No-IMG

موډ - فضل مولا توره کی

هلکه ! دادې لا په کوم يو نايي سر جوړ کری

ځان نه دې سم د ګلمرجان د کلي خر جوړ کړی

در پسي څوک خر ګاډی ونه تړي پام کوه لږ

ظالمه ځانته دې په خپله لوی خطر جوړ کړی

د سړیتوب ږيره نو داسې وي د خدای لپاره ؟

ښيښه کې وګوره له ځان دې سم جوکر جوړکړی

چې سپي دې وګوري کوڅه کې له غصې وغاپي

ته لا خوشحاله شې چې ځان دې په هنرجوړکړی

د پلار نيکه له نوم نښانه ډې حيا نه راځي

په کلي کور کې دې له ځان ډيسکو ډانسرجوړ کړی

چې ږیره وخروې په شان د هيجړاګانو ښکارې

د ښځو منځ کې دې خپل ځان لکه سوډرجوړکړی

بې مغزو سرکله ګلپي کله ټېپر غوندې کړې

کله دې چرګ غوندې لکۍ کله قرقر جوړ کړی

کله په سر کوې نخرې کله په ږیره نخرې

ځان نه دې سم د انګرېزانو لوی نوکر جوړ کړی

د ښځينه او نارينه فرق په ږيره کېږي

ووايه تا په کومه نخښه له ځان ۔ نر جوړ کړی

په آخرت کې به هرڅوک له خپل محبوب سره وي

(توره کي )خپل ځان په سنت د پيغمبر جور کړی

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک