No-IMG

مهم ترین های امروز دوشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد د اسلامي امارت د غړو پر بې مسوولیتۍ نیوکې کړي او ویلي یې دي چې په حساسو حالاتو کې د اسلامي امارت ځینې مشران په کورونو کې دي او ځینې نور بیا حج ته تللي دي.

‏مجاهد په دې رسنیز شوي غږیز کلیپ کې د بغلان په خوست او فرنګ ولسوالۍ  کې د مخالفو وسله والو لخوا د اسلامي امارت د بیرغ ښکته کېدو ته په اشارې ویلي، چې په ځینو مواردو کې د اسلامي امارت افراد او قوماندانان سم اطاعت نه کوي.

‏نوموړي د اسلامي امارت د غړو پر دې بې مسوولیتۍ نیوکه کړې او وايي، چې په داسې حساسو حالاتو کې د اسلامي امارت ځینې مشران په کورونو کې دي او ځینې نور بیا حج ته تللي دي.

دفاع وزارت د ملایعقوب مجاهد ددې رسنیز شوي کليپ په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.

: ‏په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو له تړل کېدو نیږدې ۳۰۰ ورځې اوړي خو لا هم په میلیونونه نجونې ښوونځي ته له تګ بې برخې دي.

یو شمېر نجونې وايي، چې د ښوونځیو د تړل کېدو دوام دوی ناهیلي کړي او ټینګار کوي چې ښايي دا چاره هېواد له پرمختګ محروم کړي.

‏هاخوا تمه وه، چې د افغانستان د علماوو په لویه غونډه کې د نجونو ښوونځیو د پرانیستو پرېکړه اعلان شي خو هغسې ونه شول.

اسلامي امارت ته نیږدې کسان وايي، چې د علماوو په لویه غونډه کې پر دې موضوع پراخ بحثونه وشول.

: ‏د ملي دفاع وزارت هغه شایعات رد کړي چې گواکې د دې وزارت ویب سایټ د «افغانستان اسلامي جمهوريت سايبري اردو» لخوا هک شوی دی.

‏د ملي فاع وزارت وایي چې ویب سایټ او ټولنیزو پاڼو خپرونې یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تر کنټرول لاندې دي او د دې وزارت د رسنیو څانگه د پخوا‌ په څیر له خنډ او ځند خپل فعالیتونو ته دوام ورکوي.

: ‏د هلمند ولایت په باغران ولسوالۍ کې د کولرا ناروغۍ له امله شل تنه مړه شوي دي.

د معلوماتو له مخې د هلمند په باغران ولسوالۍ کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۰ کسان په کولرا ناروغۍ اخته شوي چې شاوخوا ۲۰ تنه یې د دې ناروغي له امله مړه شوي دي.

: ‏د ارزګان ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي چې په دغه ولایت کې راوتلیو وروستیو سیلابونو لږ تر لږه د ۲۶ کسانو ژوند اخیستی دی.

: ‏د افغانستان ا.ا د سیاسي دفتر غړي او ویاند سهیل شاهین ویلي چې تر اوسه پورې مشخصه نه ده چې د نجونو ښوونځي به څه وخت پرانیستل کېږي.

: ‏په نیمروز ولایت کې ولسي سرچینې د اسلامي امارت او ایراني پوله‌ ساتو ځواکونو تر منځ د نښتې خبر ورکوي.

دا سرچینې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، طلوع‌نیوز ته وايي، دا نښته څلور بجې پیل شوې وه او څو ساعته یې دوام پیدا کړی و ‏تر دې دمه د دې پېښې د علت په اړه ډېر جزییات نه‌دي ورکړل شوي او نه هم په نیمروز کې سیمه‌ییزو چارواکو په‌دې اړه څه ویلي دي.

: ‏زابل کې د ترافیکي پېښو له امله نږدې ۵۰ کسان ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت د روغتیا ریاست مسوولینو ویلي، یادې پېښې د زابل په بېلابېلو سیمو کې رامنځته شوي، چې له امله یې ۴۷ تنه ټپیان شوي او ټپیان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته انتقال شوي دي.

‏د دوی په خبره، دغه پېښې تر ډېره د موټر سایکل چلونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوي او د ځينې ټپیانو روغتیایي حالت هم نازک ښودل شوی.

: ‏هرات کې، غالۍ اوبدونکي او سوداګر، کورنۍ غالیو ته د بازارموندنې او بهر ته د صادراتو غوښتنه لري.

په هرات کې دا مهال، د غالۍ اوبدلو شاوخوا لس زره کارګاوې فعالې دي، چې زرګونه کسان په‌کې په کار بوخت دي.

: ‏تیم نیروهای زمینی ترکیه قهرمان مسابقات بین‌المللی تک تیراندازی شد.

وزارت دفاع ملی ترکیه طی اطلاعیه‌ای اعلام کرد که تیم تک‌ تیراندازی فرماندهی نیروهای زمینی کشور در مسابقات بین‌المللی تک تیراندازی به مقام اول دست یافته است.

: ‏شمار مبتلایان به وبا در ایران افزایش یافت.

بهرام کندایی، مدیر روابط عمومی دانشگاه علوم پزشکی کردستان ایران گفت: با تشدید غربالگری بیماران مشکوک مبتلا به وبا، تعداد موارد قطعی مبتلا در استان به 39 نفر افزایش یافت.

: رجب طیب اردوغان، رئیس‌جمهور ترکیه طی تماس تلفنی با ولادیمیر پوتین، همتای روس خود تاکید کرد که وقت اجرای طرح سازمان ملل متحد برای ایجاد کریدور امن جهت صادرات غلات در دریای سیاه رسیده است.

به گزارش مرکز ارتباطات ریاست جمهوری ترکیه، اردوغان در این گفت‌وگوی تلفنی بار دیگر اظهار کرد که به جنگ روسیه-اوکراین برای برقراری صلح پایدار و از طریق مذاکرات باید پایان داده شود و ترکیه مثل همیشه آماده است برای احیای روند مذاکرات هرچه لازم است انجام دهد.

وی همچنین تاکید کرد که آنکارا برای تمدید سازوکار انتقال کمک‌های بین‌المللی به سوریه از طریق گذرگاه جلوه‌گوزو اهمیت قائل است.

: رجب طیب اردوغان، رئیس‌جمهور ترکیه با ولودیمیر زلنسکی، همتای اوکراینی خود تلفنی گفت‌وگو کرده و تحولات اخیر جنگ روسیه- اوکراین و ایجاد کریدورهای امن برای صادرات غلات در دریای سیاه را مورد بررسی قرار دادند.

به گزارش مرکز ارتباطات ریاست جمهوری ترکیه، اردوغان در این تماس تلفنی با بیان اینکه بزرگترین آرزوی آنها برقراری صلح در اوکراین است، گفت به کار بر روی طرحی که توسط سازمان ملل برای ارسال محصولات غلات اوکراین به بازار جهانی تهیه شده است، ادامه می دهیم.

اردوغان با تاکید بر اینکه راه حل بین اوکراین و روسیه در هر صورت از طریق دیپلماسی خواهد بود و برای این منظور باید میز مذاکره باز بماند، اظهار داشت که آماده ارائه انواع حمایت ها از جمله تسهیل و میانجیگری در روند استانبول هستند.

: ‏ستورپېژندونکو تر ټولو چټک ستوری موندلی، چې ویل کېږي د یوه بلک هول یا تور غار شاوخوا څرخي.

څېړونکو ویلي، دا ستوری په یو ساعت کې نږدې ۲۹ میلیونه کیلومتره واټن وهي، چې په یوه ثانیه کې یې چټکتیا پر ۸۰۰۰ کیلومترو اوړي.

وړاندې په دومره چټکتیا پر خپل مدار څرخېدونکی ستوری نه دی کتل شوی.

: ‏د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني وزیر مایک پومپیو واشنګټن پوسټ ته د منځني ختیځ د امنیت په اړه د متحده ایالاتو د ولسمشر جوبایډن وروستي یادښت ته په غبرګون کې ویلي چې د منځني ختیځ په اړه  د بایډن معلومات یا خو کافي نه دي او یا هم ټوکې کوي.

: امریکایي چارواکي وایي، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو یو کلن کېدو سره غواړي چې له دغه هېواده د امریکایي او نورو بهرنیو ځواکونو د وتلو څرنګوالی بیا وارزوي. این‌بي‌سي نیوز راپور ورکړی دی چې د امریکا  د ملي امنیت شورا په یو ټلیفوني تماس کې له دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو څخه غوښتنه کړې ده چې د ترسره شویو تېروتنو د تکرار مخنیوي لپاره باید له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي بیا غور وکړي. د بایډن امنیتي مشاورین غواړي چې یو ځل بیا پر هغه موضوع تمرکز وکړي چې د بایډن اداره یې د خلکو له سختو نیوکو سره مخ کړې ده. امریکایي چارواکي وایي چې د دفاع وزارت او بهرنیو چارو وزارت ترسره شوې ارزونه به د اطلاعاتو په توګه طبقه بندي کېږي او ښایي په علني ډول کانګرس ته واستول شي.

: ‏پاکستان کې چینایي شرکتونو ویلي چې له افغانستان څخه د ډبرو سکارو واردات د لوړې بیې له امله دروي. پاکستان کې چینایي شرکتونه وایي چې د افغانستان د ډبرو سکارو بیې ډېرې لوړې دي او دوی نه شي کولی چې له دې وروسته په همدې قیمت د ډبرو سکاره وپېري.

: ‏د امریکا ولسمشر جوبایډن د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د لوی اختر مبارکي ویلې ده.

بایډن ویلي چې هغه او مېرمن یې د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د اختر مبارکي وايي او هیله لري چې دا اختر ټول په خوښۍ او آرامۍ سره ولمانځي.

: ‏د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې د ډزو له امله ۳ تنه وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د کلیفورنیا ایالت پولیس وایي چې د یکشنبې په ورځ د دې ایالت په جنوب کې په یوه محفل کې د ډزو له امله ۳ تنه وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.

: ‏د بریتانیا د صدراعمظمۍ څوکۍ ته ددې هېواد د بهرنیو چارو اوسنۍ وزیرې « لیز ټراس» هم خپله نوماندي اعلان کړه چې په دې سره د نوماندانو شمېر ۱۱ تنو ته ورسېد.

لیز ټراس ویلي، که صدراعظمه شي، ماليې به راکمې کړي او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر وړاندې به سخت دریځ غوره کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک