کندهار، د ميرويس نيکه کور
۳۵۰کاله وړاندي ميرويس نيکه د اوسني زابل ولايت د شينکۍ ولسوالۍ د مرکز لمرخاته خوا؛ د سره غره په لمنه کي د ښالم خېلو په کلي کي وزېږېد چي اوس هم په دغه کلي کي يوه برجوره کلا ولاړه ده چې د (ښالم خان کلا) يې بولي. هغه وخت چي د ميرويس نيکه پلار ملک ښالم خان د هوتکو مشر سو نو د کندهار کوکران ته چي د هرات او کندهار پر لويه لار پرته هواره مځکه ده، په کډه ولاړ [زه نه پوهېږم چي ولي ئې دغه ځای خوښ کړ؟]
د پټي خزانې او نورو سرچينو په حواله کوکران ځکه په هوتکي دوره کي مهم دئ چي هم افغانان د د کندهار د ايراني والي ګورګين څخه په شکايت کوکران کي د ميرويس نيکه کورته راغله او هم لومړی لويه جرګه په دې کلي کي سوې ده.
د کندهار د نامتو طنز ليکونکي عبدالنافې همت په ماخذ اوس د کوکران په کلي کي يوه خټينه کلا ولاړه چي د کندهار خلګ ئې د ميرويس نيکه کلا/کور بولي. دغه کلا کي د ميرويس نيکه د وورو يحيی خان کورنۍ اوسي چي مشر يې رحمت الله خان نومېږي.
ياده کلا شپېته په شپېته متره کي پر څلورو برجونو/کونجونو وېشل سوې، شمال ته ئې فيل خانه وه چي اوس هم يوه کوچنۍ دروازه لري چي مزدورانو به له دې لاري فيلانو ته اوبه او خواړه ور وړل.
کلا يو درې ګومتيز جومات او يوه حجره لري چي ميرويس نيکه په اولسي ستونزي پکښي هوارولې چي د ښه مرغه اوس هم ودان دي چي دننه ئې په کندهاري سبک په ګچو پلستر سوی دي.
د بده مرغه دا کلا اوس دنړېدو له خطر سره مخامخ ځکه چي کلا د خلګو ملکيت ده، نو کېدای سي خرڅه يا پر کورونو ووېشل سي، نو دولت په تېره بيا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او يونسکو سازمان ته وړانديز دئ چي دغه کلا رانيسي او ميوزيم ځني جوړ کړي، په دې سره به هم کلا وژغورل سي او هم به سيلانيان ورته راځي.
په دې اړه تفصيلي څېړنه د همت صاحب په لاندي ليکنه او عزيزي صاحب ويډيو کي ووينئ!
Mirwais Grandfather House, Kandahar
Mirwais Khan Hotak (1673–1715), was a Pashtun from Kandahar, Afghanistan and the founder of the Hotak dynasty that existed from 1709 to 1738.
In 1709, after overthrowing and assassinating Gurgin Khan, the Safavid Persian governor, Mirwais Hotak declared independence of the Loy Kandahar ("Greater Kandahar") region, which is now southern Afghanistan.[6] Mirwais Hotak is widely known as Mīrwais Nīkə or Mīrwais Bābā Mirwais the Grandfather" in the Pashto language.
