No-IMG

د حکمتيار صاحب لومړی درسي حلقه (حجاب او شرعي لباس) تر عنوان لاندې تر سره شوه

يک‌شنبه؛ د سرطان ۵مه، ۱۴۰۱ھ‌ش کال:

 

د (حجاب او شرعي لباس) تر عنوان لاندي د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن أمير ښاغلي انجينير ګلبدين حکمتيار ۲مه درسي حلقه د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي دائره شوه چي گڼ‌شمېر وروڼو او خويندو په کي گډون کړی وو.

ښاغلي حکمتيار د تېرې درسي حلقې پر دوام وويل:

 

له قرآني لارښوونو، نبوي ارشاداتو او له آثارو معلومېږي چي تر اسلام وړاندي؛ مېرمنو څلور ډوله جامې درلودې

1: د شتمنو، قومي، اجتماعي او مذهبي مشرانو د مېرمنو جامه؛ چي پر خِمار او جِلباب علاوه؛ نقاب د مخ پوښلو لپاره او لاس كښي او جرابي د لاسونو او پښو پټولو لپاره كارول كېدل. داسي لكه چي د بريتانيا شاهي كورنۍ او مَلِكَه ئې په رسمي غونډو كي پر مخ د جالۍ نقاب اچوي او لاسونه ئې په لاس پوښو كي پټ وي. اسلام دا اشرافي جامه داسي نفي كړه چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: په حج كي به مُحْرِمِي مېرمني نه نقاب كاروي او نه لاس پوښي؛ همغسي لكه چي نارينه د سر او پښو له پټولو او د گنډل شوو جامو له اغوستلو منع شوي؛ په دې سره هم د نارينه وو تر منځ توپيرونه له منځه تللي او يو رنگوالى رامنځته شوى او هم د مېرمنو تر منځ.   

 

2: د وينځو جامه چي سر، غاړه او لاسونه ئې هم لوڅ او تر زنگونو لاندې پښې ئې هم؛ نس او شا به ئې پټ وو

 

3: هغه چي له لومړۍ ډلي سره ئې توپير يوازي په دې كي وو چي مخ، پښې او لاسونه به ئې لوڅ وو.  

 

4: هغه چي له درېيمي ډلي سره ئې توپير يوازي د جِلباب نه كارول وو.

 

نوموړي زياته کړه:

داسي معلومېږي چي نن په افغانستان كي هم مېرمني همداسي څلور ډوله جامې اغوندي؛ درې ئې مخكنۍ او وطني او يوه ئې له اروپا راغلې او د وينځو جامو ته ورته؛ سر، وېښتان، غاړه، سينه او پښې تر زنگون او حتى تر زنگون هم پورته؛ بربنډي يا بربنډو ته ورته؛ جرابو كي. د جاهليت دور وينځو باندي هغه جامه اجتماعي او اقتصادي لاملونو تحميل كړې وه؛ ځيني له مور پلار وينځي او غلامان پيدا شوي وو؛ او ځيني فقر او مسكنت يا اسارت غلامۍ ته اړ كړي وو؛ له غربپالو مېرمنو سره ئې توپير په دې كي دئ چي دا يا له فكري او اخلاقي پلوه د غلامۍ په لومو كي نښتي؛ يا غربي ځواكونه راغلي؛ زموږ هېوادونه ئې نيولي او خپله جامه ئې پر موږ تحميل كړې؛ يا زموږ واكمنان، پاچايان او شتمن غرب ته تللي؛ هملته ئې خپله او د خپلو مېرمنو جامې لري غورځولې او كله چي هېواد ته راستانه شوي نو پر نورو ئې دا جامه تحميل كړې؛ خپله مېرمن، د لوړ پوړو دولتي مأمورينو مېرمني او د ښوونځيو نجوني ئې گمارلې چي ملي جامه په غربي جامې بدله كړي؛ د وينځو غلامي اجتماعي او اقتصادي وه خو د غربپالو غلامي؛ فكري، فرهنگي او اخلاقي ده.

 

د ښاغلي حکمتيار پر وينا؛ قرآن د مېرمنو د ستر په اړه د خِمار، جلباب او حجاب يادونه كوي. دا چي خمار څه شی دی؟ نوموړي په همدي اړه خپل وضاحت په لاندي توگه وړاندي کړ:

خِمار هغه واړه ټيكري ته وايي چي مېرمني ئې پر سر اچوي او غاړه، گرېوان او سينه هم پرې پټوي؛ هلته چي فرمايي:

...  وَلا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ ...  النور 31

... او خپله گاڼه دي نه څرگندوي؛ مگر هغه ئې چي څرگنده وي او خپل ټيكري دي پر خپلو گرېوانونو واچوي ...

 

هغه زياتوي چي دلته دوه لارښووني زموږ مخي ته ځلېږي

1- مېرمني د خپلي گاڼې له ښودلو منع شوې؛ مگر له هغه څه ئې چي څرگندي وي؛ د مَا ظَهَرَ مِنْهَا په اړه ځيني مفسرين وايي: مراد ئې د مخ او لاسونو اړوند گاڼه؛ لكه گوتې، رانجه او په نكريزو سره نوكان دي؛ يعني گاڼه او اړوند محل او غړي ئې؛ ځيني غاړگۍ او غوږۍ هم پرې اضافه كوي او ځيني ئې هغه جامه گڼي چي له جلباب بهر پاته وي؛ لكه د اوږده كميس لمن او پرتوگ. دا چي په دغو آراءو كي كومه ئې صحيح ده؛ وروسته ښودل كېږي. له دې آيت معلومېږي چي پر جامې د زينت اطلاق صحيح نه دئ:

 

2- (فَلَيۡسَ عَلَيۡهِنَّ جُنَاحٌ أَن يَضَعۡنَ ثِيَابَهُنَّ غَيۡرَ مُتَبَرِّجَٰتِۢ بِزِينَةٖۖ) النور 60

نو په دې كي هيڅ گناه پرې نشته چي خپلي جامې ايسته كړي (په دې شرط چي) د زينت نه ښكاره كوونكې وي، ...

په دې آيت كي (ثياب) او (زينت) بېل بېل راغلي؛ زينت گاڼې ته وايي او ثياب جامې ته؛ يعني چي جامه دلته د زينت په ضمن كي نه ده راغلې؛ سپين سري مېرمني ته د خمار او پړوني نه كارولو رخصت وركړى شوى خو د گاڼې ښودلو اجازه نه لري.

 

همدا راز نوموړي د واړه ټيكري (خِمار) په اړه د قرآن لاندي آيت إشاره وکړه چي وايي:

....وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ او خپل ټيكري دي پر خپل گرېوان واچوي.

قدرمن مشر د ذکر شوي آيت پر استناد زياته کړه:

له دې الفاظو په څرگنده توگه معلومېږي چي د ټيكري يوه پيڅه به پر سر پرته وي او بله ئې پر غاړي، گرېوان او سينه؛ جيوب د جيب جمع ده؛ معنى ئې د كميس هغه چاود او پرانستې برخه ده چي سر او غاړه ترې راوځي؛ د ټيكري يوه پيڅه بايد داسي پر گرېوان واچول شي چي غاړه او سينه پټه كړي؛ لكه چي گورئ دلته او د قرآن په بل هيڅ آيت كي د مخ هيڅ يادونه نه ده شوې او دا ښيي چي مخ په پټولو كي شامل نه دئ؛ كه شامل وى نو لومړى به ئې مخ يادولو او بيا گرېوان؛ متأسفانه ځيني مغالطه كوي او وايي: د سر يادونه هم نه ده شوې؛ دوى ته وايو: مېرمنو به خمار كارولو خو يوازي وېښتان به ئې پرې پټول؛ په دې آيت كي ورته ويل شوي چي گرېوان، غاړه او سينه هم پرې پټ كړئ؛ او دا ښيي چي مخ شامل نه دئ. د حلال او حرام، جائز او ناجائز پرېكړه؛ په هر څه او هر كار كي؛ الله تعالى ته مختص ده؛ هيڅوك حق نه لري هغه څه حرام كړي چي الله تعالى نه دئ حرام كړى؟!! او داسي څه ووايي چي الله تعالى نه دي ويلي؟! د اسلام له نظره يوازي هغه څه حرام دئ چي الله تعالى حرام كړى وي؛ او پيغمبر ئې ويلي وي چي دا د الله تعالى له لوري حرام شوى؛ يعني حرام فقط هغه دئ چي د حرمت په اړه ئې صريح نص راغلى وي، نه بل څه.

 

د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير د خِمار په اړه خپل وضاحت په لاندي ټکو را ټولوي او وايي:

دا بايد په پام كي ولرو چي خِمار داسي كومه جامه نه وه چي اسلام او مسلمانانو اختراع كړې وي؛ لا له وړاندي په عربانو كي مروج ټيكرى وو چي مېرمنو به خپل سر او وېښتان پرې پټول؛ قرآن فقط دا لارښوونه ورته كړې چي يوه پيڅه ئې پر گرېوان هم واچوئ.

 

د خمار په اړه له تفصيلي وضاحت وروسته ښاغلي حکمتيار پر «جِلْبَاب» هم تفيصيلي بحث وکړ او زياته ئې کړه:

جلباب لوى پړوني او ټيکري ته وايي چي مېرمنو به پر خپل سر او اوږو اچولو، خپله جامه به ئې پرې پټوله او د بدن هغه غړي او لوړي ژوري به ئې پرې پټول چي مېرمني نه غواړي جوت شي او د نامحرم سترگې پرې ولگېږي؛ د پښتنو لوى پړوني ته ورته. هغه د موضوع د لا روښانتيا په اړه د احزاب سورې پر 59م نمبر آيت إستناد وکړ، هلته چي فرمايي:

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلابِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ يُعْرَفْنَ فَلا يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا. الأحزاب 59

اې نبي! خپلو مېرمنو، خپلو لوڼو او د مؤمنانو مېرمنو ته ووايه چي خپل پړوني پر خپلو ځانونو راتاو او ورنږدې كړي؛ همدا دې ته نږدې ده چي وپېژندى شي او ونه ځورول شي؛ او الله مهربان بخښونكى دئ.

 

هغه زياتوي چي دلته د جلباب په اړه د (يُدْنِين) لفظ كارول شوى؛ چي معنى ئې ځان ته نږدې كول دي؛ بايد وگورو چي ولي د (يَلْبَسْنَ: واغوندي؛ يَضْرِبْنَ: واچوي يا ووهي او يُغَطِّين: وپوښي)؛ الفاظ نه دي كارول شوي؟ د دغو الفاظو له نه كارولو معلومېږي چي جلباب نه د كميس په څېر دئ چي اغوستل كېږي؛ نه د چادري په څېر دئ چي ټول ځان په كي پټېږي او نه د خمار په څېر دئ چي يوه پيڅه ئې پر سر اچول كېږي او بله پر گرېوان؛ بلكي له دې ټولو توپير لري؛ له (يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلابِيبِهِنَّ) معلومېږي چي د جلباب پيڅي پر ځان راتاوېږي؛ ځكه (مِن جَلابيب: د جِلبابونو) ويل شوي؛ يعني د جِلباب يوه برخه؛ دې مطالبو ته په پام سره ويلى شو چي دا لوى څادر او ټيكرى دئ چي د جامې له پاسه اچول كېږي او پيڅي ئې ځان ته نږدې نيول كېږي.  

د نوموړي پر وينا د آيت له وروستۍ برخي (وَكَانَ اللهُ غَفُورًا رَحِيمًا) معلومېږي چي:

الف- كه مېرمني د كوم دليل له مخي؛ له جلباب پرته ووځي نو الله تعالى به بخښونكى ومومي.

 

ب- كه تر دې وړاندي له جلباب پرته وتلې؛ نو غفور او رحيم خداى به ورته مغفرت وكړي؛ خو دوهم تعبير ځكه ډېر دقيق نه دئ چي تر حكم او لارښووني وړاندي عمل؛ گناه نه گڼل كېږي او په ايمان سره ئې الله تعالى معاف كوي.

 

همدا راز نوموړي دا هم وويل:

د خمار او جلباب په اړه دا مطلب په پام كي ولرئ چي دا نومونه مخكني دي؛ دواړه تر اسلام وړاندي رائج وو؛ مېرمنو هم خمار درلود او هم جلباب؛ ځينو يو او ځينو دواړه؛ د اسلام او مسلمانانو له لوري نه دي اختراع شوي؛ د (خُمُرِهِنَّ) او (جَلابِيبِهِنَّ) له صيغو په څرگنده توگه همدا معلومېږي؛ قرآن يوازي دومره كړي چي هغوى ته ووايي: خمار او جلباب به مو څنگه كاروئ؛ خمار داسي چي پر وېښتانو سربېره غاړه او سينه هم پرې پټي شي؛ او جلباب داسي چي پيڅي ئې پر ځان راتاو كړى شي او د مېرمنو جامه او د بدن راوتلي حساس غړي او لوړي ژوري پټ كړي. او له دې الهي لارښووني معلومېږي چي الله تعالى د جامې په اړه د خلكو خپل مخكنى انتخاب تأييد كړى؛ فقط دومره ئې ورته ويلي چي د بدن هغه غړي بايد پرې وپوښي چي څرگندېدا او جوتېدا ئې ستونزي زېږوي. يعني د لباس دا برخه مهمه ده چي څنگه وكارول شي؛ چي د تقوى لباس ترې جوړ شي؛ او د مېرمنو پت او عزت خوندي وساتي. نو كه نن كومه مېرمن د جلباب معادل لباس واغوندي؛ او همغه هدف تر لاسه شي چي په جلباب تر لاسه كېږي؛ له شرعي پلوه هيڅ مانع نه لري.

 

دغه راز ښاغلي حکمتيار د حجاب د تعريف او مفهوم په اړه هم خپل نظر په لاندي توګه وړاندي کړ او زياته ئې کړه:

حجاب هغه څه ته وايي چي د دوو تر منځ حائل شي او د هغه له كبله يو بل ونه ويني؛ اطلاق ئې هم په دېوال كېږي، هم په دروازې او دړي او هم په پردې؛ په قرآن كي په همدغو معانيو راغلى. يوه مشهوره غلطي دا ده چي موږ حجاب د نقاب، پړوني او ټيكري په معنى نيسو چي دا يوه اشتباه ده، د مېرمنو پړوني او ټيكري ته د حجاب نوم وركول او هغي مېرمني ته چي پړونى ئې پر سر وي؛ د مُحَجَّبَه اصطلاح كارول؛ هم له ادبي پلوه غلطه كارونه ده او هم د قرآني اصطلاحاتو او قاموس له مخي مغالطه ده

په ټولو هغو آيتونو كي چي د حجاب لفظ راغلى؛ په هيڅ يوه كي ئې د جامې په معنى نه دئ راغلى؛ چي تفصيل او وضاحت ئې په لاندي آيتونو کي راغلی

الف: فَٱتَّخَذَتۡ مِن دُونِهِمۡ حِجَابٗا فَأَرۡسَلۡنَآ إِلَيۡهَا رُوحَنَا فَتَمَثَّلَ لَهَا بَشَرٗا سَوِيّٗا١٧

مريم 17

نو (مريمي) د دوى (خلكو) مخي ته پرده جوړه كړه، نو موږ خپل روح (جبرئيل) ورولېږو چي كټ مټ د يوه انسان په څېر ورڅرگند شو.

 

ب: فَقَالَ إِنِّيٓ أَحۡبَبۡتُ حُبَّ ٱلۡخَيۡرِ عَن ذِكۡرِ رَبِّي حَتَّىٰ تَوَارَتۡ بِٱلۡحِجَابِ٣٢

ص 32

نو وئې ويل: د خپل رب د ذكر په سبب مي د آسونو مينه غوره كړې، تر هغه چي (د دوړو) په حجاب كي پټ شول.

 

ج: وَمَا كَانَ لِبَشَرٍ أَن يُكَلِّمَهُ ٱللَّهُ إِلَّا وَحۡيًا أَوۡ مِن وَرَآيِٕ حِجَابٍ أَوۡ يُرۡسِلَ رَسُولٗا فَيُوحِيَ بِإِذۡنِهِۦ مَا يَشَآءُۚ إِنَّهُۥ عَلِيٌّ حَكِيمٞ٥١   الشورى51 

او هيڅ انسان ته نه ښايي چي الله ورسره تكلم وكړي مگر په وحي (خفي اشارې) سره، يا د كوم حجاب (پردې) له شا، يا يوه فرشته لېږي چي د ده له حكم سره سم هغه څه وحي كړي چي دى ئې غواړي، يقيناً چي هغه باحكمته لوړ دئ.

 

د: وَبَيۡنَهُمَا حِجَابٞۚ وَعَلَى ٱلۡأَعۡرَافِ رِجَالٞ يَعۡرِفُونَ كُلَّۢا بِسِيمَىٰهُمۡۚ وَنَادَوۡاْ أَصۡحَٰبَ ٱلۡجَنَّةِ أَن سَلَٰمٌ عَلَيۡكُمۡۚ لَمۡ يَدۡخُلُوهَا وَهُمۡ يَطۡمَعُونَ٤٦  الاعراف 46

او د دوى تر منځ به يو حجاب وي، او پر لوړو (ئې ) داسي كسان چي هر يو به له خپلو څېرو پېژني او جنتيانو ته به غږ كړي: سلام پر تاسو! ورداخل شوي به نه وي خو طمع به ئې كوي.

 

ر: وَإِذَا قَرَأۡتَ ٱلۡقُرۡءَانَ جَعَلۡنَا بَيۡنَكَ وَبَيۡنَ ٱلَّذِينَ لَا يُؤۡمِنُونَ بِٱلۡأٓخِرَةِ حِجَابٗا مَّسۡتُورٗا٤٥   الإسراء 45

او كله چي قرآن لولې ستا او د هغو خلكو تر منځ يوه پټوونكې پرده رامنځته كوو چي پر آخرت ايمان نه راوړي.

 

س: وَقَالُواْ قُلُوبُنَا فِيٓ أَكِنَّةٖ مِّمَّا تَدۡعُونَآ إِلَيۡهِ وَفِيٓ ءَاذَانِنَا وَقۡرٞ وَمِنۢ بَيۡنِنَا وَبَيۡنِكَ حِجَابٞ فَٱعۡمَلۡ إِنَّنَا عَٰمِلُونَ٥  فصلت 5

او وئې ويل: زموږ زړونه د هغه څه په وړاندي په پردو كي دي چي ته مو وربلې او په غوږونو كي مو دروندوالى دئ او زموږ او ستا تر منځ ځانگړى حجاب دئ؛ نو ته (خپل) كار كوه چي موږ ئې هم كوونكي يو.

 

ش: كَلَّآ إِنَّهُمۡ عَن رَّبِّهِمۡ يَوۡمَئِذٖ لَّمَحۡجُوبُونَ١٥  المطففين 15

نه؛ داسي نه ده؛ بې شكه په دې ورځ به حتماً له خپل رب؛ محجوب (پوښل شوي) وي.

 

ھ: قرآن چي د امهات المؤمنين په ارتباط د حجاب يادونه كړې؛ هلته نارينه مؤمنانو ته وايي: كله چي له امهات المؤمنين (د رسول الله صلى الله عليه و سلم له مېرمنو) كوم څه غواړئ نو د كوم حجاب (پردې) له شا ئې وغواړئ، د حجاب له شا ورغږ كړئ چي اې د مؤمنانو مورې! دا شىء مي په كار دئ. قرآن فرمايي:

 (... وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِنْ وَرَاءِ حِجَابٍ ذَلِكُمْ أَطْهَرُ لِقُلُوبِكُمْ وَقُلُوبِهِنَّ ...)  الأحزاب 53

... او كله چي (د رسول الله) له مېرمنو څه غواړئ نو د كومي پردې له آخوا ئې ترې وغواړئ، همدا مو ستاسو او د دوى د زړونو لپاره د زيات پاكوالي باعث دئ،....

 

نوموړی د پورتني وضاحت پر دوام زياتوي چي؛ دلته دوه خبرو بايد توجه وشي:

1: كه څه هم دا لارښوونه د رسول الله صلى الله عليه و سلم د مېرمنو په اړه ده؛ او مؤمنانو ته ويل شوي چي له دوى د كوم څه غوښتلو په وخت كي؛ د دروازې او پردې له شا ئې ترې وغواړئ؛ په داسي حال كي چي هغوى د مؤمنانو لپاره داسي دي لكه د دوى ميندي؛ نو طبيعي ده چي دا لارښوونه بايد د ټولو نامحرمو مېرمنو په اړه  مراعات شي.

 

2: د قرآن له لاندي آيت معلومېږي چي د نورو په اړه ئې هم مراعات ضروري دئ، هلته چي فرمايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ بُيُوتِكُمْ حَتَّى تَسْتَأْنِسُوا وَتُسَلِّمُوا عَلَى أَهْلِهَا ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ27 فَإِنْ لَمْ تَجِدُوا فِيهَا أَحَدًا فَلا تَدْخُلُوهَا حَتَّى يُؤْذَنَ لَكُمْ وَإِنْ قِيلَ لَكُمُ ارْجِعُوا فَارْجِعُوا هُوَ أَزْكَى لَكُمْ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ 28  النور: 27-28

اې مؤمنانو! له خپلو كورونو پرته نورو كورونو ته تر هغه مه ننوځئ چي موافقه (اجازه) وغواړئ او پر خاوندانو (هستوگنو) ئې سلام واچوئ، همدا درته غوره دئ؛ ښايي پند واخلئ؛ او كه په هغه كي هيڅوك ونه مومئ نو تر هغه مه ورننوځئ چي اجازه دركړى شي؛ او كه درته وويل شي: ستانه شئ؛ نو ستانه شئ؛ همدا درته ښه پاكيزه (طريقه) ده.

 

قدرمن مشر د لا تفصيل لپاره وويل:

يعني د بل كور ته د ننوتلو په وخت كي به دوه خبري په پام كي لرئ:

لومړۍ دا چي د كور د خاوند او هستوگن موافقه او اجازه به ترلاسه كوئ، دلته د استئذان (اجازه غوښتلو) پر ځاى د تستأنسوا صيغه كارول شوې چي رضايت او موافقه افاده كوي او معنى ئې دا ده چي د بل كور ته په هغه صورت كي ننوځئ چي هغه ستاسو له ورتلو سره هم موافق وي او هم راضي؛ او اجازې وركولو ته اړ شوى نه وي؛ داسي نه چي په وار وار او تر هغه دي دروازه ورټكولې وي چي مجبور شوى؛ ور درته پرانيزي او د ننوتلو اجازه دركړي او يا د ده له خوښي او موافقې پرته ورننوځئ.

دوهمه دا چي پر اوسېدونكو به سلام اچوئ؛ دا سلام يوازي د معاشرتي آدابو يوه بېلگه نه ده چي له اخلاقي پلوه ئې مراعات ضروري دئ او يوازي يوه دعاء هم نه ده؛ بلكي دا هستوگن ته د ځان له لوري د سلامتيا پيغام او د تاوان نه رسولو ډاډ وركول او له هغه سره ژمنه هم ده؛ له همدې پيغام سره به د بل كور ته ننوځئ، همدا ستاسو لپاره غوره دئ، دا د ډېرو ناخوالو مخنيوى كوي، هم له اخلاقي پلوه او هم له معاشرتي پلوه. خو دې ته مو پام وي چي دا نه يوازي د ټولني د افرادو تر منځ معاشرتي دود او ادب دئ؛ بلكي د ټولني په كچه او د دولت او وگړو تر منځ د يوه قانون او الهي لارښووني حيثيت لري؛ نه يوازي اشخاص حق نه لري د بل كور ته له اجازې او موافقې پرته ننوځي، د دروازې له چاك او چاود، يا د بام له سر او له كومي لوړي د بل د كور منځ ته وگوري، يا خپل كور داسي جوړ كړي چي د بل پر كور مشرِف وي او منځ ئې ترې وليدى شي؛ بلكي د اسلامي حكومت هيڅ چارواكى حق نه لري د چا كور ته د ده له موافقې او رضايت پرته او د شرعي محكمې له پرېكړي پرته داخل شي؛ كه دا د پلټني په موخه وي او كه د كوم مجرم د نيوني په موخه.

هغه زياتوي چي نن ئې غوره او مناسب صورت دا دئ چي په ټلفون سره رابطه وشي؛ يا پيغام ولېږل شي چي غواړم له تا سره مخامخ وگورم؛ كه درته ممكن وو او فرصت دي درلود؛ نو ما ته به وخت او ځاى وټاكې چي ليدو ته درشم. او ټلفون هم داسي نه چي په وار وار ئې كوې او تر هغه ورته زنگ وهې چي ځواب دركولو ته ئې اړ كړې!!

 

ښاغلي حکمتيار وايي: په أصل کي د حجاب په اړه سپارښتنه نارينه وو ته شوې؛ نه مېرمنو ته؛ يعني د دې حجاب مراعات به نارينه كوي او دوى به د پردې له شا پرې غږ كوي او د مخامخېدو هڅه به نه كوي؛ له دې وينا په واضح توگه معلومېږي چي د حجاب معنى داسي كومه جامه نه ده چي مېرمني پرې مكلفي شوې وي

 

2: د قرآن د هيڅ آيت له فحوى او الفاظو نه صراحتاً او نه اشارتاً داسي معلومېږي چي د ښځو مخ، د لاسونو رغوي او د پښو تلي تر بېډيو پوري؛ په عورت کي شامل او پټول ئې لازم وي؛ او همدا د احنافو مذهب دئ؛ د حنفي مذهب اكثر فقهاء او علماء؛ د امام ابوحنيفه رحمه الله په شمول؛ د مېرمنو مخ، لاسونه او پښې په عوراتو كي شامل نه گڼي؛ ډېر لږ ئې داسي دي چي بېله رأى لري؛ خو د هغوى اختلاف داسي دئ چي وايي: هو؛ دا غړي په عورات كي شامل نه دي؛ خو كه د فتنې احتمال وو؛ پټول ئې افضل او لازم دي. ما داسي په دين پوه عالم نه دئ موندلى؛ نه په متقدمينو كي او نه په متأخرينو كي چي دا غړي په عوراتو كي شامل گڼي. تاسو به د قرآن هغه آيت هم وگورئ چي همدا خبره كوي.

 

3: په قرآن كي داسي لارښووني مومو چي ښيي د ښځو مخ په عوراتو كي شامل نه دئ او د رسول الله صلى الله عليه و سلم په حيات كي ښځو مخونه نه پټول؛ بېلگي ئې دا دي

قُل لِّلۡمُؤۡمِنِينَ يَغُضُّواْ مِنۡ أَبۡصَٰرِهِمۡ وَيَحۡفَظُواْ فُرُوجَهُمۡۚ ذَٰلِكَ أَزۡكَىٰ لَهُمۡۚ إِنَّ ٱللَّهَ خَبِيرُۢ بِمَا يَصۡنَعُونَ ٣٠ وَقُل لِّلۡمُؤۡمِنَٰتِ يَغۡضُضۡنَ مِنۡ أَبۡصَٰرِهِنَّ وَيَحۡفَظۡنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبۡدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنۡهَاۖ وَلۡيَضۡرِبۡنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَىٰ جُيُوبِهِنَّۖ وَلَا يُبۡدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوۡ ءَابَآئِهِنَّ أَوۡ ءَابَآءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوۡ أَبۡنَآئِهِنَّ أَوۡ أَبۡنَآءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوۡ إِخۡوَٰنِهِنَّ أَوۡ بَنِيٓ إِخۡوَٰنِهِنَّ أَوۡ بَنِيٓ أَخَوَٰتِهِنَّ أَوۡ نِسَآئِهِنَّ أَوۡ مَا مَلَكَتۡ أَيۡمَٰنُهُنَّ أَوِ ٱلتَّٰبِعِينَ غَيۡرِ أُوْلِي ٱلۡإِرۡبَةِ مِنَ ٱلرِّجَالِ أَوِ ٱلطِّفۡلِ ٱلَّذِينَ لَمۡ يَظۡهَرُواْ عَلَىٰ عَوۡرَٰتِ ٱلنِّسَآءِۖ وَلَا يَضۡرِبۡنَ بِأَرۡجُلِهِنَّ لِيُعۡلَمَ مَا يُخۡفِينَ مِن زِينَتِهِنَّۚ وَتُوبُوٓاْ إِلَى ٱللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَ ٱلۡمُؤۡمِنُونَ لَعَلَّكُمۡ تُفۡلِحُونَ ٣١ النور:30-31

 مؤمنانو ته ووايه چي د خپلو سترگو (كارول) راكم كړي او خپل عورت وساتي، دا ورته ډېر غوره دئ؛ يقيناً چي الله په هغه څه ښه خبر دئ چي دوى ئې كوي. او باايمانه ښځو ته ووايه چي د خپلو سترگو (كارول) راكم كړي، خپل فروج وساتي او خپله گاڼه څرگنده نه كړي؛ مگر هغه ئې چي څرگنده وي او خپل ټيكري دي پر خپل گرېوان واچوي او خپله گاڼه دي له خپلو مېړونو، خپلو پلرونو، د خپلو مېړونو له پلرونو، خپلو زامنو، د خپلو مېړونو له زامنو، خپلو وروڼو، ورېرونو، د خوريونو، خپلو ښځو، خپلو وينځو، هغو تر لاس لاندي سړيو چي بې شهوته دي او له هغو ماشومانو پرته چي د ښځو په عورت خبر نه دي؛ بل چا ته نه څرگندوي او خپلي پښې دي داسي (پر زمكه) نه وهي چي هغه گاڼه ئې معلومه شي چي پټوي ئې او اې مؤمنانو! ټول د الله لوري ته رجوع او توبه وكړئ چي بريالي شئ.

 

نوموړي دا هم وويل:

په دې آيت كي څو مهمي لارښووني زموږ مخي ته ځلېږي:

 

الف- زينت د گاڼې په معنى كارول شوى؛ ځكه ويل شوي: خپلي پښې دي داسي (پر زمكه) نه وهي چي هغه گاڼه ئې معلومه شي چي پټوي ئې؛ دلته زينت له گاڼې پرته په بله معنى نشو اخيستى؛ ځكه پر زمكي د پښو په كلكو وهلو سره يوازي د پټي گاڼې غږ اورېدل كېږي نه بل څه؛ نو تر دې وړاندي برخي كي هم د زينت معنى فقط گاڼه ده نه بل څه؛ همدا د عبدالله بن عباس په شمول د نورو رأى ده چي وايي: مَا ظَهَرَ مِنهَا يعني رانجه، گوتې او غوږۍ، ځيني غاړگۍ هم په كي شاملوي. خو غاړگۍ ځكه نه پكي راځي چي مېرمنو ته امر شوى خپل ټيكري (خُمُرِهِن) پر گرېوان واچوي؛ او په دې سره هم غاړه او هم سينه پټېږي او هم غاړگۍ. د دوى رأى دا ده چي لاس او مخ په ستر كي شامل نه دي؛ نو اړوند گاڼه او سينگار ئې (لكه رانجه، نكريزي، سره نوكان، گوتې، غوږۍ) هم مجاز دي.

 

ب: دلته د سترگو په اړه د (يَغُضُّوا) صيغه كارول شوې چي كمول افاده كوي، او دې ته په پام سره چي ترې وروسته د عورت (شرم ځاى) ساتنه راغلې نو مطلب ئې پردي او نامحرم ته له داسي كتني ډډه كول دي چي شهوت پاروي، لكه پر له پسې او زيات كتل او هغه هم د شهوت په نظر؛ ورپسې ويل شوي چي دا ورته ډېر غوره دئ؛ يعني همدا كار له اخلاقي پلوه ورته غوره دئ؛ په گناه كي له پرېوتو ئې ساتي؛ او د آيت په پاى كي ويل شوي چي الله تعالى په هغه څه ښه خبر دئ چي دوى ئې كوي. يعني دا لارښووني د هغه الله تعالى له لوري دي چي د انسان د كړنو او عملونو د پايلو او نتائجو په اړه بشپړ علم لري، د همدې جامع او كامل علم له مخي ئې دا لارښووني ورته كړې دي.

 

ج: با ايمانه ښځي هم په دې گمارل شوې چي د خپلو سترگو كتل راكم كړي او خپل عورت وساتي او خپل زينت څرگند نه كړي، مگر هغه ئې چي څرگند وي. كه څه هم په مخكيني آيت كي لارښوونه او حكم ټولو (نارينه وو او ښځو) ته متوجه وو؛ خو له دې كبله چي ښځو ته ځيني نوري لارښووني ضروري وې نو ځكه مخكنى حكم بيا تكرار شوى او پر هغه سربېره د خپل زينت نه ښودو لارښوونه هم ورته شوې.

 

د: دلته څو پوښتني راولاړېږي: د زينت معنى څه ده؟ آيا مراد ئې گاڼه او زينتي شيان دي؛ كه د بدن سينگار شوي غړي او كه په خپله جمال، ښكلا او ښايست؟ كوم څه ته څرگند زينت ويل شوي او له نه ښودلو مستثنى شوي؟

 

دغه راز نوموړي سپارښتنه کوي او وايي چي: په دې اړه څو خبري بايد په پام كي ولرو:

لومړی- په دې اړه د آيت الفاظ ډېر صريح او واضح دي او ښيي چي له زينت گاڼه مراد ده. ځكه ويل شوي: (وَلَا يَضۡرِبۡنَ بِأَرۡجُلِهِنَّ لِيُعۡلَمَ مَا يُخۡفِينَ مِن زِينَتِهِنَّۚ: او خپلي پښې دي داسي (پر زمكه) نه وهي چي هغه گاڼه ئې معلومه شي چي پټوي ئې)، پر زمكه د پښو په كلكو وهلو سره يوازي پټه گاڼه څرگندېږي او غږ ئې اورېدل كېږي او د نامحرم توجه جلبوي؛ نه بل څه؛ كه دلته زينت له گاڼې پرته په بله معنى نه شو اخيستى نو په مخكينيو كي ئې هم په بله معنى اخيستل بې دليله خبره ده. په دې فِقرې كي چي وايي: (وَلَا يُبۡدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنۡهَاۖ: او خپله گاڼه دي نه څرگندوي؛ مگر هغه ئې چي څرگنده وي) زينت د گاڼې په معنى راغلى او له گاڼې پرته ئې په بلي معنى قطعاً نشو اخيستى، له دواړو په څرگنده توگه معلومېږي چي له زينت مراد گاڼه ده؛ ځكه په مخكيني كي (وَلَا يُبۡدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنۡهَا) او په دې كي (مَا يُخۡفِينَ مِن زِينَتِهِنَّۚ) ويل شوي؛ كه له (مَا يُخۡفِينَ) مراد گاڼه وي؛ چي همداسي ده؛ نو له (مَا ظَهَرَ مِنۡهَا) هم له گاڼې پرته بل څه مرادول اشتباه ده. كه څه هم زينت له گاڼې علاوه په نورو معانيو هم راغلى وي. د قرآن په هيڅ آيت كي زينت د انسان د جمال، ښكلا او ښايست په معنى نه دئ راغلى، په مخ، شونډو او سترگو او نورو ښايسته برخو ئې اطلاق نه دئ شوى.

 

دوهم- دا چي ښځو ته لارښوونه شوې چي خپل ټيكري دي پر خپل گرېوان واچوي او خپله گاڼه دي له مېړه، پلار، خسر، زوى، پرگټي (د مېړه زوى) ورور، وراره، خوريى، خپلوانو ښځو، خپلو وينځو، هغو تر لاس لاندي سړيو چي بې شهوته دي او له هغو ماشومانو پرته چي د ښځو په عورت خبر نه دي؛ بل چا ته نه څرگندوي؛ دلته څو پوښتني راولاړېږي: دا كوم زينت دئ چي پر مېړه علاوه پورتنيو ته ئې هم ښوول مانع نه لري؟ او دا كوم زينت دئ چي له خپلوانو او شاوخوا ښځو پرته ئې نورو ښځو ته هم ښودل جائز نه دي؟ آيا د دې زينت اطلاق له گاڼې پرته په بل څه كولى شو؟ دوه ځوابونه درلودى شو: يو دا چي د بدن ځيني برخي داسي دي چي له مېړه علاوه د ښځي نور خپلوان ئې هم له ليدو؛ نه دي منع شوي؛ لكه وېښتان، غاړه، مټ، او گواكي په دې آيت كي په زينت سره همدغو برخو ته اشاره شوې. بل دا چي ښځي له دې منع شوې چي خپله ټوله گاڼه له مېړه او پورتنيو خپلوانو او نږدې خلكو پرته بل چا ته ونه ښيي. د دې پوښتنو مختصر او يوازينى ځواب دا دئ چي دلته له زينت مراد فقط گاڼه ده نه بل څه. كه د آيت الفاظو ته ځير شو نو په يقين سره ويلى شو چي دوهمه رأيه دقيقه ده؛ دا ځكه چي زينت په عامه صيغه راغلى د خاصولو لپاره ئې هيڅ موجه دليل نه مومو؛ په كوم دليل به يوازي څو غړي ترې مرادوو؟ مخ او لاس له پرديو ښځو هم ستر نه دئ او له مخ، لاس او پښې پرته نور غړي خپلوانو نارينه وو ته هم ښودل منع دي. دا به ډېره عجيبه وي چي څوك دلته (نساءهن) داسي تعبير كړي چي گواكي پرديو ښځو ته خپل جمال ښودل منع دي او خپلو ته ئې ښودل مانع نه لري!! حال دا چي معنى ئې له كوم شك پرته دا ده چي له خپلوانو پرته نورو ښځو ته د خپلو گاڼو له ښودلو منع شوې؛ او دا ځكه چي ښځو ته د سينگار او د گاڼو د كارولو امتياز وركړى شوى؛ خو دا د خپل مېړه په وړاندي او د هغه د ارضاء او توجه جلبولو په موخه؛ نه د پردي نارينه د توجه جلبولو او يا له نورو ښځو سره د مسابقې، رقابت او ځان ښودني لپاره. له داسي ځان ښودنو چي په ټولني كي كومي فتنې راولاړېږي له هيڅ عاقل انسان پټي نه دي؛ كه په يوې ميلمستيا او واده كي ځينو ښځو سينگار كړى وي او رنگ رنگ گاڼې ئې اچولې وي او په خوا كي ئې داسي مېرمني وي چي د سرو زرو گاڼې خو پرېږده حتى سمي جامې هم نه لري، په دې سره له يوې خوا د دوى تر منځ جدي كركه او دښمني راپيدا كېږي، له بلي خوا نوري مېرمني دې ته هڅول كېږي چي خپل مېړونه دې ته اړ كړي چي دوى ته هم همداسي گاڼې برابري كړي، كه له حرامو لارو وي او كه له حلالو!! دا يقيناً چي ټولنه د منفي رقابتونو او حسادتونو په لوري بيايي او ډېري فتنې راولاړوي. قرآن د قارون يادونه كوي چي په گاڼو ئې ځان سينگار كړى خپل قوم ته راووت، ناپوهانو د ده حالت ته په پام سره وويل: كاش موږ هم د ده په څېر وى او همغه څه مو درلودى چي ده ته وركړى شوي!! پر مېرمنو د گاڼو ښودلو منفي اغېز تر دې هم مضاعف وي. قرآن د قارون په اړه فرمايي:

فَخَرَجَ عَلَى قَوْمِهِ فِي زِينَتِهِ قَالَ الَّذِينَ يُرِيدُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا يَا لَيْتَ لَنَا مِثْلَ مَا أُوتِيَ قَارُونُ إِنَّهُ لَذُو حَظٍّ عَظِيمٍ 79  القصص: 79

نو د خپل قوم په وړاندي له خپل زينت (د شأن او شوكت له گاڼو) سره راووت؛ هغو چي د دنيوي ژوند په لټه كي ول وئې ويل: كاش زموږ هم دغه حالت وى چي د قارون په برخه شوى! يقيناً چي دى د لويي برخي خاوند دئ.

يعني ولس ته له غولوونكي شأن او شوكت سره، په فاخره جامو كي او په گاڼو سمبال راووت؛ هغه مهال به واكمنو او شتمنو خاصه گاڼه كاروله.

 

د درس په پای کي قدرمن مشر د گډونوالو پوښتنو ته هم تفصيلي ځوابونه ورکړل او له هغه وروسته نننئ درسي حلقه د نوموړي په دعاء پای ته ورسېده.

 

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک