No-IMG

د حکمتيار صاحب څلورم درسي حلقه (حجاب او شرعي لباس) تر عنوان لاندې تر سره شوه

يک‌شنبه؛ د سرطان۱۲مه، ۱۴۰۱ھ‌ش کال:

د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير ګلبدين حکمتيار د «حجاب او شرعي لباس» تر عنوان لاندي خپله څلورمه درسي محاضره د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي وړاندي کړه چي گڼ‌شمېر وروڼو او خويندو په کي گډون کړی وو.

نوموړي د تېر درس پر دوام وويل:

شريعت موږ ته ويلي چي د نارينه او ښځينه وو لباس به څنگه وي؟ په عام حالت كي به څنگه وي او د حج او احرام او د لمانځه په حالت كي به څنگه؟ هم ئې د فساد حالت په پام كي نيولى او هم د صلاح؛ هم مكي دور ته ورته حالت او هم مدني دور ته ورته؛ آيا څوك حق لري چي ووايي: د حج په دوران كي چي ستره اجتماع وي، په مليونونو حاجيان اوږه په اوږه د كعبې طواف كوي؛ هم نارينه حاجيان او هم ښځينه؛ نو څوك راپاڅي او ووايي: د دې لپاره چي دلته د فتنې احتمال شته؛ نو مېرمني دي حج ته نه ځي؛ كه ځي نو طواف دي نه كوي او كه طواف كوي نو مخ او لاسونه دي پټ كړي؟!! كه څوك نه د دې خبرو كولو حق لري او نه ئې د ويلو جرأت كولى شي؛ څنگه دا جسارت كوي چي مېرمني او نجوني په جومات، مدرسه، او نورو وړو غونډو كي چي هيڅ يوه ئې د حج له ستري غونډي سره برابري نشي كولى؛ د مخ او لاس پر پټولو مكلف كړي او دې ته شرعي رنگ وركړي؟

د ښاغلي حکمتيار پر وينا: دوى ته بايد ووايو كه څوك د گناه اراده لري نو نه ئې نقاب مانع كېدى شي او نه چادري، نه د مېرمني او نه د سړي؛ كه مخ لوڅ وي نو دواړه لوري له دې كبله احتياط كوي چې پېژندل كېږي؛ اما حجاب دا وېره او احتياط هم منتفي كوي؛ په تياره كي او هغه مهال چي څوك ئې نه پېژني؛ غلا او گناه آسانه وي؛ دا ايمان او له ايمان زېږېدلې تقوىٰ او حياء ده چي انسان له گناه ساتي. دې ته بايد متوجه وو چي د نارينه او ښځي لپاره د احرام لباس؛ داسي معيار دئ چي ښيي مسلمان نارينه او مسلمانه ښځه په همدومره لباس مكلف دي، تر دې زيات ئې نه فرض دئ، نه واجب او نه سنت، بلكي د دوى خوښي او ظروفو ته پرېښودل شوى؛ او په احرام كي دا اندازه لباس؛ د همدې لپاره وضع شوی چي څوك د تقوىٰ په نامه؛ او د خپلي شخصي سليقې له مخي؛ نور څه فرض او واجب ونه گڼي؛ او هغه څوك مجرم او گنهگار ونه گڼي چي جامه ئې د احرام په اندازه وي.

قدرمن مشر زياتوي چي:

دا چي د جامې د څرنگوالي، جوړښت، رنگ او شمېر په اړه په ټول قرآن كي هيڅ نه دي ويل شوي؛ بلكي د همغه خمار او جلباب يادونه ئې كړې چي په جاهليت كي رائج وو؛ يوازي د كارولو د څرنگوالي په اړه ئې لارښوونه كړې؛ معنىٰ ئې همدا ده چي دا ټول د مسلمان خپلي خوښي ته پرېښودل شوي. كه د حج په څېر ستر عبادت كي، د بيت الله خوا ته، د لكونو خلكو په منځ كي؛ دومره لباس كافي وي؛ نو په نورو وختونو كي په اولىٰ درجه كافي دئ. څوك چي وايي نارينه د سر پر پټولو او ښځه د مخ او لاس پر پټولو مكلف دي؛ په دين كي غُلّو او بې ځايه سختي كوي او خلك په هغه څه مكلف كوي چي الله تعالى نه دي پرې گمارلي.

نوموړی وايي:

كه د ښځي لپاره مخ او لاسونه پټول ضروري وى نو الله تعالى به د حج په دوران كي پرې مكلفه كړې وه او كه د نارينه لپاره سر پټول ضروري وى نو الله تعالى به په حج كي پرې مكلف كړى وو. ښځي به په دې نه گمارل كېدې چي د حج په دوران كي به نه مخ پټوي او نه به لاس پوښي (دستكش) په لاس كوي، نارينه به پر دې نه گمارل كېدل چي سر به نه پټوي. دا چي رسول الله صلى الله عليه و سلم موږ ته ويلي: په احرام كي به نارينه سر نه پټوي او مېرمني مخ او لاسونه؛ يعني د لباس په اړه د ښځينه او نارينه مسلمان مكلفيت همدومره دئ؛ غلو مه كوئ؛ او له ځانه څه فرض او واجب مه گڼئ او پر خلكو درانه پېټي مه باروئ. په لوڅ سر، له پكول، خولۍ، پټكي او لونگۍ سره لمونځ كول يو برابر دي؛ كه څه توپير لري نو فقط د ثواب په حد كي؛ او هغه هم د مسلمان نيت ته په پام سره؛ او حتى ويلى شو چي كه څوك د الله تعالى په وړاندي د خپل عجز او انكسار ښودلو لپاره لوڅ سر ودرېږي؛ نه يوازي گناه ئې نه ده كړې بلكي د ثواب داسي كار ئې كړى چي حاجيان ئې د حج په دوران كي كوي. د احنافو د فقهاءو رأيه همدا ده؛ له امام ابوحنيفه نيولې بيا د دې مذهب تر ټولو متقدمينو ائمه وو، فقهاء او علماءو پوري؛ څوك چي له دې اختلاف كوي؛ ډېر وروستني دي او شمېر ئې هم په نشت حسابېږي.

هغه دا هم وايي چي:

متأسفانه داسي كسان هم شته چي ځان ته اهل حديث وايي؛ او يوازي د بخاري روايات مني؛ خو عملاً بيا د هغو احاديثو هم مخالفت كوي چي بخاري ئې صحيح گڼي؛ وايي: د حج په دوران كي ښځي بايد نقاب پر مخ راخور كړي خو داسي چي له مخ سره به ئې نه لگېږي!! گواكي په دې سره ئې هم پر حديث عمل كړى او هم ئې پر خپل مذهب!! ځيني داسي دي چي وايي: په لوڅ سر لمونځ كول مكروه دي!! كه پوښتنه وكړو چي د كوم نص په استناد؟ قرآن خو دا خبره نه ده كړې، په احاديثو كي خو دا خبره نه ده شوې، رسول الله صلى الله عليه و سلم خو هم د حج او عمرې په دوران كي لوڅ سر لمونځ كړى او هم په ځينو نورو وختونو كي، تاسو د څه په استناد دا خبره كوئ؟! داسي څه به ترې واورئ چي حيران به شئ!! وايي: الله تعالى فرمايلي: خُذُواْ زِينَتَكُمۡ عِندَ كُلِّ مَسۡجِدٖ؛ د دې آيت ترجمه هم داسي كوي: هر جومات ته د تلو په وخت كي خپل زينتي لباس واغوندئ!! خو نه د دې آيت ترجمه دغسي ده او نه ئې مطلب دا دئ چي پگړۍ يا خولۍ پر سر كړئ؛ ځكه دلته مسجد د اسم زمان په توگه راغلى نه د اسم مكان، مراد ئې د سجدې او لمانځه وخت دئ نه جومات؛ او مقصد ئې دا دئ چي د هغو خلكو غلطه عقيده ترديد كړي چي گمان كوي د معنوي ارتقاء لپاره په كار ده له خوندور حلال رزق او ښكلو جامو ډډه وشي؛ او گواكي په زړو، ځيږو، خيرنو، پينه شوو، وړينو، كرباسي او ملنگي جامو كي لمونځ كول ډېر ثواب لري!! په داسي حال كي چي الله تعالى فرمايي:

قُلْ مَنْ حَرَّمَ زِينَةَ اللَّهِ الَّتِي أَخْرَجَ لِعِبَادِهِ وَالطَّيِّبَاتِ مِنَ الرِّزْقِ قُلْ هِيَ لِلَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا خَالِصَةً يَوْمَ الْقِيَامَةِ كَذَلِكَ نُفَصِّلُ الآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ 32   الأعراف 32

ووايه: چا هغه زينتي شيان چي الله خپلو بندگانو ته راايستلي او پاكيزه رزق حرام كړي؟ ووايه: دا په دنيوي ژوند كي هم د مؤمنانو لپاره دي او د قيامت په ورځ په مختصه توگه (د دوى لپاره دي)، دغسي هغو ته په تفصيل سره آيتونه بيانوو چي پوهېږي.

د حزب اسلامي افغانستان د أمير پر وينا: يعني الله تعالى نه ښايسته او زينتي شيان حرام كړي او نه پاكيزه رزق؛ څوك چي دا حرام گڼي هيڅ دليل ورته نه لري. دا دواړه په اصل كي د مؤمنانو لپاره پيدا شوي؛ د دوى له كبله نورو ته هم وركول كېږي، كه د زمكي پر سر مؤمنان نه وي نو الله تعالى به د خپلو نعماتو او پېرزوينو لړۍ بندوي. د قيامت په ورځ به په مختصه توگه يوازي د مؤمنانو په برخه كېږي.

الهي شريعت موږ ته وايي: تر ټولو ښكلې (كُښلې) جامې مو د لمانځه لپاره واغوندئ، جومات ته د تلو په وخت كي هم ښې جامې واغوندئ، عطر ووهئ، كه د خولو په سبب يا د كوم څه د خوړلو له كبله مو له خولې يا ځان بد بوى تلو نو جومات ته له تگ ډډہ وكړئ، ځان پاكيزه او ستره كړئ؛ بيا جومات ته ولاړ شئ. د خُذُواْ زِينَتَكُمۡ معنى او مراد دا دئ؛ نه د خولۍ او پگړۍ پر سر كول. هيڅوك حق نه لري په حلال او حرام كي معمولي او لږ څه زيات يا كم كړي.

نوموړي همدا راز «د فساد دور او جومات ته د مېرمنو تگ» پر موضوع هم تفصيلي بحث وکړ او زياته ئې کړه:

ځيني وايي: جومات او مدرسې ته د مېرمنو او نجونو تگ د دې لپاره روا نه دئ چي اوس د فساد او فتنو دور دئ؛ دوى ته وايو: مگر تاسو تر الله تعالى او د هغه تر رسول عليه السلام ډېر پوه او پر دين ئې ډېر غيرتي يئ چي الله تعالى او د هغه رسول اجازه وركړې؛ خو تاسو ئې نه وركوئ؛ په داسي حال كي چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم او د صحابه وو لوڼي او مېرمني هغه مهال؛ هم جومات ته تللې، هم حج او عمرې ته، هم د ورځنيو كارونو لپاره بهر وتلې، هم د خپلوانو ليدو ته او هم د جهاد سنگرونو ته؛ سره له دې چي هغه مهال نږدې نيمايي مدينه د يهودانو لاس كي وه؛ بازار تر ډېره حده د دوى په واك كي وو، مېرمني به هم بازار ته تللې؛ داسي هم شوي چي يوه يهودي په خپل دوكان كي يوې مؤمني مېرمني ته لاس اچولى؛ منافقينو، مرجفينو او هغو چي زړونه ئې بيمار وو؛ همدا مسلماني مېرمني ځورولې؛ خو الله تعالى او پيغمبر ئې د دې پر ځاى چي دا مېرمني بهر او جومات ته له تگ منع كړي؛ دا تورزړي منافقين او مرجفين ئې وگواښل چي كه له دې شرارتونو لاس وانه خلي؛ نو له مدينې به وشړل شي؛ هلته چي فرمايي

لَئِنْ لَمْ يَنْتَهِ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ وَالْمُرْجِفُونَ فِي الْمَدِينَةِ لَنُغْرِيَنَّكَ بِهِمْ ثُمَّ لا يُجَاوِرُونَكَ فِيهَا إِلا قَلِيلا60 مَلْعُونِينَ أَيْنَمَا ثُقِفُوا أُخِذُوا وَقُتِّلُوا تَقْتِيلا.  الأحزاب:60- 61

كه د مدينې منافقين او هغه چي په زړونو كي ئې بېماري ده او مرجفين (د افواهاتو خوروونكي) ډډه ونه كړي؛ حتماً به تا پرې برلاسى كړو چي بيا به دلته ستا مجاورت ونه كړي مگر لږ؛ لعنت كړى شوي؛ چي چېري وموندى شي ونيول شي او په ځانگړي وژلو سره ووژل شي.

او تر دې وړاندي آيت كي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته داسي ويل شوي

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلابِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ يُعْرَفْنَ فَلا يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا. الأحزاب: 59

اې نبي! خپلو مېرمنو، خپلو لوڼو او د مؤمنانو مېرمنو ته ووايه چي خپل پړوني پر خپلو ځانونو راتاو كړي؛ همدا دې ته نږدې ده چي وپېژندى شي او ونه ځورول شي او الله مهربان بخښونكى دئ.

د ښاغلي حکمتيار پر آند؛ په دې آيت كي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته سپارښتنه شوې چي: خپلو مېرمنو، خپلو لوڼو او د مؤمنانو مېرمنو ته ووايه: خپل پړوني درباندي راتاو كړئ؛ په دې سره به وپېژندى شئ او د مفسدينو له ځورونو به وساتل شئ. هغه زياتوي چي: له دې آيت څو خبري معلومېږي:

1- مېرمني بهر ته له تگ نه دي منع شوې.

2- كله چي بهر وځي نو پر نورو جامو علاوه دي جلباب او لوى پړونى وكاروي؛ همدا د مېرمنو د معنوي او اخلاقي شخصيت مُعَرِّف دئ؛ نورو ته دا پيغام لېږي چي دوى عفيفي، پاك لمني او متقي مېرمني دي؛ همدا پړونى به دوى د هغو مفسدينو له ځورونو خوندي ساتي چي په كوڅه او بازار كي د بدلمنو مېرمنو په لټه كي وي.

 گورئ چي الله تعالى؛ مؤمني مېرمني د منافقينو او مرجفينو د شرارتونو له كبله جومات او بهر ته له تگ نه دي منع كړې؛ بلكي ورته ويلي ئې دي چي له داسي مناسب پړوني سره دي ولاړي شي چي منافقين ئې د ځورولو جسارت ونشي كړى.

نوموړي دا هم وويل:

د منافقينو او مرجفينو له شرارتونو سره سره؛ مسلماني مېرمني؛ هره ورځ پنځه وخته؛ د گهيځ او ماخستن لمونځونو په شمول؛ جومات ته تللې او په جمع ئې له نورو سره لمونځونه كول؛ د جُمعې او اختر په لمونځونو كي ئې برخه اخيستله؛ په دې اړه روايات دومره زيات دي چي انكار ترې ممكن نه دئ؛ له پورتني آيت هم په واضح توگه همدا معلومېږي؛ فقهاءو او ائمه وو د احنافو په شمول په جومات كي د دوى ځاى مشخص كړى؛ په لومړي صف كي نارينه، ورپسې ماشومان او په وروستيو صفونو كي مېرمني.

دغه راز د حزب اسلامي افغانستان دا هم وويل:

متأسفانه هغه چي گمان كوي؛ يا ئې خپله شخصي سليقه داسي ده چي غواړي مېرمني بايد مخ او لاسونه پټ وساتي؛ د دې آيت په اړه هم داسي څه وايي چي كولى شو هغه ته د څرگند آيت تحريفول ووايو؛ وايي: په (يُعْرَفْنَ) كي لا مقدر او گواكي (لَا يُعْرَفْنَ) ده او معنى ئې دا چي ونه پېژندل شي!! آيت وايي: ستا جلباب تا او ستا شخصيت معرفي كوي او هر چا ته ښيي چي ته باشخصيته متقي او پاك لمنه مېرمن يې؛ خو دوى له ځانه داسي څه په آيت كي په زور ځايوي چي د غلطي رأى لپاره مُسْتَمْسَك ترې جوړ شي او ثابته كړي چي مېرمني بايد داسي جامه ولري چي ونه پېژندل شي!! د خپل كليوال مزاج په امر؛ د الله تعالى په كلام كي داسي تصرف؛ يا د ډېر جهالت له كبله كېدى شي او يا د ړانده تعصب له كبله؛ له دواړو الله تعالى ته پناه وړو!!

قدرمن مشر د لا وضاحت په خاطر وايي

دا هم بايد په پام كي ولرو چي د خمار اړوند آيت داسي مهال نازل شوى چي په جومات كي د ناستو ډېرو مؤمنو مېرمنو يا سرونه لوڅ ول، يا ئې غاړه او گرېوان؛ د آيت په اورېدو سره فوراً پاڅېدې، ځينو هملته په جومات كي د سر، غاړي او گرېوان پټولو چاره وكړه او ځيني خپلو كورونو ته ولاړې؛ ستونزه ئې حل كړه او بېرته جومات ته راستنې شوې. همدا د شريعت د تطبيق هغه صحيح او شرعي اسلوب او طريقه ده چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په دې او نورو مواردو كي عملي كړې ده. احكام ورو ورو او په تدريج سره نازل شوي او خلك داسي روزل شوي چي په خپله خوښه او له زور او فشار پرته پرې عمل وكړي.

د حزب اسلامي افغانستان د ښاغلي أمير له نظره: كه د حجاب او پوښښ تر نامه لاندي؛ مېرمني جومات، مدرسې او ښوونځي ته له تگ منع او له دين بې خبره او بې علمه پاته شي؛ نو زموږ راتلونكى نسل به له دين بې خبره وي؛ دا ځكه چي د هر انسان لومړى استاد؛ د ده مور ده؛ شخصيت ئې د مور په غېږ كي جوړېږي؛ يوازي د مؤمني او په دين پوه مور اولاد به مؤمن او په دين پوه روزل كېږي؛ د رسول الله صلى الله عليه و سلم مېرمني د نورو لپاره استاداني وې؛ له ډېرو ئې په سلگونو روايات نقل شوي؛ او همدا د تعدد ازواج؛ يو مهم حكمت او فلسفه ده.

هغه د يادې موضوع د وضاحت په اړه دا هم وويل:

عائشه رضي الله عنها تر ټولو ستره مفسره او په حديث او تفسير كي د نورو لپاره استاده وه. د عبد الله بن عمر او عبد الله بن عباس په څېر د مشهورو صحابه وو اشتباهات هم دې تصحيح كول. دا علم ئې يا په جومات كي د رسول الله صلى الله عليه و سلم له خطبو او موعظو زده كړى، يا له هغه سره د حج، عمرې او غزواتو په سفرونو كي، يا له هغو ناستو چي سړي او ښځي د رسول الله صلى الله عليه و سلم كور ته راغلي؛ او يا د كور خوا ته جومات ته؛ پوښتني ئې ترې كړې او هغه ځواب وركړى؛ او يا دې په خپله او په كور كي له پيغمبر عليه السلام زده كړي؛ په جرأت سره ويلى شو چي لږ برخه به ئې په كور كي په دې توگه زده كړې وي؛ دا ځكه چي هر پيغمبر او هر داعي د دعوت په كار كي دومره مصروف او منهمك وي چي په خپل كور كي يوازي دومره وخت تېرولي شي چي د آرام او دمې لپاره ورته ضرورت لري؛ قرآن د رسول الله صلى الله عليه و سلم په اړه همداسي فرمايي

إِنَّ لَكَ فِي النَّهَارِ سَبْحًا طَوِيلا.  المزمل 7

يقيناً چي تا ته په ورځو كي اوږدې مشغولتياوي وي. يعني رسول الله صلى الله عليه و سلم به د ورځي له لوري د دعوت او رسالت په چارو كي دومره زيات مصروف وو چي د شخصي او كورني كارونو لپاره ئې لږ وخت درلود.

نوموړی د يادې موضوع د مزيد وضاحت په اړه وایي:

له لومړۍ ورځي چي په مدينه كي د پيغمبر عليه السلام په لاس جومات جوړ شو بيا تر هغه چي له دنيا ئې رحلت وكړ؛ مېرمني جومات ته تللې؛ په وار وار ئې فرمايلي: جومات ته د خپلو مېرمنو له تگ ممانعت مه كوئ؛ د حجة الوداع په مهمي او آخري خطبې كي ئې د مېرمنو په اړه سپارښتنه وكړه او وئې فرمايل: دوى ستاسو په لاس كي الهي امانت دئ؛ د دوى په اړه له الله تعالى ووېرېږئ.

او تاسو پوهېږئ چي هغه مهال جومات يوازي د لمانځه مكان نه وو؛ يوه ستره او اغېزمنه مدرسه هم وه او د جرگو او پرېكړو مهم مركز هم.

نوموړی همدا راز د جومات او مدرسې تر منځ توپيري چلند ته پر کتنو پوښتنه وکړه چي:

آيا د جومات او مدرسې تر منځ كوم فرق او توپير شته؟ كه مېرمني نه جومات ته ولاړي شي او نه مدرسې ته؛ نو دوى به څنگه روزل كېږي او څنگه به له الهي لارښوونو خبرېږي؟

د اختر او جُمعې په لمونځونو كي شركت؛ د امام او خطيب خطبه اورېدل؛ له دې كوم توپير لري چي په صنف كي د استاد درس واوري؟

نوموړي همدا راز د جامو او لباس په اړه

پر راغليو رواياتو هم تفصيلي بحث وکړ او وئې ويل:

هر مسلمان دا هڅه كوي؛ په دې هم ځان پوه كړي چي تر قرآن وروسته؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم د حجاب په اړه څه ويلي؛ دا كار د بلي هري قضيې په اړه هم كوي؛ دوى بايد تل دې ته متوجه وي چي حديث د قرآن شرح او تفسير دئ؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم به د حجاب په اړه همغه څه ويلي وي چي قرآن ويلي؛ نه كم نه زيات؛ او د بلي هري مسئلې په اړه هم دغسي؛ شرح او تفسير يوازي د مزيد وضاحت لپاره وي نه د څه زياتولو او كمولو لپاره. باور او اعتقاد مو بايد دا وي چي هيڅ داسي صحيح حديث نشته چي هغه دي په قرآن كي شاهد او منشأ ونه لري او دوهم دا چي هغه دي د قرآن خلاف وي؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم ته منسوب هره هغه وينا غلط انتساب دئ چي له قرآن سره تعارض ولري او په قرآن كي كوم شاهد ونه لري. د قرآن د آيتونو تر څنگ د رسول الله صلى الله عليه و سلم له ارشاداتو هم معلومېږي چي د مېرمنو مخ، لاسونه او پښې په ستر كي نه دي شامل؛ د مُحرِم (حج كوونكي) د لباس د څرنگوالي په اړہ د بخاري دې روايت ته ځير شئ

1707 - عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا قَالَ قَامَ رَجُلٌ فَقَالَ يَا رَسُولَ اللهِ مَاذَا تَأْمُرُنَا أَنْ نَلْبَسَ مِنْ الثِّيَابِ فِي الْإِحْرَامِ فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لَا تَلْبَسُوا الْقَمِيصَ وَلَا السَّرَاوِيلَاتِ وَلَا الْعَمَائِمَ وَلَا الْبَرَانِسَ إِلَّا أَنْ يَكُونَ أَحَدٌ لَيْسَتْ لَهُ نَعْلَانِ فَلْيَلْبَسْ الْخُفَّيْنِ وَلْيَقْطَعْ أَسْفَلَ مِنْ الْكَعْبَيْنِ وَلَا تَلْبَسُوا شَيْئًا مَسَّهُ زَعْفَرَانٌ وَلَا الْوَرْسُ وَلَا تَنْتَقِبْ الْمَرْأَةُ الْمُحْرِمَةُ وَلَا تَلْبَسْ الْقُفَّازَيْنِ رواه البخاري

له عبدالله بن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي: يو سړى پاڅېد او وئې ويل: يا رسول الله! څه امر راته كوې چي په احرام كي به كومه جامه اغوندو؟ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: نه به کميس اغوندي، نه پرتوگونه، نه پټکي، نه چپني، او که څوك پڼې (څپلکي) ونه لري نو موزې دي واغوندي؛ خو داسي دې پرې كړي چي تر ښنگريو (بېډيو) لاندي شي؛ او نه دي داسي جامه اغوندي چي وَرْس (هغه بوټى چي جامې ته سور رنگ وركوي) او زعفران (هغه بوټى چي جامې ته ژېړ رنگ وركوي او ښه بوى لري)؛ پرې وهل شوي وي؛ او مُحْرِمه ښځه دي نه نقاب اغوندي او نه لاس پوښي.

دغه راز د بخاري بل روايت دا دئ:

عَنِ ابْنِ عُمَرَ عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه و سلم. وَعَنِ الزُّهْرِىِّ عَنْ سَالِمٍ عَنِ ابْنِ عُمَرَ عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه و سلم أَنَّ رَجُلاً سَأَلَهُ مَا يَلْبَسُ الْمُحْرِمُ فَقَالَ "لاَ يَلْبَسِ الْقَمِيصَ وَلاَ الْعِمَامَةَ وَلاَ السَّرَاوِيلَ وَلاَ الْبُرْنُسَ وَلاَ ثَوْبًا مَسَّهُ الْوَرْسُ أَوِ الزَّعْفَرَانُ، فَإِنْ لَمْ يَجِدِ النَّعْلَيْنِ فَلْيَلْبَسِ الْخُفَّيْنِ وَلْيَقْطَعْهُمَا حَتَّى يَكُونَا تَحْتَ الْكَعْبَيْنِ". (بخارى: 134)

په دې روايت كي چي راوي ئې عبد الله بن عمر رضي الله عنهما دئ همغه د مخكني روايت مطلب راغلى؛ يوازي په دومره توپير سره چي د مُحرِمي مېرمني د جامې څرنگوالي ته اشاره نه ده شوې؛ په داسي حال كي چي د دواړو راوي يو تن (عبدالله بن عمر) دئ؛ او د دې معنى دا ده چي بشپړ روايت مخكنى دئ او دا ئې نامكمل.

د قدرمن مشر پر وينا: دا روايتونه په بخاري كي لس ځلي په دغو شمېرو راغلي: 366، 1542، 1838، 1842، 5794، 5803، 5805، 5806، 5847، 5852، په دوى كي دا توپيرونه تر سترگو كېږي: په ځينو كي د مفرد په صيغه راغلي لاَ يَلْبَسُ الْقَمِيصَ وَلاَ السَّرَاوِيلَ وَلاَ الْبُرْنُسَ وَلاَ ثَوْبًا مَسَّهُ الزَّعْفَرَانُ وَلاَ وَرْسٌ او په ځينو كي د جمع په صيغه لاَ يَلْبَسُ الْقُمُصَ وَلاَ الْعَمَائِمَ وَلاَ السَّرَاوِيلاَتِ وَلاَ الْبَرَانِسَ وَلاَ الْخِفَافَ، إِلاَّ أَحَدٌ لاَ يَجِدُ نَعْلَيْنِ فَلْيَلْبَسْ خُفَّيْنِ په ځينو كي وَلاَ تَلْبَسُوا مِنَ الثِّيَابِ شَيْئًا مَسَّهُ الزَّعْفَرَانُ أَوْ وَرْسٌ او په ځينو كي أَنْ يَلْبَسَ الْمُحْرِمُ ثَوْبًا مَصْبُوغًا بِوَرْسٍ أَوْ بِزَعْفَرَانٍ، په ځينو كي دا هم راغلي لاَ تَتَنَقَّبِ الْمُحْرِمَةُ وَلاَ تَلْبَسِ الْقُفَّازَيْنِ: ښځي دي نه پر مخ نقاب اچوي او نه دي لاس پوښي په لاس كوي، په ځينو كي حَتَّى يَكُونَا تَحْتَ الْكَعْبَيْنِ په ځينو كي حَتَّى يَكُونَا أَسْفَلَ مِنَ الْكَعْبَيْنِ. دا ټول روايات د مفهوم او معنى له پلوه سره ورته دي؛ خو ځيني ئې مختصر او ځيني ئې جامع دي. تر ټولو جامع ئې 1838 روايت دئ چي په هغه كي د ښځو په اړہ هم لارښوونه شوې.

د ‌حزب اسلامي افغانستان أمير زياتوي چي: د بخاري مكررو رواياتو په عمومي توگه په ټولو او په ځانگړي ډول دې خاص مورد كي ډېرو ته ستونزي راولاړي كړې؛ دا لس روايات ئې په حقيقت كي يو روايت دئ؛ إسناد ئې هم په بشپړه توگه سره ورته؛ خو په الفاظو كي ئې توپيرونه شته او د بخاري لوستونكي ته گرانه ده چي يو ترې غوره كړې او پوه شي چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم اصلي وينا كوم روايت له كومو الفاظو او تركيب سره په سمه او بشپړه توگه منعكس كړې؛ په ځينو كي ئې دا برخه (لاَ تَتَنَقَّبِ الْمُحْرِمَةُ وَلاَ تَلْبَسِ الْقُفَّازَيْنِ: ښځي دي نه پر مخ نقاب اچوي او نه دي لاس پوښي په لاس كوي،) راغلې او په ځينو كي دا مهمه برخه نه ده راغلې؛ امام بخاري رحمه الله دا هم نه دي ويلي چي د ده له نظره كوم روايت اصح، بشپړ او د اتباع وړ دئ؛ دا مهم او اساسي كار ئې لوستونكو ته پرېښى او همدا د اختلاف باعث شوى؛ هر لوستونكي د خپلي سليقې مطابق يو ترې غوره كړى؛ چا نقاب او قفازين كارول تحريم كړي او چا جائز او حتى فرض گڼلي!!!

له دې رواياتو هم په څرگنده معلومېږي چي مېرمني به په احرام كي نه نقاب پر مخ لري او نه به لاس پوښي اغوندي. احنافو همدغه روايات ارجح موندلي. اما اهل حديث د بخاري د 1838 او 1707رواياتو خلاف مېرمني پر دې گماري چي پر مخ نقاب او پر لاسونو لاس پوښي واغوندي!!

د ښاغلي حکمتيار پر وينا: په احرام كي له نقاب او لاس پوښو د مېرمنو ممانعت ښيي چي: تر دې لارښووني وړاندي مېرمنو هم په احرام كي دا دواړه اغوستل او هم له احرام پرته؛ او تر اسلام وړاندي هم د قريشو شتمنو او هغو چي ځان ئې تر نورو يا ډېر عزيز او شريف گڼلو او يا ډېر دينپال؛ همدا كار كولو؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم ئې د نه اغوستلو سپارښتنه وكړه؛ د دې سپارښتني معنى دا ده چي الله تعالى مېرمني د مخ او لاس په پټولو نه دي گمارلې؛ كه نه نو رسول الله صلى الله عليه و سلم به هيڅكله مېرمني د يوه فرض په ترك كولو او هغه هم د حج په څېر مراسمو كي نه گمارلې. هغه چي بې ځايه هڅه كوي او غواړي وښيي چي دا حكم منسوخ شوى؛ ادعاء ئې بې دليله ده؛ ځكه د عبد الله بن عباس رضي الله عنه هغه روايت چي د خپل ورور فضل بن عباس په اړه ئې راوړى او ښيي چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم په وروستي حج كي يوې مېرمني چي مخ ئې لوڅ وو ترې پوښتنه وكړه.... رسول الله صلى الله عليه و سلم ځواب وركړى او هغې ته ئې نه دي ويلي چي خپل مخ پټ كړه؛ او دا د پيغمبر عليه السلام د ژوند د وروستيو شېبو پېښه وه؛ لارښوونه ئې ناسخ كېدى شي خو منسوخ په هيڅ توگه نه.

د درس په پای کي قدرمن مشر د گډونوالو پوښتنو ته هم تفصيلي ځوابونه ورکړل او له هغه وروسته نننئ درسي مُحاضره د نوموړي په دعاء پای ته ورسېده.

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک