د افغان سيدانو تاريخ
سادات په افغانستان کې دبېلابېلو قو مونو تر مينځ د عربانو له پښته پاتې يوه ډله ده. د دغو آر له حضرت محمد (ص) د لور بي بي فاطمې الظهرا او زوم علي (رض) له پښته گڼل کېږي. دغه سيدان د افغانستان په بېلا بېلو سيمو کې په بېلا بېلو نومونو ياديږي٠ د بېلگې په تو گه:
د افغانستان په ختيځو ولايتونو ننگرهار، کونړ او لغمان کې د پاچايانو او يا پاچا صاحبانو او د سيدانو يا ساداتو په نامه ياد شوي٠ په ځينو ځايونو کې ورته اغا صاحب او د افغانستان دخوست په ولايت کې ورته سيدگي وايي٠ په پښتونخواه کې يې باچايان يا بادشاه صاحب بولي٠ [۱]
په ټولیز ډول دافغانستان په هره سېمه او په تېره بيا د پښتنو په سيمو کې دغه سيدانو ته خلک ډېر درناوی کوي، ځکه چې د اسلام دستر پيغمبر محمد (ص) دلور بي بي فاطمې (رض) اد حضرت علي کرم الله وجهه او لاده ېې گڼي٠ پښتانه دوی پيران او حضرتان بولي٠
افغانستان کې سادات او دوديزه گروهې:
د افغانستان او سیمې په هېوادونو کې ځينې دوديزه شگونونه يا گروهې شته چې له مخې ېې د ځان د ډاډ لپاره د پیر، حضرت او ځينې ملنگانو څخه د مرستې په توگه تاويز او دعاگانې ترلاسه کوي څو د هغوی مراد ترسره شي . همدا رازکه څوک ناروغه شي نو ددم دعا او تعو يذونو لپاره سيدانو ته ورځي او هغه پښتانه چې دکوم سيد تر تعويذونولاندې وي نو دکند هار په اصطلاح هغوی ته دروږيان وايي او ددوی نه څا ښتونه او خوردې هم اخلي٠ په پښتني سېمو کې د دغو سيدانو يا پا چايانو سره پښتنو خپلوۍ او خيښۍ کړي دي او دوی دپښتنو سره داسې نږدې ا ړيکي لري او داسې سره اخښل شوي دي چې گواکې هيڅ پښتون هم دوی له ځانه جلا نه گڼي ٠ ددغو سيدانو نه پښتانه تل دخپل منځي شخړو او لانجو په اوارولو کې مرسته غواړي او هره فيصله چې دوی وکړي نو دواړو غاړو ته دمنلو وړوي٠
تاريخ حيات افغاني چې له نن نه ١٤٥ کلو نه وړاندې ليکل شوی د سيدانو په اړوند داسې ليکي:
"د بني هاشمي قريشو نه دحضرت امام حسن (رض) او حضرت امام حسين (رض) او لادې ته چې د پيغمبر (ص) لمسيان ول سيدان ويل کيږي٠ د افغا نستان هيڅ يو لوی کلی نشته چې يو يادوه کوره سادات دې پکې نه وي٠ په افغانستان کې سيدانو ته د خپل معمول نوم نه پر ته خواجه، سيد، ميا، اغا، پاچا، صاحب، صاحبزاده او مير هم وايي او ورته زيات درناوی کوي"[۲]
دا چې افغانستان يو لرې پروت تړلی، دوديزه هېواد پاتې شوی ټولنه ېې هم د سيمې له حال احواله ناخبره او بې پرې پاتې شوې . دتاريخ په اوږدو کې ېې د سيمو زبرځواکونو يرغلونه پې کړي او د ټولنې چوکاټ ېې څو ځایه ادل بدل کړی خو خلکو باندې ېې زور ندی رسېدلی او بيا بېرته پښېمانه په شا تمبول شوي . د همدې تمبولو په لړ کې ځينو سيمه ييزو سياستوالو د افغانانو د سپېڅلې ارادې راز د هغوی په مذهبي کلکو گروهو کې موندلی چې په لړ کې ېې ورته د هغو گروهو په چوکاټ کې د پیر او حضرت تر نوم لاندې روحاني اشخاص ورلېږلي او هغوی باندې ېې د مذهبي گروهې له خوا منلي او هغو سيمه ييزو هېوادنو خپل استخباراتي سياستونه په افغانستان کې چلولي دي . د همدې په لړ کې له پخوا څخه په افغانستان کې د پیر ، موريد، حضرت صاحب، پاچا صيب ، آغا صيب ، او نورو گروهي ستاينومونو شهرت روان و . دغو اشخاصو د نيکونو د نوم څخه په استفادې د اسلام له دین څخه ناخبرو خلکو باندې د ولامقام کسانو طبقاتي ولکه جوړه کړې چې د خلکو په لوړ کتار کې شمېرل شوي او د ټولنې په هر اړخ کې ېې د وړ او ناوړه مسلکې پوهې په درلودو ېې بيا هم لوړ ځايناستو څخه گټه پورته کړې چې د افغانستان په څو سياسي پيرونو کې په لوړو مقامونو د دوی اغېز روان و .
افغانستان کې د پښتنو سيدانو د استوگنې سيمې:
د کونړ ولايت دپشد دسيمې سيدان: دغه سيدان ډېر مشهور او خلک ورته ډېر درناوی لري
د ننگر هار ولايت د روداتو دو لسوالۍ دمزينې دسيمې پاچايان
د ننگر هار ولايت دسره رود دولسوالۍ دسيدانوکلی
د ننگر هار ولايت دخوږيا ڼيو دسيمې پا چايان
د لغمان ولايت دعزيزخان کڅ او دتير گړيو دکلي پاچايان
د کاپيسا ولايت د تگاب دولسوالۍ سيدان چې دتگاب مياگل جان اغا هم دهمدې سيدانو نه و
د پکتيا دولايت سيدان چې په گرديز او زرمت کې اوسي٠ دستر سيد شيخ شاه محمد روحاني مزار هم په زرمت کې دی چې ډېر ارادتمندان لري
د خوست ولايت سيدان چې دوی ورته په خپله لهجه کې سيد گي وايي او د خوست په ډبکي کې استو گنه لري
د پکتيکا ولايت دارگون دبر مل دسيمې سيدان
دميدان او وردگو ولايت سيدان
د کابل ولايت دده سبزولسوالۍ دپايمنار پاچايان چې دپايمنارد پا چا صاحب زيارت هم هلته دی٠ همداراز دکابل په لويدېز کې دکلای قا ضي په سېمه کې دشاه اغا زيارت هم ډېر مشهور دی چې ډېر شمېر خلک يې زيارت ته ورځي
د لوگر ولايت دمحمد اغې، څرخ او کلنگار دسيمې سيدان
د بغلان ولايت سيدان
د کندز ولايت سيدان
د بلخ ولايت سيدان
د پروان ولايت دهوفيان شريف سيدان چې سيد جان اغا پکې مشهور شخصيت تېر شوی دی
د غزني ولايت سيدان.چې زياتره يې په واغز کې استو گنه لري.
د زابل ولايت سيدان
د ارزگان ولايت سيدان
د هېلمند ولايت سېدان:
د هيلمند ولايت دگرمسير
د هرات ولايت سيدان:
چې په اصل کې دکونړ دپشد نه تللي دي اود دوی نېکه مرواريد اغا هلته ښخ دی او زيارت ته يې ډېر شمېر خلک ورځي٠ ددوی دکورنۍ نه يو مهم تن توراغا نو ميده٠ همداراز دهرات ولايت دکرخ دولسوالۍ سيدان او دهرات ولايت دانجيل ولسوالۍ دنوين دکلي سيدان هم مشهور دي
د کندهار ولايت سېدان:
د دې سيمې سېدان تذکره لاندې په بله برخه کښې ورکړ شوې ده.
لنډه داچې د افغانستان په هر ولايت، ولسوالۍ او سيمو کې سيدان شته دي٠
کندهار کې سيدان او د سیدانو نوموتې کورنۍ:
دکندهار په ولايت کې د پښين سيدان ډير مشهور دي٠ په کندهار کې سیدان د ارغنداب، پنجوائې، شاه ولیکوټ، میوند، ډنډ، معروف، ارغستان او ښوراوک په ولسواليو او دکند هار د ښار په مرکز کې میشته دي چي په ارغنداب کي يې ځانگړې سيمې د سیدانو کلا چه، صوف، ده ماسوس او د ارغنداب د سیدانو لنگر دی ددې ترڅنگ په کندهار ښار کې د سیدانو په نوم کوڅې هم لري٠ که څه هم دکندهار د ده ماسوس سیدان ،خلک له اره صاحبزاده خېل بولي خو اوس په سیدانوسره ياديږي.
په کندهار کې د نومیالي غازي شاه اشرف اغا کورنۍ:
د کندهار د پنجوائې دسیدمحمد اغا کورنۍ
د کندهار د مشهور جهادي شخصیت ارواښاد حمیداغا کورنۍ ٠
دکندهار د سیدعظیم اغا کورنۍ
دکندهار دسیدعظیم اغا کورنۍ
د کندهار داوسني قومي مخورسپين ږیري سید عبدالظاهراغا کورنۍ چې په ډيرو جرگو کې يې دکند هار دخلکو استازیتوب کړی دی ددې کورنۍ زیات شمیر کسان اوس په جنوبي پښتونخوا کوټه کې میشته دي .
دکندهار دارغنداب دحسام الدین جان اغا علمي او سیاسي کورنۍ چې په سیمه کې دپوره شهرت نه برخمنه ده٠ ددغه حسام الدین جان اغا زوم محمد سرورخان دکند هار نا ئب الحکو مه و٠
دکندهار د مشهور روحاني شخصيت سیدعبدالرحمن شاه اغا کورنۍ
ده خواجه دسیدقدوس اغا علم پالونکې کورنۍ چي دکندهار دکاروان او منار کوڅو په مينځ کې میشته ده .
د ارغنداب دلنگر دسیدانو کورنۍ
د کندهار دمشهور تاجر سیدحبیب الله جان اغا کورنی چي دکندهار په ډنډ او نوي ښارکې میشته ده ٠
د زلخان د سیدانو کورنۍ
د دیلاوور دسیدسرور اغا کورنۍ
د بازگل اغا او سیدگل اغاکورنۍ
د تور اغا کورنۍ
د کندهار په دهله کې دسيد محسن اغا کورنۍ
دسيد حسين اغا کو رنۍ چې دکند هار په ديمراسۍ کې ئې غټه کلا او س هم دسيد قا سم جان اغا په نامه سره يا ديږي٠
د ده ماسوس دغني جان اغا کورنۍ٠
د ذاکر شريف دجهادي شخصیت سیدمحمدجان اغا کورنۍ٠
دگلجه اباداوسبزکار دسيدانو کورنۍ٠
دمېر بازار سيدان
کندهار سیدانو مشهور شخصیتونه
غازي شاه اشرف اغا چې په دويم ځل يې په کندهار کې دغازي امان الله خان بیرغ پورته کړه او ترغزني پورې يې ټولي سيمې بیرته دغازي امان الله خان تر ولکې لاندې راوستلې ٠
غازي سیدحیدراغا چې دمیوند په تاریخي غزا کې دافغان غازیانوسره یوځای په شهادت ورسید.
غازي شهید سیدامین الله اغا چې په لالا ملنگ مشهور و او په کندهاریانو کې د دجهاددیو وتلي اتل په نوم شهرت لري ٠
سیدمحمدنسیم اغا چې د تنظیمه رئيس و ٠
موسی کلیم اغا چې دمشهورو جهادي شخصیتونو نه و اودکوټې په سریاب کې ښخ دی.
روحاني شخصیت شهید سیدعبدالرحمن شاه اغا چې په کندهار کې يې ژوبڼ او میوزیم درلود ٠او هم هلته ښخ دی.
دکندهار وتلی ولسي شاعر سیدعبدالخالق اغا
ډگروال سیدنجم الدین اغا چې د سردار داودخان د نږدې ملگرو څخه و او دهغه سره دجمهوري رژيم په رامينځ ته کولو کې يې مهمه ونډه درلوده ٠ نوموړي د جهاد په دوره کې د کندهاردمجاهدینو په پوځي روزنه کې وڼده درلوده.
پښتونخوا د سيمې سيدان
دسوات دبو نير دسيمې سيدان چې سيد علي تېر مذي چې په پير بابا سره شهرت لري هورې ښخ دی اوټول پښتانه ورته زيات ارادت او درناوی لري٠
دباجوړ دسيمې سيدان
دچترال دسيمې سيدان
ددير دسيمې سيدان
دخيبر ايجنسۍ سيدان
دکورمې ايجنسۍ سيدان چې پښتانه او شيعه مذهبه دي او داحمدزيو، دکړمان دسيدانو، د تېراه د سيدانو او دماوړه دسيدانو په نامه شهرت لري٠
د اورکزيو ايجنسۍ سيدان
ددېره غازي خان سيدان
دپېښور دسيمې سيدان
دبنگښو دسيمې سيدان
د لکي مروت سيمې سيدان: چه د شېخ شاه روحاني اولاد گڼل کېږي و د ابا خېل، مټوري، و ميچن خېل کلو کښې استوگن لري. د دې نه علاوه د تاجي زو سېدان هم په علاقه کښې قدر لري. نامتو ليکوال و تاريخپوه ډاکټر سېد چراغ حسېن چه کوم نه گڼ شمېر کتابونه لکه دود چراغ، تذکره پير سباک، انوار چراغ، و د قيصو کتاب ناليدلې بلا منصوب دي، هم دې سيمې نه دې.
دشمالي وزيرستان سيدان :
د شمالي وزيرستان سيدانو ته په سېمه اېزه اصطلاح سيدگي وايي چې دوی ددغې سيمې په ځوی،دويگر،ډنډ،ورغړ،رباط اوشوال کې استو گنه لري او نن دپښتنوديوې قبيلې په تو گه مو جوددي٠ سيدگي په پيل کې په دوو بر خو ويشل شوي دي چې ملکا خېل او ذکر خېل نو ميږي اود قبيلوي اتحاد له مخې ملکا خېل دابر اهيم خېلو وزيرو سره متحد او يو مو ټی دي ٠ دسيد گي د قبيلې دخيلو نو او داستو گنې دسيمو نو مونه په لاندې ډول دي :
ذکرخېل، شداد خېل، ابا خېل، شومېر خېل، مولي خېل او مصري خېل چې په ډنډ او رباط کې استو گنه لري
شودي خېل، لاده خېل، جبر خېل، ټول بيگ خېل،کبډي خېل، اتک خېل، رومي خېل، مدک خېل، سرورخېل، زوبر خېل، نظر بيگ خېل او اخوند خېل چې په دويگر او ځوی کې استو گنه لري
مياگل خېل چې په دويگر، ورغړ،ډنډ او شوال کې اوسيږي
کاکا خېل، سره گنډه، تره کي گنډه، غوټي گنډه چې په ډنډ کې او سيږي
ملکا خېل، بودر خېل، مسيري خېل، ايبار خون خېل، گري خېل، خدري، گرړخېل، ميسون خېل او خړه شوپه چې زيات شمېر يې په ځوی او لږ شمېر يې په دويگر کې استو گنه لري
همداراز حکيم خېل په ډنډ او رباط کې استو گنه لري
سهېلي پښتونخوا سيدان: د سهيلي پښتونخوا سيدان په پښين، سرانان، ژوب، چمن، لورلايي، او کوټه کې استو گنه لري چې مشهور ښا خونه يې ښاديزي، عمرزي، حيدرزي او ابراهيمزي دي٠
د کوټي په سیدانو کې د سیدعبدالنافع اغا کورنۍ چي شادیزي سیدان دي دیادولووړ دي.
په پښين کې دسيدانو يوه بله مشهوره کورنۍ هم شته چې مشر يې دسرانانو علي اغا دی چې يو ستر عالم ،مدرس او دکويټې،پښين او کراچۍ په پښتنو او غير پښتنو کې ډېر شمېر مريدان اوارادتمندان لري٠
بايد زياته کړو چې سيدانو د هند په نيمې وچې باندې د١٤١٤ ميلادي کال نه تر ١٤٥١ ميلادي کاله پورې واکمني کړې ده چې د دوی واکمني د سيدانو د واکمنۍ په نا مه سر ه يا ديږي چې دځينو مشهورو واکمنانو نو نو مو نه يې په لا ندې ډول دي :
خضرخان، سلطان مبارک شاه، سلطان محمد شاه اوسلطان علاؤالدين.[۵]
افغا نستان او پښتونخوا کې د سيدانو مشهور شخصيتونه
افغانستان و پښتونخوا کښې د سېدانو مشهور شخصيتونه په دې ډول دي[۶]
د ختيز نابغه علامه سيد جمال الدين افغاني
دپښتو ژبې ليکوال، شاعر او فيلسوف ارواښاد استاد ښاغلی گل پاچا الفت.
د اعليحضرت محمد ظا هر شاه دواکمنۍ په وخت کې دعدليې وزيرار واښاد ښاغلی سيد شمس الدين مجروح
دکابل پوهنتون استاد ارواښاد شهيدسيد بهاؤ الدين مجروح٠
دقبايلو دوزارت پخوانی معين ښا غلی سيد مسعود پو هنيار
دکونړونو پخوانی والي ښاغلی سيد فضل اکبر
دکونړ او سنی والي ښاغلی سيد فضل الله واحدي
سياسي شخصيت او ليکوال شهيد ښاغلی سيد يو سف ميړني
په ولسي جر گه کې دخوږيا ڼيو پخوانی استازی ښاغلی فاروق ميړنی
دپښتو ژبې ليکوال ښاغلی سيد حسين پاچا
دپښتو ژبې شاعره، ليکواله او ويندويه اغلې مير من مستوره شال
دپښتو ژبې ليکواله او ويندويه اغلې مير من پروين علي
ستر روحاني شخصيت سيد علي تر مذي مشهور په پير بابا
د افغانستان دملي محاذ مشر ښا غلی پير سيد احمد گيلاني
د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو (وفاWafa) د مرکز پخوانی ریس عبدالرسول امین
ښاغلی سيد اسحق گيلاني
ښاغلې مېرمن فا طمه گيلاني
د ننگرهار دليسې پخوانی مدير ښاغلی سيد مقصود سعيدي
د ننگرهار دسره رود قومي مخور ارواښاد معشوق جان اغا
ښاغلې دکتور کبرا مظهري مايار
دپښتو ژبې مشهور شاعر ښاغلی سيدمحمدطا هر بينا
دپښتو ژبې شاعر او ليکوال ښاغلی سيد نورالله ځل
سرچینې:
ډاکټر لطيف ياد شخصي ياددښتونه
تاريخ حيات افغاني، دپېښور چاپ ٤٥٥ مخ
دبېنوا دويبپا ڼې مشر ښاغلي خالد هادي حيدري را استول شوي معلومات
پښتني قبيلې دپېښور چاپ ١٧٩ مخ<
هندوستان پر اسلامي حکومت،دمفتي شوکت علي فهمي اثر ٣٥٠- ٣٦٠ مخونه، دهلي
ډاکټر لطيف ياد شخصي يادونه
يادښت: ځيني بيا په دې اند دي چي افغان سيدان له اصله پښتانه سيدان دي نه عرب.
