد له هندوستاني رانا څخه غنم اخلي؛ ددې لپاره چې رانا ته پیسې ولېږي نو باید د بانک له طریقه تأدیات وکړي. طبیعې ده چې احمد په افغاني بانک کې او رانا په هندوستاني بانک کې خپل حسابونه لري؛ افغانی او هندوستانی بانکونه بیا د سویفټ سره ثبت شوي امریکایي یا اروپایي بانکونو کې حساب او پیسې لري چې تأدیات ترې وکړي. احمد افغاني بانک ته پیسې ورکوي، افغانی بانک یې د امریکایي بانک له حساب څخه د هندوستاني بانک د سویفټ سره ثبت شوي امریکايي بانک حساب ته د احمد له خوا د رانا حساب ته لیږي او بالاخره رانا ته هندوستانی بانک پیسې ورکوي او احمد د سویفټ مسج د افغاني بانک له لارې ترلاسه کوي چې پیسې یې رانا ته تأدیه شولې.

دا چې نړۍ کې سوداګري د پام وړ پرمختګ کړی دی نو سوداګریز معاملات اکثره د بانکونو له طریقه ترسره کوي او بانکونه د سویفټ سیسټم له لارې نړۍ سره وصل دي او یوازې په امریکایي ډالر باندې تأدیات مني. متأسفانه په افغانستان باندې د امریکا بندیزونو کې یو ددې سیسټم بندیدل دي چې افغاني بانکونو د نورې نړۍ له بانکونو سره وصل نه دي او حسابونو کې پیسې یې کنګل پاتې دي. په هر صورت، د سویفټ سیسټم هم ډالر ته اړتیا زیاته کړې چې له مخې یې پر نړۍ راج دی او د همدې پر مټ که کوم ملک باندې امریکا فشار راوړي نو له دې سیسټم څخه یې بندوي لکه روس چې اقتصادي فشار راوړلو لپاره یې له سویفټ سیسټم څخه بند کړی دی.

ددې ټولې لیکنې هدف د سعودي او ایران تر منځ اوسني احتمالي جنګ پورې تړلې دی؛ څو ورځې وړاندې ما یوه لیکنه کړې وه چې اوپیک سازمان د روسیې سره په ګډه د تیلو تولید کمیدلو اعلان وکړل او د امریکا له لورې مې د ممکنه عکس العملونو وړاندوینه هم کړې وه. ماته پر سعودي د ایران له لورې د حملې وړاندوینه د امریکا له خوا سعودي او عراق ته د تیلو تولید کمېدو له وجې یو عکس العمل ښکاري. په هر صورت، زه فکر نکوم چې ایران دې پر سعودي یا عراق حمله وکړي بلکې که حمله هر څوک کوي تر شا به یې پر نړۍ د ډالر د راج کولو دریم دلیل په څېر د امریکا یو هدف وي چې سعودي ته د امنیت ورکولو بدل کې بیا د تیلو تولیدات زیات او د سعودي په مشرۍ د اوپیک سازمان له روسیې څخه بیخي ځانته او مستقل او پخپله خوښه تولیدات کړي، خو د سعودي اوسنی ولیعهد هوښیار او ځیرک دی؛ دې ټولو مسئلو ته یې پام دی. وګورو چې مخکې څه کېږي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک