جنګ نه غواړو
جنګ دې ورك شي تباهي راولي
كركه نفرت او جدايي راولي
جګړه په كور كلۍ هيواد كې آخر
خلكو ترمنځ عداوت او رسوايى راولي
سوله د خير و ښېګنې شعار زمونږه
ځكه د زړونو ترمنځ هوسايي راولي
سوله په كور كلۍ او هيواد دننه
ستر نعمت دى چې آرامي راولي
سوله ولس لره آرمان، جګړه دې بند شئ
ځكه خو جنګ هلاكت او بدبختي راولي
سوله امنيت آرمان، د هر افغان وګړي
ځكه خو سوله ترقي او تعالي راولي
كاكړ پيام تل د سولي امنيت غږه وي
ځكه خو جنګ پيام د بربادي راولي
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
