تاوتریخوالی او توندي په تدریج سره د انسان په مزاج کې ځای نیسي
تاوتریخوالی او توندي د یو انسان مزاج ته یو دَمي نه راځي، دا په تدریج سره د انسان په مزاج کې ځای نیسي.
د انسان په مزاج کې د نرمۍ او سختۍ رنګ په لومړي کې د مور او پلار له لارې داخلېږي، بیا د کوڅې، مسجد، مدرسې، مکتب او بازار د ماحول نه په کې رنګونه جمع کېږي.
زه چې د خپلې ټولنې مختلفو وګړو ته ګورم نو فکر کوم چې زمونږ په ټولنه کې یو بنیادي تغییر او کمپاین ته اړتیا ده چې د مزاجونو د نرمۍ لپاره کار وشي، تاسو وینئ چې زمونږ مېندې که ماشومان وهي نه؛ خو هېښوونکې ښکنځلې او تحقیروونکې جملې یې د ژبې وِرد ګرځېدلي وي.
پلرونه خو د اولادونو وهل، ټکول، رټل او ښکنځل خپل فرض بولي، مونږ له بده مرغه داسې ټولنې هم لرو چېرې چې د پلار لپاره د خپلو ماشومانو غېږ کې نیول او مینه ورکول شرم او عار ګڼل کېږي!
د مسجد، مدرسې او مکتب ماحول خو سم لکه د تعذیب مراکز چې وي!
د کوڅې او بازار ماحول خو بیخي د زغمولو نه دی، نو یو ماشوم چې په دغه ماحول کې رالوی شي، هغه به څه عاطفه ولري، څه به یې ترحم وي، څه خواخوږي به له ټولنې سره ولري او څه شوق به یې له ابادۍ او ودانۍ سره وي؟!
ایا له داسې ماحوله راوتلي او په دې ماحول کې رالوي شوي ځوانان به پرته له جنګ، انفجار، د یو بل د حذفولو، د زور او صلاحیت د ناسالم استعمال نه په بله لار راضي شي؟!
نه، نه او هیڅکله هم نه!
إلا ما رحمَ ربِّي
دا حالت بدلول غواړي. دا د شریعت او فطرت جدي تقاضا ده، په مونږ کې هر یو د دې حالت د بدلولو مسئوليت لري، ځکه چې په یو نه یو ډول هر یو مو د دې حالت عامل دی او هر یو یې بېرته قرباني یو.
