تاريخي ليکنې
کندهار، موذن خانه، ۱۹۰۸ع کال
د احمدشاه_بابا په دوره کي د افغانستان مشهورو او لويو مساجدو ته ځانګړي موذن خانې جوړي سوې چي پکښي يوازي اذان کېده او دولت به د هيواد نامتو قاريانو او موذنانو ته تنخوا ورکوله او دا به اکثره د کورنۍ پر بنسټ وې، یعني چي يو څوک به مړ سو بيا ئې هغه ځای زوی ته ورکاوه، د کندهار د خرقې شريفي موذن خانه تر ټولو د ودانۍ له اړخه ښايسته او لوړه وه او اذان به ئې د ښار ټولو برخو ته په اسانۍ رسېده[البت سپيکرونه هغه وخت نه وه]، دغه موذن خانه د امير حبيب الله خان په دوره کي د خرقې شريفي د مسجد په سرای ګډه سوه او اوس وجود نه لري.
د کندهار د موذن خانې مسولين بيلابېل وه خو د ملا عبدالرحمن په نامه کس د امير حبيب الله خان په دوره کي د خرقې شريفي موذن وو.
دې البوم کي د...
نور ولوله
د محمدزو د ستر نيکه محمد نیکه قبر، ارغسان، کندهار افغانستان
د (۱۵۹۱ع) په شاوخوا کي کندهار د ارغسان په جنوب ختیځ [سندرزو/برج کلی] کي یو مشر او هوښيار سړی ژوند کاوه چي [محمد] نومېدی. هغه د پښتنو د درانو د ټبر د ځيرک پښې د [بارکزي] مشر زوی وو چي د کندهار د سیمي د بارکزو مشر وو او له همدې کبله د هغه اولاده [محمدزی] چي سوونو کاله ئې پر پښتنو واکمني کړې ده؛ پښتانه شاهي ټبر وايي، که څه هم محمد په ارغسان کي اوسېده خو د محمدزو مرکز د هلمند پرغاړه په ګرشک کي د بارکزو ناوه وه.[و ګ: حيات افغاني]
محمد_نیکه چي د محمدزو د قبیلې مورث اعلی بلل سوی دئ، پر مقبره يې ارواښاد ظاهرشاه ستره ډبرينه شنخته جوړه کړه، د مجاهدينو پر مهال د شپې يوه ډله راغلل تر څو دغه ډبره يوسي، خو ددې کلي يوه کس ... دغه ډبره کورته يوړل چي تر ننه له هغه سره ده....
نور ولوله
هلمند، افغانستان، د سردار مددخان ساګزي مقبر
له نن څخه ۲۴۰ کاله وړاندي د هلمند په سيمه کي د يوه سردار نوم ډېر ليدل کېږي چي ددې سمي د لښکر مشرتوب ئې کاوه او په احمدشاهي لښکر کي تر سردار جهان خان پوپلزي وروسته سردار مدد خان ساکزی لوی سپهسالار او تکړه نظامي کس وو.
د مدد خان اصلي نوم دلاور خان دئ، پلار یې د احمدشاهي عصر اوڅار رکن دلدارخان نومېدی چي د شاه پسند خان په لقب ویاړلی وو.
کله چي د تېمورشاه په دوره کي د کشمير مرتضى خان او زمان خان پاڅون وکړ، تېمور د هغوی د ټکولو د پاره د سردار مددخان ساکزى په مشرتوب ۳۰زره کسيز لښکر ولېږه، د دواړو دښمنو او مخالفو ډلو تر منځ څو ورځي پرلپسې سختو جګړو توانونه واړول خو يوې خوا ته هم برى په برخه نه سو، نو سردار مددخان په هوښياري جګړه ودروله او په ډېره ځيركتيا سره يې د ...
نور ولوله
د افغان تاريخ له عبرته ډک انځور
د افغان تاريخ له عبرته ډک انځور/ The Last Man:
له نن څخه ټيګ ۱۸۰کاله د مخه په همدې ورځ [۱۸۴۲ع جنوري ۱۴] د افغان انګرېز د لومړی جګړې پر وخت چي انګرېزانو د يرغل په نيت کابل ته ۱۶۵۰۰ عسکر بيولي وه، يوازينی ژوندی کس همدغه پر اس سپور کس وو چي [ ډاکټر_برايډن] نومېږي او په نړيوال تاريخ کي دغه تابلو په [د کابل څخه راوتل] يادېږي چي د لومړۍ افغان انګریز جنګ تر ټولو مشهوره رسامۍ ده او په برتانیه کي یو موزيم کې ساتل کیږی.
په دې کال په افغانستان کي سختي واوري سوي وې، دا چي اکثره انګرېزي جنګيالي د ګرم هند څخه له پنجابيانو، سيکانو او بنګاليانو سره ملګري افغانستان ته تللی وه، د افغانانو په ځانګړي ډول پښتني قبايلو لخوا په خپلو چاوڼيو کي تر بريدونو لاندي نيولو وروسته...
نور ولوله
کندهار، افغانستان، د سردارکندل خان مسجد/موی مبارکه
درې پېړۍ وړاندي احمدشاه بابا په تش جېب کوښښ پيل کړ چي د سيمي امپراتوري پښتنو ته يوسي او پښتانه د سيمي د يوه واکمن ټبر په حيث مطرح کړي، بابا په سيمه کي د بېلابيلو وياړونو او لاسته راوړنو په شکل پښتي وطن غني کاوه، روايت دئ چي احمدشاه بابا له بخارا څخه د خرقې شريفي راوړلو وروسته له هندوستان څخه د حضرت محمد د ږيري ورېښته راوړ چي د کندهار په زړه جامه کي چي هغه وخت د کاکړانو ملايانو په لاس کي وه، په درنښت کښېښول سو، وروسته بيا سردار کندل خان دغه ورېښته د کندهار هغه جامع ته راوړ چي ده تازه پر خپله شخصي نیم جریب مځکه جوړه کړې وه، او هغه به پکښي د مازیګر او ماښام لمونځ کاوه. [سردار کهندل خان د سردار پاينده خان ۱۲ زوی او امير دوست محمد خان ناسکه ورور وو چي له۱۸۲۳-۱۸۲۹ع پوري د باميانو او بيا وروسته تر دوهم افغان انګرېز جنګ پوري د ک...
نور ولوله
افغان بلوڅان هلمند۱۹۱۰ع
بلوڅ یا بلوڅان په افغانستان، ایران، پاکستان او عراق کي مېشت آندو اریایي توکم دی چي ځانگړی دود، دوستور او کولتور لري. ژبه یې بلوڅي او د وگړو شمېر یې ۲۵ ملیونه اټکلېږي ډېری بلوڅان اهل سنت مسلمانان دي.
ځیني سرچیني په اټکلي توگه ۱۰ مېلیونه په پاکستان، ۳ مېلیونه تنه په ایران،۵۰۰٬۰۰۰ تنه په افغانستان، ۴۳۴ زره تنه په عمان، ۲۰۰ زره تنه په عربي اماراتو او یو شمېر په تاجکستان، ترکمنستان او یو شمېر نورو هيوادونو کي اوسېږي.
افغان تاريخ کي بلوڅان له احمدشاهي دورې څخه په افغان دولت کي ښکاره ځای لري چي میر محمدنصیر خان احمدزی د بلوچستان (کلات) شاهی دولت یو اولسمشر (خان) د افغانستان د ستر ملي مشر اعليحضرت احمد شاه بابا يو له نږدې ملگرو او پوځي قوماندانانو څخه وو او د نشاپ...
نور ولوله
په يخ کي د افغانانو جامه/پوستين
پخوا چي ژوند اکثره غرنيز وو، نو په يخ کي به د اغوستلو اکثره شيان د حيوانانو له وړيو لرونکو پوستونو جوړېدل چي انسان به ئې ګرم ساته، د اوسني کوټونو په شان له وړيو جوړ پوښاک يې [پوستين] باله او د د صدرۍ په شکل پوستين يې [پوستينچه] بلله چي پر ژيو به ئې ښايسته لاسي خامک کاري سوې وه او اکثره به ډېر ښکلي وه، د زوم د کاليو تر څنګ د حيواناتو له پوسته جوړي موزې، پوستين او پوستينچه د زوموالي سمبول وو.
ويل کېږي چي پوستين تر ټولو لرغونې افريقايي جامه ده چي بيا وروسته نورو ملتونو ته تللې ده، پوستين اوبه نه اخلي او انسان پکښي نستاً له نارغيو ساتلي ساتي.
دا چي خلګو به نيم کال پوستين به غاړه کاوه، نو اکثره وخت به پکښي بدېدل هم، نو سپږي ئې ډېري کولې، پښتو کي د پوستين متل هم...
نور ولوله
گوهر شاد بیگم
گوهر شاد بیگم ( ۱۴۰۵ – ۱۴۴۷ع) د افغانستان په تاریخ کي پیژندل سوې هنري میرمن ده چي د هنرونو معشوقه هم نومېږي، گوهر بېگم د تيموري سلطان شاهرخ ميرمن وه، پلار یې غياث الدين تره خان نومیده او مور ېې خانزاده بيگم وه، د گوهرشاد لوی کار دا وو چي د تيموري امپراتورۍ پايتخت یې د سمرقند ځخه هرات ته رانقل کړ، هرات کي ئې يوه لويه مدرسه جوړه کړه، د شاهرخ سره یې په گډه کلتوري، ادبي او مذهبي کارونه شروع کړه چي په هغه وخت کي دا خوځښت د يوه رنسانس په ډول وو، نوموړي مېرمني په مشهد کي هم لوی مسجد جوړ کړ، اتيا کاله یې ژوند وکړ او د خپل ځوان لمسي الغ بیگ سره په درباري او سياسي چارو کي مرسته کوله. د شاهرخ د ژوند په وروستيو کلونو کي گوهرشاد د خپل لمسي علاوالدوله د تخت کښېناستو هلي ځلي پېل کړې خو د وروڼو او تربورو يې مخالفت وکړو. په ۱۴۴۷ع ک...
نور ولوله
د سلطان محمود غزنوي د لمسي شهزاده حسين مزار
لښکرګاه، هلمند؛ افغانستان
له پښتنې مور [فرخزاده] او ترک پلار [سبګتګين] څخه زر کاله وړاندي د غزني نامتو واکمن محمود غزنوي وزېږېد، د محمود له دريو زامنو څخه دوهم تن سلطان مسعود نومېده چي خپلو څلورو زامنو ته ئې د هغوی د واکمنۍ په سيمه کي ودونه کړي وه چي مشر زوی ابراهيم بيا خپل زوی حسين ته د هلمند يوه پښتنه ښځه واده کړې وه، د هغې د اولادونو په اړه مالومات نسته خو په هلمند کي د يوازينۍ غزنوي دورې پاته مقبرې باندي د محمود غزنوي د لمسي د زيارت ګومان کېږي، ارواښاد خلیلالله خلیلی په سلطنت غزنویان کي دلته د غوري دورې مقبرې هم تايد کړي دي.
دغه پرانيستې ګومبده شاوخوا نوري مقبرې هم لري خو مالومات ئې نسته.
دغه اته کونجه مقبره له خوار ډېرو بارانونو او با...
نور ولوله
احمدشاهي مسجد، دامان کندهار، افغانستان
له نيمروز څخه تر ږوب پوري ډېري ودانۍ، مساجد، باغونه او سيمي سته چي خلګ ئې په احمدشاهي باغ، احمدشاهي مسجد، احمدشاهي منزل او نورو نومونو نوموي، پخوا چي موټران نه وه، له يوه ښاره بل ښار ته کاروانونه تلل، لار پر مزلونو وېشل سوې وه، کاروانونو چي به په يوه ورځ کي تر لمر لوېدو څومره لار وهل، هغه به يو مزل باله کېده، او پای به ئې کلا، پړاو، کاروان سرای او رباط باله. د کندهار او کابل پر لار د څلورم مزل په پای کي يو ځای دئ چي خلګ ئې رباط بولي او د کابل څخه تر کندهاره پوري اخري رباط دئ، خلګو به شپه همدلته کوله او سهار به کندهار ته روانېدله، ددې رباط مربوط يو مسجد دئ چي خلګ ئې په احمدشاهي مسجد نوموي.
دا لاندي تصويرونه په کندهار کي د هغه تاريخي مسجد دي چي احمدشاه بابا هم لمونځونه پکښي کړي دي...
نور ولوله
د بُست کلا تاريخي دروازه
د بست کلا د افغانستان د هلمند د بست په سيمه کي؛ د لښکرگا ښار ته څيرمه يوه لرغونې کلا ده چي د افغانستان او آن د نړي په تاريخ کي ځانگړی اومشهور نوم لري.
تاريخ راته وايي چي ددې ښار دبدبه [۳۰۰۰] کاله وړاندي د ورېښمو د لاري يو ستر کاروان سرای وو، د بده مرغه له سکندر څخه پېل بيا علاوالدینو_غوري، چنګېزخان، ګوډ تېمور، نادرافشار، او بېلابيلو پادشاهانو پر دې کلا تېری کړی، خو لا هم ددې کلا ځيني برخي د منځه تلو له ګواښ سره-سره ولاړي دي/وې.
د غزنوي سلطنت درباري او تاریخ_بیهقی ليکوال [ابوالفضل بیهقی] دې ښار ته راغلی او ليکي:
"... له ډېرو هيلو سره مو په چټکی قدم اخيست او په ډيري بې...
نور ولوله
هندوستان کي د احمدشاه بابا د لمانځه ځای او د هر چا کور
تاريخ وايي چي کله احمدشاه بابا په ۱۷۶۱ع کال ډهلی [هندوستان] فتح کړ، شاهي ماڼۍ ته له تګ مخکي یې د زاړه ډهلي په مرکزي مسجد کي د شکرانې لمونځ وکړ او اکثره وخت به دلته اوسېده.
د بي بي سي خبریال یما بارز د "ابدالي پلونو" په لړۍ کي وايي:
"کله چي بابا مسجد ته ننوت، مخامخ مهراب ته ورغلی، له عالم ګير ثاني سره یې ولیدل. ورته وویل چي د ډیلي واکمني دي درته مبارکه وي او د ورور خطاب یې ورته وکړ. ددې جومات روحاني مقام اوس هم اغېز لري او دوې غاړي د ناستي لپاره اوس هم جومات ټاکي".
دغه ځای مسجد_فتح_پوري يادېږي چي د زاړه ډيلي چاندني چوک کي دئ.
فتحپوري جومات په ۱۶۵۰ع ک...
نور ولوله
غوغا ښار يا شهر غُلغله
د مرکزي افغانستان د باميانو په شنه دره کي د بودا مسجمې پر مخامخ غره پر سر يو وړوکی وران ښار پروت دئ چي د غلغلې_ښار یا شهرغلغله نومېږي. ياد ښار د اسلامي پېړيو له لومړيو څخه تر اوومي هجري پېړۍ په سيمه کي د ځينو اسلامي حکومتونو لکه غزنويانو او غوريانو پلازمېنه وه.
دغه ښار چي د پاچاهانو په ښار هم په افغاني افسانو او نقلونو کي يادېږي ډېر تاريخي روايات لري چي د وخت پېښي، وضعيت او تاريخي ارزښت سړی حيرانوي.
مورخين په دې اند دي چي دغه ښار اصلاً ساسانيانو ودان کړی چي د ۲۲۴-۶۵۱ ع کال پوري په نژدې ختیځ کي یوه ستره واکمني وه چي مرکز یې په ایران او عراق کي پروت وو. پلازمېنه یی تیسفون وو او رسمی ژبه پهلوی ژبه وه. په دی وخت کی هم يمن، تر...
نور ولوله
ميس عينک کان؛ د پنځه زره کلن زوړ ښار تاريخ او پای
د مرکزي افغانستان د لوګر يوه غره ته څېرمه سيمه کي د مسو يو لوی کان دئ چي په افغانستان کي د مسو تر ټولو لوی او په نړۍ کي دوهم لوی کان بلل کېږي.
تاريخچه:
له نن څخه۱۸۰۰ كاله د مخه کله چي د کوشاني سلسلې امپراتور کنيشکا بودايي مذهب ومانه، نو په اوله ميلادي پېړۍ کي په افغانستان کي ګريک بوديک تمدن را شين او پر لرغونی ټولنه هر اړ خيز تاثيرات يې وښندل، د نوموړي مدنيت اثرات په افغانستان کي محدود پاته نه سول بلکي د جاپان، کوريا او چين څخه بيا تر اوسني ايران او سيستان، سريلانکا او هند څخه بيا تر سير دريا اوتاجکستان پوري ټولي سيمي تر خپلي اغيزي لاندي راوستلې، د نړۍ له بيلا بيلو سيمو څخه به د مذهبي مراسمو د پر ځای کولو په نيت زيات شمير راهبان، زايرين او سيلانيان پ...
نور ولوله
کابل ښار، ښاريان او د هغوی ژوند؛ ۱۹۱۰ع
کابل د نړۍ یو له پخوانیو ښارونو دی چي په ویدا کي ورته [کبه] او په اویستا کي [کوبه] ویل سوي.
کلاسیک یوناني لیکوالانو دا د[کوفین] یا [کوففس] او [کووا] په نوم هم ثبت کړی او ارسطو [خوسپیس] بللی دئ.
په ۹ او ۱۱مه هجري پېړۍ کي چي مغولو پر افغانستان، هند او سیمه واکمني کوله، د کابل زاړه اثار یې ترمیم او نوي ودانۍ یې پکښي وکړې؛ خصوصاً د هندي مغولو مخکښ ظهرالدین بابر په کابل ښار کي ښې ودانۍ وکړې؛ وروسته چي کله احمدشاه بابا کابل ته ولاړ، هلته ئې د عيدګاه جومات او نوري ودانۍ پېل او جوړي کړې، وروسته چي د دولسمي هجري پېړۍ په پای کي تېمورشاه دراني د افغانستان پایتخت له کندهاره کابل ته ولېږه، دلته یې ښار ته نوې نقشه جوړه کړه، د کابل د غرونو دېوالونه او بالاحصار یو ځل بیا ...
نور ولوله
