No-IMG

سماوار، چای او زموږ ټولنه

سما-وار په روسي ژبه د ميسو جوړ هغه لوی لوښي ته وايي چي چای پکښي ايشي، [سم=پخپله او وار: ايشول]...

 اټکل دئ چي چای دوې پېړۍ پخوا افغانستان ته راغلی دي، افغانان د خرڅلاو دوکان ته سماوار وایی، سراج الاخبار ليکي چي شاه امان الله چي به د خانانو سره ليدل، نو هغوی ته به ئې چای ورپخولې او هم به ئې د ډالۍ په شکل يو [موټ] د چايو پاڼي ورکولې

پېړۍ وړاندي سماوار د سياسي، ادبي او اوازو/تبليغاتو مرکزونه وه، ځيني سماوارونه په ښکلو هنرونو پسوللي وه، مثلاً مرغان، د شاهانو عکسونه او نور هنري توکي پکښي لازم وه.

کندهار کي بيا د سماوار ناسته د سيالانو او درنو خلګو کار بلل کېده او د کندهار مشرانو له خولې چي د کندهار وکيلان به ټول ورځ پر سماوار ناست وه چي د خلګو په اصلي حالت خبر سي، د ثور کودتا وروسته دا ځايونه بيا صرف پايلوچانو او خماربازانو ته پاته سول.

ماته په کندهار کي دغه مشهور سماوارونه مالوم دي:

د مامک سماوار

د اغا مامک سماوار

د ايوب حوالدار سماوار

د طوطي سماوار

د سور عبدالخالق سماوار

د پسه اختر محمد سماوار

د ګردي حوالدار سماوار

د تور بنا سماوار

د د ګویا راډیو سماوار

د محمد اکبر جان سماوار

د حاجي لطيف سماوار

همدارنګه په کندهار، کوټه، چمن، هلمند او نورو ښارونو کي هم د سماوار ځانګړي ځايونه، هنري ناستي لکه موسيقي، سياست او د خوراک ځانګړي ډولونه، لکه پېروی، شيدې، جږې چايي او نور ادبيات اوس هم په خلګو کي په پراخه پېمانه سته.

همدارنګه د پېښور قصه_خوانی بازار هم سته چي په کاروان سرای کي به ئې مسافرو ته چای ورکولې او هم به پکښي د شپو لنډولو د پاره کيسې کېدلې.

په نوره نړۍ کي د سماوار شکل [کاپي شاپ] دئ.

چای د افغانانو په ژوند کي زیات اهمیت لري او هېڅ ناسته یې بې چایو نه وي، ان ځیني افغانان په دې باور دي چي د چایو په نه څښلو یې سر درد کوي او فکر یې هم جوړ نه وي.

د چایو بوټی پنځه زره کاله وړاندي په چین کي وپېژندل سو او په اوولسمه پېړۍ کي یو شمېر خلکو له چین څخه اروپا او له هغه ځایه نورو هيوادونو ته هم ورسېد.

 اټکل دئ چي افغانستان ته د۱۲۳ میلیون ډالرو په ارزښت په کلني ډول چایراوړل کېږي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک