No-IMG

د چین، روس او امريکا رول د افغانستان په راتلونکی حکومت

مولانا عبد الصبور

 

چین او روس  دواړه په مستقبل قريب کښې لکه د امريکا غوندې په دنيا د غلبې او تسلط غوښتونکي هېوادونه دي، کله به دوی دا هدف د مستعمره ګرزولو او اشغال په ذريعه لاس ته راوړي او کله د داسې  حکومتونو د مسلط کولو په وسيله چې لږ تر لږه ددوی د ګټو  له خپلو ملي ګټو  نهر مخکې وګڼي.

د امريکا له شر او غلامۍ  نه خو موږ تر يو بريده ازاد شو، مګر امريکا به اوس هڅه کوي چې حکومت سازۍ کې له طالبانو سره داسې خلک په چل يا د ملل متحد د فشار او یا افغانستان کښې د شورشيانو د مرستې په ذريعه  داسې حالات پيداکړي چې طالبان دېته مجبور کړي چې داسې خلک حکومت کښې له ځان سره شامل کړي چې هغه د غرب د ګټوساتونکي وي، تر څو امريکا او غربي نړۍ په دې توګه خپل نا تکميل اهداف تر يوه بريده تر لاسه کړي.

چين او روس به غواړي چې د نوي حکومت له مجبوریتونو نه د ګټې اخيستنې لارې چارې و سنجوي، ځکه د نوي حکومت لپاره له هر څه نه زيات قوي اقتصاد ډېر اړين دی، دوی به اقتصاد د خپل ځان لپاره د مدخل په توګه د استعمالولو کوښښ کوي.

غرب باید څه وکړي!

غرب او امريکا بايد نوي حکومت سره د مخاصمت لار غوره نه کړي، چې دا به د دوی او زموږ دواړو په تاوان تمام شي، په لوی لاس به افغانان د چين او روس خولې ته وغورزول شي. د افغانستان او غرب ترمنځ به يو بل کشمکش په نوې بڼه پيل شي کوم به چې نه زموږ په ګټه وي او نه د غرب بلکې فائده به يې د غرب سره سيالي کونکو ته رسېږي.

که غرب غواړي چې د افغانستان د حکومت نوې  پاليسي داسې متوازنه وي چې د غرب مفادات متضرر نه کړي او افغانستان يوې خواته ډېر مائل نه شي بايد په نوي دولت بې ځایه فشارونه اچول پرېږدي او د باغيانو سره مرسته ونکړي. دوی باید په ګران هېواد کښې سياسي شورشونو ته نه لمن و وهي او نه ورسره مرسته وکړي بلکې د هغې پرځای نوي تشکيل شوي افغان حکومت سره معقوله مرسته او کار وکړي.

امارت اسلامي باید څه وکړي!

اا بايد د نړۍ د لويو قوتونو له شته تضادونو نه مثبته ګټه پورته کړي د هغې ترتيب دادی چې د غرب، روس او چین په نسبت بايد زموږ پاليسي متوازنه وي دا په دې معنا چې موږ بايد يوه اړخ ته هم ډېر مائل نه شو او د خپلو ملي ګټو، خپلې ازادۍ او بې طرفۍ ساتلو سره سره موږ له د ايران، ترکيه او پاکستان سره په ګډه، له درې لويو اړخونو سره متوازن روابط وساتو او ځان چاته لاس تړلی ونه سپارو

‏موږ اوچين.

چين هم راتلونکو څلويښت کلونو کښې غواړي د نړۍ يواځنی لوی امپراطور ووسي، هغه به هم غواړي چې د منطقې ممالک يا اشغال کړي يا لږ تر لږه داسې حکومتونه ومني چې د هغوی د سياسي او اقتصادي ګټو ساتنه وکړي.

نو په دې درې اړخیز کشمکش کې بايد افغانستان چاسره په يواځې توګه  معامله و نکړي چې خدای مه کړه په کوم جال کښې راګير نه شي.  په دې سلسله کښې د منطقې د ممالکو په اشتراک لويو قوتونو سره کار کول افغانستان ته اړين دي  {په ځانګړې توګه د ترکيه او قطر سره} چې افغانانو سره فکري،مذهبي، عقيدوي او تاريخي تړاونه لري.

چين په حقیقت کې د غربیانو او امريکايانو نه هم زيات دکتاتور مملکت دی، ملکي نظام يې هم تنظيمي ديکتاتوري ده، کمونستي کلکه سابقه هم لري چې کمونيزم د ديکتاتورۍ دوم تور نوم دی. چين هم يا مطلق غلام غواړي یا لږ تر لږ داسې حکومت چې منطقه کښې د هغو ګټې وساتي.

 لدې امله دوی سره تعامل کولو کښې هم دا اړينه ده چې د منطقې د ممالکو سره په شريکه دوس سره کار وشي ترڅو موږ توازن برقرار وساتلی شو کوم چې موږ لپاره خورا مهم دی.

درنښت

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک