مهم ترین های امروز یکشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: په تورخم کې افغانستان ته د تلونکي سپین ږیري تر ځانوژنې وروسته په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت پر دې موضوع خواشینې ښودلې ده.
په اسلام اباد کې د دافغانستن د سفارت سرپرست سرداراحمد شکیب تر دې پېښې وروسته تورخم ته تللی او هلته یې د خپلو خبرو پر مهال ټینګار کړی، چې د تورخم له لارې د مسافرو د تګ راتګ ستونزې به ډېر ژر هوارې شي.
د شنبې په ورځ په تورخم کې یوه د لوړ عمر لرونکي کس ځان د ټرېلر موټر لاندی کړی او مړ شوی دی.
دغه سړي له هغې وروسته ځان تر ټرېلر لاندې کړ، چې پاکستاني پولیسو افغانستان ته د نوموړي د دننه کېدو مخنیوی کاوه. په دې وروستیو کې پاکستان ته د تګ راتګ په برخه کې ستونزې زیاتې شوې دي.
په کابل کې د پاکستان سفارت وايي، چې همدا پرون یې دا ستونزه حل کړې ده.
✒: د ریاست الوزراء د لومړي معاونیت دفتر وایي، د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د حج فریضې ادأ کولو په هدف سعودي عربستان ته رسېدلی.
ویل کیږي ملا برادر اخوند به د دغه سفر په ترڅ کې د حج فریضې پر ادأ کولو سربېره، هلته له مېشتو افغانانو سره هم وګوري.
بلوچستان کې ترافیکي پېښه کې ۳۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې کندې ته یوه مسافر وړونکی موټر لوېدلی، چې له امله يې ۱۹ تنه مړه شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.
✒: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي دوحې ته د سفر په لړ کې د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا سره لیدلي او افغانستان کې له زلزله ځپلو سره پر مرستو، زیربنايي پروژو برخه کې پر همکارۍ او نورو مهمو موضوعاتو يې بحث کړی.
دغه راز امیر خان متقي د افغانستان لپاره د ناروې له سفیر اولي لینډمن سره هم کتلي او دواړو لورو د افغانستان پر اوسني وضعیت، بشري، روغتیايي او اقتصادي برخو کې د شویو پرمختګونو په اړه خبرې کړي.
✒: یکی از شرکت کنندهگان نشست اعتراضآمیز در برابر بسته ماندن مکتبهای دختران میگوید که زنان افغان در دورههای مختلف تاریخ از حقوق بنیادی شان محروم بوده اند، ویمیگوید که زنان پس از این اجازه نخواهند داد که حقوق شان در معاملات سیاسی زیرپا شود.
✒: د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر الحاج نور الدین عزیز په ازبیکستان کې له افغان سوداګرو سره کتلي دي. په دې لیدنه کې یې دغه سوداګرو ته ډاډ ورکړی چې د ستونزو د حل لپاره به یې هڅه کېږي.
✒: فاروق اعظم:
د نجونو له ښوونځیو باید د اسامه موضوع جوړه نه کړو چې نړیوال مو بیا حکومت له منځه پرې یوسی.
✒: د ا.ا.ا مرستیال ویاند یوسف احمدي وايي، ټولنیزو رسنیو کې د حکومتي چارواکي له لوري د پوځي الوتکې په وسیله له لوګر څخه خوست ته د کورنۍ لېږدونه حقیقت نه لري.
احمدي ویلي، هېڅ داسې پېښه نه ده رامنځته شوې او دا یوازې د دوښمن تبلیغات دي.
✒: رییس اداره خط آهن پاکستان طی نشستی با تجاران این کشور گفته است که روند واردات ذغال سنگ از افغانستان را سریعتر سازد.
در نشست مذکور گفته شده که برای رانندهگان زمینه سازی سهولتهای لازم و راههای رفت و آمد فراهم شود.
✒: افغاني او امریکايي چارواکو د مرکزي بانک شتمنۍ پر ازادېدو خبرې کړې.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې کاږلي، افغان او امریکايي چارواکو پر هغو لارو چارو خبرې کړې چې له مخې به یې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ یوه برخه مرکزي بانک ته ولېږدوي.
د کنګل شوې شتمنۍ یاده یوه برخه ۳.۵ میلیارده ډالر کېږي.
✒: حسین امیر عبداللهیان، وزیر امور خارجه ایران به سوریه سفر نموده و آنجا با رییس جمهور بشار الاسد دیدار کرده است.
عبداللهیان هدف این سفراش را حل بحران به وجود آمده میان ترکیه و سوریه و همچنان زمینه سازی صلح میان آنان خوانده است.
✒: اسراییل ۳ طیاره گروه حزب الله را سقوط داده است.
اسراییل میگوید، ۳ طیاره گروه مسلح حزب الله را که به هدف استخراج مواد نفتی بسوی بحیره مدیترانه در حرکت بود، هدف قرار داده است.
اعلامیه میافزاید، طیارههای مذکور بسوی مناطقی در حرکت بود که لبنان و اسراییل بر سر حاکمیت آن جنجال دارد.
✒: از اثر درگیری مسلحانه در امریکا ۷ پولیس کشته و زخمی شده اند.
در نتیجه برخورد مسلحانه در منطقه الین ایالت کینتکی سه پولیس کشته شده و چهار تن دیگر زخم برداشته است.
مقامات پولیس گفته اند که فرد مهاجم را بازداشت نموده و تحت تحقیق قرار دارد.
✒: اوکراین در مقابل حملات بلاروس آمادهگی میگیرد.
برای سربازان اوکراینی در شهر لفیف امر شده است که به هدف دفاع از حملات بلاروس آماده شوند.
این فیصله در حالی اتخاذ میشود که دو روز قبل رییس جمهور روسیه با همتای بلاروسیاش دیدار کرده و مبنی بر حمایت نظامی از یکدیگر تعهد سپرده اند.
✒: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا کې د قطر استازې:
نړیواله ټولنه دې افغانستان کې ملي روغه جوړه وکړي.
✒: اروپایي ټولنې د افغان ماشومانو روغتیایي ملاتړ لپاره ۴۰ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه.
✒: د بلاروس ولسمشر لوکاشینکو:
پوتین ته مې ویلي اټومي وسلې زموږ هېواد کې ځای پر ځای کړه.
✒: هیلري کلنټن سي این این ته:
که بایډن بیا هم ولسمشریزو ټاکنو ته ودرېږي، نو ګټي یې.
وایي، زه یې ملاتړې یم.
✒: د پاکستان داخله وزیر رانا ثناالله:
ټي ټي پي سره به مو د سولې تړون د پاکستان د پوځ سره په همغږۍ چمتو او لاسلیکېږي.
✒: د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا ویلي چې هېواد به یې د کرنې او دغه راز پراختیایي پروژو برخه کې له افغانستان سره ۱۴ میلیونه ډالر مرسته وکړي.
✒: د استرالیا دفاع وزیر ریچارډ مارلېس یوه خبري کنفرانس کې ویلي، په افغانستان کې د استرالیايي سرتېرو له شرمه ډک جنګي جنایتونه د اندېښنې وړ دي.
نوموړی زیاتوي، سرتېرو يې په افغانستان کې د خپل ماموریت پرمهال جنګي جنایتونه کړي او دا وحشتناکه قضيې به په هر اړخیزه توګه وځېړل شي.
د مارلېس په خبره، په جنګي جنایتونو کې د ښکېلو سرتېرو د محاکمې غوښتونکی دی او د محکمې بهیر به يې دوام ولري.
✒: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغان محصلینو لپاره د فولبرایټ تحصیلي بورسونو پروګرام بیا پیل باندې غور کوي.
فولبرایټ پروګرام افغانستان کې د ا.ا واک ته له رسېدو وروسته تړل شوی و، چې اوسهمال يې پر بېرته پیل خبرې روانې دي.
