مهم ترین های امروز جمعه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د ا.ا د فواید عامې وزارت وایي، چې د نورستان او کونړ ولایتونو تر منځ لاره د غرښویېدنې او سېلابونو له کبله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
یاد وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې ددې لارې د پاکولو عملیات شپږ ورځې وخت نیسي او تر هغه وخت دې پر دغه لارې له تګ راتګ ډډه وشي.
✒: د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي، د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې دواړو لورو پر ملي پخلاینې، د افغانانو حقونو پر تامین او افغانستان کې په وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
✒: د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد په قطر کې له یو شمیر میشتو افغانانو سره کتلي دي
په دې لیدنه کې محمد یعقوب مجاهد ویلي د قطر له امیر سره یې په دې هیواد کې د میشتو افغانانو د ستونزو د حل په اړه خبرې کړي او د قطر امیر ژمنه کړې چې د افغانانو د ویزو په برخه کې به مرسته وکړي.
✒: د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د ا.ا مشرتابه د فرمان او د سترې محکمې د لارښوونې پر بنسټ د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ټولټال ۹۳۵ تنه بندیان چې جرمونه يې نسبت کم وه، د لوی اختر په مناسبت ازاد شول.
✒: حامد کرزی، رییس جمهور پیشین کشور در یک پیام که به مناسبت عید سعید الضحی در صفحه تویترشاش نشر کرده، از حکومت سرپرست خواسته است که در کنار فراهم نمودن آموزش به دختران و پسران، مکتبهای دخترانه بالاتر از صنف ششم را به زودی بازگشایی کند آقای کرزی در این پیام تاکید کرده است که باید گفتمان ملی هرچه زودتر آغاز شود. به گفته او، گفتمان ملی یگانه راهی برای بیرون رفت از تمام مشکلات موجود در کشور است.
✒: پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، په یوولسو ولایتونو کې د ډېر اورښت او سېلابونو راوتلو په پایله کې ۱۶ کسان مړه او ۲۱ نور ټپیان شوي دي. د دې تر څنګ، ۱۱۶ کورونه ویجاړ شوي، ۱۶۰۰ څاروي له منځه تللي او د شاوخوا ۵۴۷۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې فصلونو ته زیان رسېدلی دی.
✒: د افغانستان مویتای فدراسیون وایي، د دې فدراسیون دوه ښځینه لوبغاړې په لومړي ځل د افغانستان په استازیتوب د امریکا په "نړۍ لوبو - World Games" کې ګډون کوي. دا سیالۍ روانه میاشت په امریکا کې تر سره کېږي چې د نړۍ له سلو هېوادونو څخه به ۳۴۰۰ لوبغاړي پهکې ګډون وکړي.
✒: سرگئی لاوروف، وزیر امور خارجه روسیه پس از نشست وزرای خارجه کشورهای گروه 20 در بالی اندونزی در گفتوگو با خبرنگاران با بیان اینکه آماده مذاکره با ترکیه و اوکراین در مورد مشکل غلات هستند، گفت: مسکو و آنکارا به جز در آبهای اوکراین آماده هستند تا امنیت کشتیها را تا تنگهها تضمین کنند.
لاوروف با اشاره به تداوم مشکل غذا در جهان، اظهار داشت: با استفاده از ذخایر غله ما هیچ مانعی برای حل این مشکل وجود ندارد، اما غرب با محدودیتهای یک جانبهای که اعمال میکند، مشکلاتی را در بیمه کشتیهای و ورود آنها به بنادر و همچنین پرداخت هزینهها ایجاد کرده است.
✒: د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په مسکو کې د دغه هېواد د پارلمان مشرانو ته ويلي، چې پر اوکراين د دوی بريد تر اوسه په جدي توګه نه دی پيل شوی. پوتین په خپله وینا کې دا هم ویلي چې که لویدیځ دا جرآت لري نو روسیې ته دې د جګړې په ډګر کې ماتې ورکړي.
✒: چین ۱.۷ میلیون تن را قرنطین کرده است.
در ایالت انهوی چین ۳۰۰ واقعه مثبت مصاب به کرونا ثبت شده که از اثر آن حکومت به ۱.۷ میلیون باشنده ایالت مذکور هدایت داده که در خانههای شان بمانند.
حکومت به هدف جلوگیری از شیوع کرونا تطبیق کمپاین سرتاسری واکسین ضد کرونا را نیز آغاز نموده است.
✒: د بریټانیا حکومت په یوې اعلامیه کې لیکلي، په افغانستان کې له ښځو او نجونو ملاتړ ته دوام ورکوي. په جنیوا کې د بریټانیا د استازي په حواله زیاته شوې، بریټانیا له بشري حقونو د سرغړونې او د هغو سیاستونو د پایته رسېدو غوښتنه کوي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه محدودوي.
اعلامیې په ټولنه کې د افغان ښځو او نجونو پر مانا لرونکي حضور او ګډون ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې افغانستان په نړۍ کې یوازېنی هېواد دی چې د متوسطو او لېسو دورې نجونې زدهکوونکې یې ښوونځیو ته نهشي تلای.
✒: د سیگار د تازه راپور له مخې امریکا له ۲۰۰۱ کال نه تر ۲۰۲۱ پورې په افغانستان کې په رسنیو ۲۲۰ میلیونه ډالر مصرف کړي دي.
سیگار همداراز ویلي چې امریکا یوازې د موبي گروپ د تاسیس لپاره ۲،۲ میلیون ډالر ورکړي وو.
✒: د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف د جي۲۰ غونډې په څنډه کې له خپل هندي سیال جي شنکر سره لیدلي دي.
✒: د جاپاني رسنیو د راپورونو په اساس د جاپان پخوانی صدراعظم شینزوابې د سختو ټپونو له کبله ومړ.
نوموړی نن سهار انتخاباتي کمپاین کې د وینا پر مهال په سینه په مرمیو ولګېد.
