No-IMG

امرالله صالح پر عامو او بې وزله افغانانو د بمبار کوردينات ورکول

خير الله شينواری

 

امرالله صالح دومره وحشي انسان وه چې د امنیت د ریاست پر مهال به کله کله خپله د امنیت ریاستونو کې طالب بندیانو پسې ورته، ما ته بندیانو قیصې کړي چې له ډیرې عقدې به یې سر زمونږ سره جنګاوه، په ګونډو به یې دې ژامو ژامو ته وهلو او مونږ به ورته لاس تړلي په زنجیر کې راځوړند وو، بیا به په مخامخ څوکیو خپله راته کښیناست او کسانو ته به یې امر وکړ چې «بزنېن د پیش روی مه که دل مه یخ کنه»، ده به د خپل زړه د بړاس ویستو لپاره وخت ناوخت د امنیت د ریاستونو د توقیف خانو او پټو زندانونو دورلې کولې، اکثره دغه زندانونه او د شکنجو مرکزونه همده جوړ کړي وه، صالح د زړه خوږي وړ کوم څوک ندی، د اکثرو هغو بمبارونو کوردینات ده پخپله ورکول چې تلفات به یې سل فیصده ملکي وه، ځکه ده ته عام پښتون او طالب کوم خاص فرق نه درلود، ده د خپلو شیطاني ستراتیژیو په مټ وکولای شول چې د افغانستان جنوب او جنوب غرب د دوه لسیزو لپاره د ناټو د وسلو په اور کې وساتي، ولس یې تروریست، ځوان، بوډا، ښځې او ماشومان یې ټول ترهګر معرفي کړي، ټوله ورځ یې له هوا څخه بمبار کړي، ځوانان یې زندانونو ته واچوې، ښځې او ماشومان یې قتل کړي، دا هغه شیطاني او له دښمنۍ ډک چلند وه چې سالېګي به زمونږ له ولس سره کاوه، دې سړي د سولې په دښمنۍ او د جګړې په اوږدېدو کې دومره زیار ویست چې د سولې یو فرصت یې هم نه پرېښود، د تیر رژیم د خطایاوو یو غټ سرلاری همدی وه چې تل یې په جګړه تاکید کاوه او ویل چې هیڅکله له یوې تروریستي ډلې سره سولې ته ندی اماده، پداسې مجرمینو به د احمقانو زړه خوږېږي نه د اسلامپالو، وطنپالو او د ولس په درد غمجنو هیوادوالو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک