آزادي
د آزاد ژوندون نعمته د هېواد غېږې ته راشه
د الله لويه رحمته د هېواد غېږې ته راشه
چې دې واک اختياردبل وي له دې ژونده خومرګ ښه دی
د خپلواک ژوندون عزته د هېواد غېږې ته راشه
زرکلن عمر به څه کړې چې تړلی په ځنځیر وې
غلامۍ ته ورکړه لته د هېواد غېږې ته راشه
د وړو وړو خدايانو بنده ګي له مونږه نه شي
ای د يو رب سعادته د هېواد غېږې ته راشه
د سپين غر له لوړې څوکې د پامير تر اوچت بامه
د مسلم امت عظمته د هېواد غېږې ته راشه
لږ په سد شه لږ په خود شه خپل ځان بیا وښايه څوک يې
ای د ستر ابدال شوکته د هېواد غېږې ته راشه
لکه تاک د بل پر وليو تکيه مه شه تر آخره
دافغان ولس همته د هېواد غېږې ته راشه
د خيرات دا کچکول مات کړه د سرو زرو په کان ناست يې
ګيله بس کړه له قسمته د هېواد غېږې ته راشه
د افغان مېړنی قامه اقتداء بل پسې مه کړه
ای صاحب د امامته د هېواد غېږې ته راشه
پر ډګر افغان ګټلې خو پر مېز يې ده بايللې
( توره کی) يم خجالته د هېواد غېږې ته راشه
28 / زمری / 1399
