د هېواد او نړۍ خبرونه
مهم ترین های امروز دوشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد د اسلامي امارت د غړو پر بې مسوولیتۍ نیوکې کړي او ویلي یې دي چې په حساسو حالاتو کې د اسلامي امارت ځینې مشران په کورونو کې دي او ځینې نور بیا حج ته تللي دي.
مجاهد په دې رسنیز شوي غږیز کلیپ کې د بغلان په خوست او فرنګ ولسوالۍ کې د مخالفو وسله والو لخوا د اسلامي امارت د بیرغ ښکته کېدو ته په اشارې ویلي، چې په ځینو مواردو کې د اسلامي امارت افراد او قوماندانان سم اطاعت نه کوي.
نوموړي د اسلامي امارت د غړو پر دې بې مسوولیتۍ نیوکه کړې او وايي، چې په داسې حساسو حالاتو کې د اسلامي امارت ځینې مشران په کورونو کې دي او...
نور ولوله
مهم ترین های امروز یکشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د هېواد په غزني او نورستان ولایتونو کې سېلابونو ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، وروستیو سېلابونو بېلابېلو ولایتونو کې د ځاني زیان ترڅنګ خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اړولي او په سلګونه کورونه يې ویجاړ کړي دي.
یاد وزارت زیاتوي، دغو سېلابونو ګڼې کرنیزې ځمکې تخریب کړي او د خلکو باغونه يې له منځته وړي دي، چې مرستندویه ټیمونه ورته رسېدلي دي.
بل خوا د نورستان ولایت اوسېدونکي وايي، وروستیو سېلابونو د یوې کورنۍ ۸ کسان مړه کړي او د کونړ او نورستان عمومي سړک د ټرافیکو پر مخ تړل شوی دی...
نور ولوله
مهم ترین های امروز جمعه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د ا.ا د فواید عامې وزارت وایي، چې د نورستان او کونړ ولایتونو تر منځ لاره د غرښویېدنې او سېلابونو له کبله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
یاد وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې ددې لارې د پاکولو عملیات شپږ ورځې وخت نیسي او تر هغه وخت دې پر دغه لارې له تګ راتګ ډډه وشي.
✒: د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي، د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې دواړو لورو پر ملي پخلاینې، ...
نور ولوله
مهم ترین های امروز سه شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: برېښنا شرکت وايي، چې سر له سبا، بیا د لوی اختر تر وروستیو ورځو به برېښنا نورمال حالت ته راوګرځي او پرچاوي به تر ټولو ټیټې کچې ته راټیټه شي.
برېښنا شرکت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ډاډ ورکړی، چې تر لوی اختر وروسته هم د برېښنا خدماتو د ډاډمنتیا لپاره لازم تدابیر په پلان کې لري.
✒: د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ د ا.ا یو پلاوی د قطر په رسمي بلنې نن دوحې ته سفر وکړ.
په دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې مولوي محمد یعقوب مجاهد په دغه...
نور ولوله
مهم ترین های امروز دوشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ پلاوي د ازبکستان صدراعظم له مرستیال او د سوداګرۍ او پانګونې له وزیر سردار عمر زاکوف سره کتلي دي.
په دې کتنه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا او ټرانزیټ باندې خبرې کړې دي.
✒: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي له افغان محصلینو سره کتلي او وايي، د محصلینو ستونزو ته لاسرسی يې لومړیتوب دی او له هرې ممکنې لارې هڅه کوي، څو په هند کې محصلین خپل نیمه پاتې درسونه تکمیل کړي.
په دې لیدنه کې محصلینو خپلې ستونزې وړاند...
نور ولوله
د حکمتيار صاحب څلورم درسي حلقه (حجاب او شرعي لباس) تر عنوان لاندې تر سره شوه
يکشنبه؛ د سرطان۱۲مه، ۱۴۰۱ھش کال:
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير ګلبدين حکمتيار د «حجاب او شرعي لباس» تر عنوان لاندي خپله څلورمه درسي محاضره د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي وړاندي کړه چي گڼشمېر وروڼو او خويندو په کي گډون کړی وو.
نوموړي د تېر درس پر دوام وويل:
شريعت موږ ته ويلي چي د نارينه او ښځينه وو لباس به څنگه وي؟ په عام حالت كي به څنگه وي او د حج او احرام او د لمانځه په حالت كي به څنگه؟ هم ئې د فساد حالت په پام كي نيولى او هم د صلاح؛ هم مكي دور ته ورته حالت او هم مدني دور ته ورته؛ آيا څوك حق لري چي ووايي: د حج په دوران كي چي ستره اجتماع وي، په ملي...
نور ولوله
مهم ترین های امروز یکشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: په تورخم کې افغانستان ته د تلونکي سپین ږیري تر ځانوژنې وروسته په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت پر دې موضوع خواشینې ښودلې ده.
په اسلام اباد کې د دافغانستن د سفارت سرپرست سرداراحمد شکیب تر دې پېښې وروسته تورخم ته تللی او هلته یې د خپلو خبرو پر مهال ټینګار کړی، چې د تورخم له لارې د مسافرو د تګ راتګ ستونزې به ډېر ژر هوارې شي.
د شنبې په ورځ په تورخم کې یوه د لوړ عمر لرونکي کس ځان د ټرېلر موټر لاندی کړی او مړ شوی دی.
دغه سړي له هغې وروسته ځان تر ټرېلر لاندې کړ، چې پاکستاني پولیسو افغانستان ته د نوموړي د دننه کېدو مخنیوی ...
نور ولوله
مهم ترین های امروز شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د افغانستان د علماوو لویه غونډه د ۱۱ ماده ییز پرېکړه لیک په اورولو سره پای ته ورسېده. په دې پرېکړه لیک کې د شیخ هبة الله اخند زاده سره د بیعت د تازه کولو نه علاوه د اسلامي نظام پر ملاتړ ټینګار وشو او له دې نظام څخه هر اړخیز ملاتړ ملي او دیني وجیبه وګڼل شوه.
په دغه پرېکړه لیک کې همداراز د سیمې او نړۍ پر هېوادونو، پر ملګرو ملتونو او نورو نړېوالو سازمانونو، په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونو غږ وشو چې اسلامي امارت د یو مشروع نظام په حیث په رسمیت وپېژني، مثبت تعامل ورسره وکړي، له افغانستان څخه ټول بندیزونه لیرې کړي.
په پرېکړه لیک کې داعش فتنه ګره ډله بلل شوې...
نور ولوله
مهم ترین های امروز جمعه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د اسلامی امارت مشر شیخ هِبت الله اخندزاده د طالبانو له واکمنیدو وروسته د لومړي ځل لپاره کابل ته راغی، یوې لوېی غونډې کې یې گډون وکړ او خپله وینا یې ورته واوروله.
شیخ هبة الله د علماوو د لویې غونډې له گډونوالو د کامل اطاعت تعهد واخیست، د شریعت پر تطبیق، پر عدالت، خپلمنځي اتحاد، استقلالیت او داخلی پانگونو یې تاکید وکړ.
ده له بریا وروسته د شریعت تطبیق د امارت اساسی دنده وبلله.
شیخ شیخ هبة الله که څه هم حکومت د خلکو خادم وباله خو خلکو ته په مختلفو برخو لکه صحت، تعلیم او کار موندنه کې د دولت د خدماتو وړاندې کولو او پدې ب...
نور ولوله
ورور حکمتيار د هېواد له متعهدينو، فرهنگي، تعليمي او جهادي شخصيتونو سره وکتل
پنجشنبه؛ د سرطان ۹مه، ۱۴۰۱ھش کال:
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير ګلبدين حکمتيار نن له غرمې مخکې په څو جلا-جلا کتنو کې د ترکيه مېشتي متعهد مشر حاجي صاحب عبدالربي قریشي، له لندن مېشتي مُتعهد او فرهنګي شخصیت ښاغلي عبدالحکيم دولتزي، د حزب اسلامي د حمايه قطعې له قومندان ښاغلي حاجي اسلام الدين، د إسلامي پوهنتون له رئيس ښاغلي احمد ذکي، د ياد پوهنتون له علمي مرستیال ښاغلي محمد عارف ملکيار، د بريا نړيوال ټلويزيون له مالي او إداري مدير ښاغلي ډاکټر لطيف الله صادق، د کاپيسا ولايت له مشهور جهادي قومندان ښاغلي قمرالدين او دغه راز د کابل ولايت د مشهور جهادي شخصیت حاجي محمد هاشم کاکړ په مشرۍ له يو شمېر فعالو ځوانانو سره وکتل.
په دغ...
نور ولوله
مهم ترین های امروز پنجشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د لویې جرګې خیمې شاوخوا د خال خال ډزو تر اورېدل کېدو وروسته د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې امنیتي ځواکونو پر یوه شکمن ځای ډزې کړې او د غونډې په شاوخوا کې هیڅ ستونزه نشته.
نوموړي ویلي، وضعیت کنټرول دی او څوک دې اندېښنه نه کوي.
✒: د ا.ا ځواکونو نن د لویې جرگې تالار ته نږدې ۳ وسله وال بریدگر وژلي او یو بل یې نیولی دی.
د سرچینو په حواله؛ دغو وسله والو د پولي تخنیک پوهنتون مخامخ بلاکونو ته تر ننوتلو وروسته د ا.ا پر ځواکونو د لاسي بم برید کړی و.
...
نور ولوله
مهم ترین های امروز چهارشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د افغانستان بانک وايي، چې د مرسته کوونکو هیوادونو د بشرپاله مرستو په لړ کې نن د ۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو نغده کڅوړه کابل ته را ورسېده او یو سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.
✒: کورنیو چارو وزارت د ټولو ولایتونو امنیه قوماندانیو او کشفي ارګانونو ته لارښوونه کړې، چې د کابینې د هغې پریکړې د تطبیق لپاره، چې ګنې په بهرنیو اسعارو د ځمکو، کورونو، دوکانونو، مارکیټونو، سرایونو او وسایلو کرایه او پلور منع دی، څارنه او مخنیوی وکړي.
یاد وزارت وايي، چې د سرغړونې په صورت کې به له سرغړونکو سره د قانون مطابق سخت چلند وکړي....
نور ولوله
ورور حکمتيار د هېواد علمي، ادبي، سياسي او جهادي شخصيتونو سره وکتل
دوشنبه؛ د سرطان ۶مه، ۱۴۰۱ھش کال:
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير ګلبدين حکمتيار نن دوشنبه په څو جلا-جلا کتنو کې له ښاغلي عبدالله مؤمني (په هرات ولايت کې د «إنتشارات مؤمني» په نوم د مشهور خپرندويه مرکز مسئول)، له سياسي او ټولنيز فعال ښاغلي انجينير ګلآغا حسني صاحبزاده او همدا راز په ننګرهار کې د حا د ولايتي دفتر د أمير ښاغلي معلم عبدالعلي هدايت په مشرۍ د ياد ولايت له ګڼ شمېر جهادي قومندانانو، قومي متنفذينو او علماءو سره وکتل.
په دغو کتنو پر يو لړ مهمو سياسي، إجتماعي، أمنیتي او فرهنګي موضوعاتو تفصيلي بحث او خبرې وشوې.
ښاغلي حکمتيار ياد پلاوي ته له هرکلي او ښه راغلاست ور...
نور ولوله
مهم ترین های امروز دوشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: اسلامي امارت رسما د علماوو لویې غونډې د جوړېدو اعلان وکړ.
د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې د هېواد علماوو په پرلپسې توګه د یوې غونډې د جوړېدو غوښتنه کوله چې د اسلامي امارت مشرتابه یې غوښتنه ومنله.
مجاهد لیکلي، غونډه نیږدې راتلونکې کې کابل کې جوړیږي او د هيواد له ټولو ولايتونو او ولسواليو څخه به ګڼ شمیر علماء او قومي مخور پکې ګډون وکړي.
✒: د افغانستان د علماوو لویه غونډه د چهارشنبې په ورځ په کابل کې جوړیږي او درې ورځې دوام کوي.
کابل نیوز ته...
نور ولوله
د حکمتيار صاحب لومړی درسي حلقه (حجاب او شرعي لباس) تر عنوان لاندې تر سره شوه
يکشنبه؛ د سرطان ۵مه، ۱۴۰۱ھش کال:
د (حجاب او شرعي لباس) تر عنوان لاندي د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن أمير ښاغلي انجينير ګلبدين حکمتيار ۲مه درسي حلقه د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي دائره شوه چي گڼشمېر وروڼو او خويندو په کي گډون کړی وو.
ښاغلي حکمتيار د تېرې درسي حلقې پر دوام وويل:
له قرآني لارښوونو، نبوي ارشاداتو او له آثارو معلومېږي چي تر اسلام وړاندي؛ مېرمنو څلور ډوله جامې درلودې:
1: د شتمنو، قومي، اجتماعي او مذهبي مشرانو د مېرمنو جامه؛ چي پر خِمار او جِلباب علاوه؛ نقاب د مخ پوښلو لپاره او لاس كښي او...
نور ولوله
