د هېواد او نړۍ خبرونه
مهم ترین های امروز یکشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت سرپرست وايي، چې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له کبله ۱۰۰۰ تنه مړه شوي او شاوخوا ۳ زره ۵ سوه نور ټپيان دي.
قلندر عباد له ملي ټلویزیون سره په تازه مرکه کې ویلي، چې د وروستۍ زلزلې له کبله شاوخوا لس زره کورونه هم ویجاړ شوي دي.
✒: ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، د کابل هوايي ډګر له لارې تېره شپه ۲۴۵ نور حاجیان د حج فریضې ادا کولو په هدف سعودي عربستان ته ولېږدول شول.
یاد وزارت زیاتوي، د حج مراسمو کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد...
نور ولوله
مهم ترین های امروز شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: له ګونتنامو څخه د حزب اسلامي افغانستان ازاد شوی زنداني اسدالله هارون له قطر څخه کابل ته راستون شو.
✒: په زلزله ځپلو سیمو کې خلک د زلزلې پرلپسې ټکانونو اندېښمن کړي دي.
پکتیکا ولایت کې د تېرې چهارشنبې شپې د شدیدې زلزلې وروسته، دغه ولایت نن او پرون هم د زلزلې د دوو ټکانونو شاهد وو، چې دغو پرلپسې ټکانونو خلک سخت اندېښمن کړي دي.
هاخوا بیا پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت چارواکي وايي، چې زلزله ځپلو ته د بېړنیو بشري مرستو لپاره ځانګړې کمېټه جوړه شوې ده.
...
نور ولوله
مهم ترین های امروز جمعه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د ح.ا.ا پیاوړی او زړور غازي مجاهد اسدالله هارون تر کلونو بند وروسته د امریکا د ګوانتانامو له جهنمي زندان څخه خوشې شو.
د حکومت مسئولین تائیدوي چې اسدالله هارون له ګوانتانامو زندان څخه خوشې شو او دا مهال دوحه کې دی.
د ح.ا.ا امیر په مکرره توګه له امریکایی چارواکو سره د ښاغلي هارون د آزادۍ مسئله مطرح کړې وه چي باید آزاد شي، د هارون قید یو کال وړاندې پوره شوی وو او د یاد هېواد د محکمې له خوا همغه مهال باید آزاد شوی وو خو د نا معلومو دلایلو له امله د نوموړي د آزادئ موضوع ځنډیدلې وه.
دا مهال یوازې یو افغان بندي په ګوانتانامو زندان کې...
نور ولوله
مهم ترین های امروز پنج شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د افغانستان اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ذبیح الله مجاهد وايي، چې د پکتیکا او خوست ولایتونو له زلزله ځپلو کورنیو سره د مرستې لپاره د سیمې او نړۍ د هېوادونو او د کورنیو او بهرنیو مرستندویو سازمانونو د بشردوستانه مرستو بهیر پیل شوی.
✒: د ا.ا د کورنیو چارو وزارت سرپرست د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د پکتیکا له زلزله ځپلو سیمو څخه د لیدنې او هغلته د ژغورنې او مرستو بهیر د ارزونې په هدف دغه ولایت ته تللی دی.
✒:د پکتیکا د وړمې شپې زلزلې له کبله یو شمېر...
نور ولوله
د حکمتيار صاحب لومړی درسي حلقه (حجاب او شرعي لباس) تر عنوان لاندې تر سره شوه
چهارشنبه؛ د سرطان لومړۍ نېټه، ۱۴۰۱ھش کال:
د (حجاب او شرعي لباس) تر عنوان لاندي د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن أمير ښاغلي انجينير گلبدين حکمتيار لومړنۍ درسي حلقه د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي دائره شوه چي گڼشمېر وروڼو او خويندو په کي گډون کړی وو.
په پيل کي نوموړي د يادې موضوع په اړه د
تمهيد په ډول وويل:
الله تعالى موږ ته د ژوند په ټولو فردي او اجتماعي برخو كي داسي جامع لارښووني كړې چي زموږ فطرت ئې تقاضى كوي او د دنيا او آخرت سعادت مو ورپوري تړلى؛ د لباس په اړه ئې هم موږ ته ټولي لازمي لارښووني كړې دي.
هغه زياتوي چي...
نور ولوله
مهم ترین های امروز چهارشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د پکتیکا ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس محمد امین حذیفه کابل نیوز ته وویل، چې د تېرې شپې د زلزلې له کبله یوازې په ګیان او برمل ولسوالیو کې ۱۰۰۰ تنه مړه شوي او ۱۵ سوه نور ټپيان دي.
✒: مطبوعاتي اعلامیه: د حاا قدرمن أمير ښاغلی انجینیر گلبدين حکمتيار د پکتيکا او خوست ولايتونو په ځينو ولسواليو کې د شديدې زلزلې له کبله چې زموږ یو شمېر هېوادوالو ته يې درنه مرگ ژوبله اړولې؛ د هغوی دردېدليو کورنيو ته د خپلې ژورې خواشینۍ او تسلیت مراتب وړاندې کوي او د يادې غمجنې پېښې شهيدانو ته د الله تعالیٰ له درباره د فردوس جنت او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا استدعیٰ کوي....
نور ولوله
په افغانستان کې د زلزلې دلاسه د شهيدانو شمېر لږ تر لږه 1000 ته رسېدلی دی
د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه په زلزله کې د خلکو د مړينې ورستۍ شمېره په پکتیکا ولایت کې طالبانو د اطلاعاتو او د ثقافت څانګې مسول محمد امین حظیفه خبریالانو په يو پېغام کې څرګنده کړې ده؛ د راپور له مخې چارواکي وویل د تلفاتو شمېره مخ په زیاتېدو ده او خلک قبرونه کندي؛ د دې نه وړاندې طالب مامورینو په زلزله کې د 900 نه د زیاتو کسانو د مړ کېدو او تر د 600 پورې کسانو د زخمي کېدو رپورټونه مطبوعاتو ته ورکړي وو
...
نور ولوله
ورور حکمتيار د جهادي، قومي او بهرنيو ميلمنو سره وکتل
سهشنبه؛ د جوزا ۳۱مه، ۱۴۰۱ھش کال:
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير ګلبدين حکمتيار نن له غرمې مخکې په څو جلا-جلا کتنو کې د کندهار، هلمند او غزني ولايتونو له يو شمېر جهادي او قومي مشرانو، د خيبر پښتونخوا له پخواني صوبايي وزير ښاغلي کاشف اعظم خليل، د AMC له ډايريکټر ښاغلي شاهجهان افريدي، د جماعت اسلامي د خيبر ضلعې له أمير ښاغلي شاه فيصل افريدي، د خيبر ميډيکل کالج له رئيس ښاغلي ډاکټر لعل محمد، ښاغلي عالمګير افريدي، ښاغلي ډاکټر مشتاق احمد او همدا راز د جماعت اسلامي د يو لوړپوړي ۱۶کسيز پلاوي سره وکتل.
په دغو کتنو پر يو لړ مهمو او بېلابېلو سياسي، اجتماعي، اقتصادي او تعليمي موضوعاتو تفصيلي بحث او خبرې وشوې...
نور ولوله
مهم ترین های امروز سه شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوول قاضي عبید وايي، چې تېره شپه په شمالي سالنګ کې واوره ورېدلې ده.
په ورته مهال د بامیانو ولایت په یو شمېر سیمو کې د واورې د ورېدو خبرونه ورکړل شوي دي.
✒: په چین کې د افغانستان سفارت سرپرست د چین د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا هېوادونو د څانګې مشر سره د نورو مسایلو تر څنګ، چین ته د اریانا هوايي شرکت د الوتنو په بیا پیل، په کابل کې افغان تجارانو ته د ویزو په صدور او د چین په پوهنتونونو کې د افغان محصلینو په حضوري درسونو خبرې کړې.
دوی هیله ښودلې، چې په نیږدې راتلون...
نور ولوله
مهم ترین های امروز دوشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د حاا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه: د حاا قدرمن أمير ښاغلي انجينير ګلبدين حکمتيار پرون د یکشنبې په ورځ ماښام د افغانستان په أمورو کې د جماعت اسلامي د مرستيال شبير احمد خان په مشرۍ د ياد ګوند له يو لوړپوړي پلاوي سره وکتل.
په پیل کي ښاغلي حکمتيار ياد پلاوي ته د هرکلي او ښه راغلاست تر څنګ خپل نظر په دې توګه څرګند کړ:
دې ورځو کې دلته د پاکستان په رابطه ځينې تشويشونه شته، دا اندیښنې هم دي چې خدای مهکړه! پاکستان بيا د افغانستان په اړه د پرويز مشرف پاليسي غوره نهکړي چې متأسفانه له ځينو علاماتو هم همداسې برېښي، نوموړي زياته کړه:...
نور ولوله
ورور حکمتيار د هېواد له فرهنگي، جهادي او قومي مشرانو سره وکتل
دوشنبه؛ د جوزا ۳۰مه، ۱۴۰۱ھش کال:
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير نن له غرمې مخکې په څو جلا-جلا کتنو کې له لندن مېشتي مشهور فرهنګي شخصيت ښاغلي وحيدالله عصمتي، د پروان ولايت له جهادي شخصیت استاد عبدالغفار رشیدي، د پکتيکا ولايت له قومي مشر حاجي عليجان، د پکتيا ولايت له قومي مشر حاجي موسیٰ رحیم، د ښاغلي رفیع الحق په مشرۍ له پاکستان هېواد د ځوانانو له يو راغلي وفد، د حزب اسلامي افغانستان د مشهور جهادي شخصیت ډاکټر نور الدین زاهد، د حزب اسلامي افغانستان د مشهور او مطرح سياسي شخصيت انجينير محمد امين کريم په ملتيا له مشهور سياسي کارپوه ښاغلي ډاکټر اکرم خپلواک، د بغلان ولايت له مشهور جهادي قومندان ښاغلي ميرويس جهاديار او دغه راز په ګاونډي هېواد پاکستان کې د مشهورو کورنيو او نړيو...
نور ولوله
د حکمتيار صاحب دولسم درسي حلقه (د قرآن قسمونه) تر عنوان لاندې تر سره شوه
يکشنبه؛ د جوزا ۲۹مه، ۱۴۰۱ھش کال:
(د قرآن قَسَمُونه او د ډېرو اساسي پوښتنو ځواب) تر عنوان لاندي د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن أمير ښاغلي ګلبدين حکمتيار
دولسمه او وروستئ درسي حلقه د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي دائره شوه چي گڼشمېر وروڼو او خويندو په کي گډون کړی وو.
نوموړي
په خپله نننئ درسي حلقه کي د لاندي مُدعیٰ د إثبات لپاره
د العاديات مباركي سورې پر قسمونو استشهاد وکړ او زياته ئې کړه چي
(انسان د خپل رب په وړاندي سخت ناسپاس دئ؛ او د ده تر پښو لاندي زغاستونكي آسونه همدا شهادت وركوي). هلته چي فرمايي:
...
نور ولوله
ورور حکمتيار د جماعت اسلامي له يو لوړپوړي پلاوي سره وکتل
يکشنبه؛ د جوزا ۲۹مه، ۱۴۰۱ھش کال:
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير ګلبدين حکمتيار نن ماښام د افغانستان په أمورو کې د جماعت اسلامي د مرستيال شبير احمد خان په مشرۍ د ياد ګوند له يو لوړپوړي پلاوي سره وکتل.
په دغه کتنه کې پر يو لړ مهمو او بېلابېلو سياسي، علمي او إجتماعي موضوعاتو تفصيلي بحث او خبرې وشوې.
په پيل کې ياد پلاوي افغانستان ته د خپل سفر او راتګ پر موخو بحث وکړ، او تر څنګ يې په افغانستان او سيمه کې د وروستیو تحولاتو، پرمختياوو، چیلنجونو او ننګونو په اړه د قدرمن مشر تحليل او نظر اخيستل هم اړين وباله.
ښاغلي حکمتيار ياد پلاوي ته د ...
نور ولوله
مهم ترین های امروز یکشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند: د کابل ښار د پنځلسمې حوزې اړوند د پل خواجه بغرای سره نیږدې د یوه کرولا ډوله موټر په منځ کې انفجار شوی، چې له امله یې متأسفانه په موټر کې ناست دوو نفرو ژوند له لاسه ورکړی.
سیمې ته د بر راسي ټیم رسیدلی د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
✒: د افغانستان ا.ا نن په کابل کې د افغان انوېسټ په نوم يو لوی محدودالمسووليت شرکت پرانيست. دا پرانيسته د ا.ا د رييس الوزرا د لومړي مرستيال او د کابينې د اقتصادي کمېسيون مشر ملا برادر وکړه. برادر ویلي چې سوداګري د اقتصادي ودې لپاره مهمه ده.
...
نور ولوله
مهم ترین های امروز شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د سیکهانو پر درمسال برید د وسله والو بریدگرو په له منځته وړلو سره پای ته ورسید.
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران وایي چې په دې برید کې ۲ تنه وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.
✒: د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي، د کابل په کارته پروان سیمه کې د هندوانو درمسال ته ننوتلي بریدګر وژل شوي دي.
د ټکور په خبره، په دې پېښه کې د ا.ا یو سرتېری او یو اهل هنود وژل شوي او اووه تنه د سیمي اوسېدونکي ټپیان شوي دي.
✒: د ا.ا ویاند ذبیح الله م...
نور ولوله
