No-IMG

تاريخي يادښتونه؛ د بغلان سور کوتل

له نن څخه اويا کاله وړاندي دولت له کابله مزار ته سړک تېراوه چي د کار په اوږدو کي د بغلان د سره کوتل په غونډۍ کي لوی-لوی تيږي مخ ته راغلې، کله چي وکيندل سوې دوه زره کاله وړاندي د يوه عبادت ځای لوی ستني پيدا سوې چي د د لسو کالو د څېړونو وروسته ښکاره سوه چي دا د باختري دورې د  کنشکا باچا تر ټولو ستر عبادت ځای وو چي ښايي د هغه وخت تر ټولو لوی اورتون به وو چي د غونډۍ پر سر وو، دې عبادت ځای د ممبر غوندي بېل ځای لاره چي اور به پکښي بلېده.

 کنشکا د لرغوني افغانستان ستره پېژندل سوې څېره ده او د کوشانیانو د لړۍ ستر امپراتور و چي د پلار نوم یې [ویما کدفیسزس] او د چين د طرفان څخه تر شمال ختيځ هند او ان تر اوسني پټنې د يوې لوی ملک ځواکمن باچا وو چي په ۱۲۷ع کال کې واک ته ورسېد. کنشکا د واکمنۍ درې دربارونه لرل چي یو یې په اوسنۍ  کاپیسا[کاپيسي] [ بګرام]، بل متورا او بل یې په پېښور[پوروشاپورا] کي وو.

هغه مهال د نړۍ له څلورو لویو امپراتوریو څخه یوه هم د کوشانیانو امپراتوري وه، شفاهي روایات وايي چي کنشکا دومره زورور وو چي رښتیا یې هم نړۍ لاندې کوله، خو دیندارۍ دې کار ته پرېنښود.

کنشکا تر ۱۴۷ز کال پوري واکمني وکړه او له هغه وروسته (هوویشکا) واکمن سو. حبیبي، عبدالحی. تاریخ مختصر افغانستان

په دې عکسونو کي ددې عبادت ځای د ودانۍ ستني/پايې او نوري برخي ښکاري يوه برخه اوس ورکي، يوه برخه شکل کاله وړاندي تخريب او يوه برخه ئې اوس هم تر ګواښ لاندي دي.

دې مجسمو کي د پښتنو پرتوګ ته ورته مسجمې اوس د کابل په ميوزيم کي وې.

Surkh Kotal:

Surkh Kotal is an archaeological site in the southern region of ancient Bactria containing a 2nd century AD fire temple believed to have been built by the Kushan emperor Kanishka I (Kanishka the Great), whose statue was found within the temple.

It is approached by a monumental brick and masonry staircase, flanked by four massive terraces, cut out of the hillside. The temple itself is in the center of a paved courtyard, and consists of a masonry altar with four Hellenistic column bases at each corner, in a sanctuary with massive mud walls. The most important finds have been inscriptions. The most notable one is the foundation inscription, a monumental inscription in the Bactrian language and Greek Script, made up of a series of stone blocks that originally lined the front of the third terrace. The site of Surkh Kotal, excavated between 1952 and 1966 by Prof. Schlumberger of the Délégation Archéologique Française en Afghanistan.

The headless Statute of Kanishka has been smashed by Talibـan in 2001 at the National Museum of Afghanistan, after the destruction of the Great Buddha of Bamiyan. It was restored later on and it is now on display at the National Museum.

ساحه باستانی سرخ کوتل در ولایت بغلان موقعیت دارد که قدامت آن به قرن دوم میلادی بر میگردد. در این محل آتشکده ای کشف گردیده و احتمالا توسط کنشکا امپراتور مقتدر دوره کوشانی ها بنا شده است که در این محل مجسمه وی نیز بدست آمده است. در جمله آثار بدست آمده از این محل باستانی، کتیبه سرخ کوتل از اهمیت به سزایی برخوردار است و این کتیبه به الفبای یونانی و زبان قدیم باختری بر روی سنگ آهک حک گردیده است که معلومات ارزنده ای را پیرامون سلسله کوشانیان به ما ارایه نموده است. این ساحه در سال ۱۹۵۲ و ۱۹۶۶ توسط پروفیسور شلومبرژه رئیس هیات باستان شناسان فرانسوی در افغانستان، حفاری گردید.

مجمسه بدون سر که مربوط به کنشکای بزرگ میباشد در سال ۲۰۰۱- بعد از تخریب پیکره های عظیم بودا در بامیان- همراه با تعدای زیادی از مجسمه های بودا توسط تالبان شکستانده شد، خوشبختانه این مجسمه دوباره ترمیم و یکبار دیگر زینت افزای موزیم ملی کشور گردید. این مجسمه از لحاظ اهمیت تاریخی بسیار مهم بوده زیرا تا فعالا دو مجسمه متعلق به کنشکا شاه کوشانی بدست آمده که یکی همین مجسمه سرخ کوتل و دیگری مجسمه منسوب به کنشکا در متهورا (شهری در هند) میباشد.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک