د افغان تاريخ سره تړلی انګرېز مسلمان
د افغان تاريخ ورکي پآڼي د افغان تاريخ سره تړلی انګرېز مسلمان
ویلیم هنري کویلیم له نن څخه ۱۷۰کاله وړاندي په لندن کي وږېږېد او په ۷۶ کلني کي ومړ.
په اروپايي او اسلامي تاريخ کي دغه نامتو سړی په ۱۸۸۶ع کال د لندن له اکسفورډ پوهنتون څخه د څارنوال په رتبه بريالی سو، هغه له څه درس وروسته مراکش او بيا وروسته افغانستان ته سفر وکړ، کابل ته د سفر په دوران کي هغه د امير عبدالرحمن خان د زوی سردار نصرالله خان سره وليدل، او ورته ئې يو وخت د ډوډۍ بلنه ورکړله، څو ورځي وړاندي چي وليمم د سردارنصرالله سره په پر ډوډۍ خوړلو بوخت ول چي د دينونو خبره راغله، سردار نصرالله خان ورته د اسلام بلنه ورکړه او ويليم له وخت غوښتلو وروسته اسلام ومانه او نوم عبدالله قلیم ته بدل کړ چي وروسته د مصطفی عبدالله کلیم په نوم مشهور سو.
په کابل کي له يو کال تېرولو وروسته هغه لندن [انګلستان/انګلينډ] ته ولاړ او هلته ئې لومړنی مسجد پېل کړ او ددې جومات لپاره پیسې د هغه ملګري [د افغانستان شهزاده_نصرالله_خان] ورکړي وې. وروسته هغه د اسلامي عقیدې او دعوت په نوم کتاب هم ولیکه.
د برتانیا پخوانی لومړي وزیر [ټوني بلېر] په یوه وینا قلیم د انګلستان د لومړنيو مسجد جوړونکو څخه وګاڼه.
شاه امان الله خان هغه ته دوه ځله په کابل کي درنه مېلمستيا ورکړه او نوموړي ئې د افغانانو او مسلمانانو شريک اتل وګاڼه، کله چي هغه په ۱۹۳۲ع کال په لندن کي مړ سو، د تورکيې ۳۴خليفه سلطان عبدالحمید هغه ته د شېخ الاسلام او د ایران شاه د شمس علم لقبونه ورکړ.
شهزاده نصرالله خان څوک وو؟
مارشال سردار نصر الله خان نايب السلطنة اعتواد الدولة د امير عبدالرحمن خان او اصل بېگم زوی، د امير حبيب الله خان ورور او د امير امان الله خان تره/اکا وو. کله چي امير حبيب الله خان د لغمان ولايت په کله گوش کي ووژل سو نو سردار نصرالله خان په ننگرهار کي ځان د افغانستان پاچا اعلان کړ چي ډېر ژر د امير امان الله خان په امر ونيول سو او بندي سو، هغه تقريباً د ژوند تر پايه په همدې کشمکش کي ژوند وکړ او په ۱۹۲۰ع کال کي ومړ.
William Henry Quilliam (1932), who changed his name to Abdullah Quilliam and later Henri Marcel Leon or Haroun Mustapha Leon, was a 19th-century convert from Christianity to Islam, noted for founding England's first mosque and Islamic centre.
Quilliam converted to Islam in 1887 after visiting Morocco to recover from an illness. Quilliam purchased numbers 8, 11 and 12 Brougham Terrace, Liverpool, following his conversion, thanks to a donation from Nasrullah Khan, Crown Prince of the Emirate of Afghanistan. 8 Brougham Terrace became the Liverpool Muslim Institute, the first functioning mosque in Britain; it opened on Christmas Day, 1889
