No-IMG

ټولنې ته د یو شخصیت وړاندې کېدونکی انځور د شخصیت ټول تصویر نه وي

ټولنه لکه آینه داسې ده، ټولنې ته د یو شخصیت وړاندې کېدونکی انځور د شخصیت ټول تصویر نه وي، په عموم کې د انسانانو طبیعت داسې دی چې هغوی د خپلو شخصیتونو خوړل شوی، رژېدلی، سولېدلی او ناقص اړخ له خلکو پټوي او هڅه کوي خلک یې یوازې هغه ښایسته او سینګار شوی اړخ وویني.

په همدې اساس باید د یو چا د شخصیت په یو ښه اړخ یا د ښه سړیتوب په کوم مظهر په هغه د ملایکې ګومان ونه شي.

دا خبره برعکس هم صحیح ده، په خصوص کې ځینې وخت ځینې خلک د شخیت واقعاً ښه اړخونه لري، خو د هغوی د شخصیتونو ښایسته اړخونه ټولنې ته نه ښکاره کېږي، دا کار د دې په خاطر هم کېږي چې دا خلک یا قصدا د خپل شخصیت ښکلي اړخونه ټولنې ته ښودل نه غواړي، یا یې رقیبانو او مخالفینو د تبلیغاتو په زور د دوی د شخصیتونو یوازې بد تصویر ټولنې ته وړاندې کړی وي او یا یې دوی ټولنې ته د ښکاره کولو په هُنر او چل نه پوهېږي او ټولنه یې یوازې هغه ناقص او سولېدلي اړخونه ګوري او په همدې ناقص اړخ یې په ټول شخصیت منفي حُکم لګوي.

لنډه دا چې د هیڅ شخص په ظاهر، په کلي ډول د ښه یا بد حکم ښه نه دی، حُکمونه او قضاوتونه باید نسبي وواوسي، ولو که د یوې کلمې په اندازه قضاوت هم وي، همدا د قرآن کریم لارښوونه ده چې فرمایي:

«وَإِذَا قُلْتُمْ فَاعْدِلُوا وَلَوْ كَانَ ذَا قُرْبَى وَبِعَهْدِ اللَّهِ أَوْفُوا ذَلِكُمْ وَصَّاكُم بِهِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ» [الأنعام: ١٥٢]

ژباړه: او کله چې وینا کوئ؛ پر عدالت یې وکړئ اګر که ستاسې د کوم قریب په اړه وي، او له خدای تعالی سره کړې ژمنه پوره کړئ، په همدې (خبرو) یې تاسو ته توصیه کړې چې پند ترې واخلئ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک