د انسان د ملا په تیر کې هغه اخېرني هډوکي د ميموري کارت فعاليت لري
په تصویر کې د انسان د ملا په تیر کې هغه اخېرني هډوکي ته اشاره شوې، چې په حدیث کې ورته (عجبِ ذنب) او د طبي ساینس په اصطلاح کې ورته ټیل بون (Tail bone) ویل کیږي. د ساینس په وینا: که د انسان مرگ په هر حالت کې وشي، که په اور کې وسوځول شي، که په اوبو کې غرق شي او ولو که په ځمکه کې له خاورو سره خاورې شي، لاکن د هر انسان په ملا کې د دغه (عجب ذنب) هډوکی جینیاتي وجود، تر لکونو او ملیونو کاله پورې هم نه خاورې کېږي او نه ضایع کېږي.
نوي ساینس پخپل تحقیق کې زیاتوي، چې د انسان د ملا په دغه هډوکي کې عجیب حکمت دا دی، چې: دغه هډوکی د انسان په وجود کې د میموري کارډ یا (توربکس) غوندې فعالیت لري، یانې په دغه هډوکي کې د انساني تخلیق رازونه (DNA) قد و قامت، وزن، د خلیاتو تعداد، د وینی گروپ او حتٰی چې د گوتو تر نښانو پورې مکمل تفصیلات اللّٰه جل جلاله په دغه (عجبِ ذنب) هډوکي کې ساتلي دي. ځکه په قرآن او حدیث کې له دغه هډوکي څخه د قیامت په ورځ بېرته د انساني نسل ژوند، تخلیق او تکمیل ته اشاره شوې ده.
الحدیث : کُلُّ اِبْنِ آدَمْ یَا کُلُهُ التُّرَابْ اِلَّا عَجْبِ ذَنَبِ مِنْهُ خَلْق وَفِیْهِ یَرْکَبُ o
ژباړه : ټول د آدم اولاده به له خاورو سره خاوری شي، پرته د (( عجب ذنب هډوکي)) انسان له هغه څخه تخلیق شوی او بیا به هم تخلیق کېږي ( د قیامت په ورځ)
حدیثِ صحیح مسلم :
راوی : حضرتِ ابو هریره رضی الله عنه
کاپي
