No-IMG

مهم ترین های امروز دوشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ پلاوي د ازبکستان صدراعظم له مرستیال او د سوداګرۍ او پانګونې له وزیر سردار عمر زاکوف سره کتلي دي.

په دې کتنه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا او ټرانزیټ باندې خبرې کړې دي.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي له افغان محصلینو سره کتلي او وايي، د محصلینو ستونزو ته لاسرسی يې لومړیتوب دی او له هرې ممکنې لارې هڅه کوي، څو په هند کې محصلین خپل نیمه پاتې درسونه تکمیل کړي.

‏په دې لیدنه کې محصلینو خپلې ستونزې وړاندې کړي او له متقي څخه يې غوښتي، چې په هند کې د افغان محصلینو متوقف شوي درسونه بیا پیل او د ویزو او تللو برخه کې همکاري ورسره کړي.

: ‏په هرات ښار کې وسله والو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو ځواکونو پر انتقالونکي موټر برید کړی دی.

د هرات امنیې قوماندانۍ چارواکي د هرات ښار څلورمې حوزې اړوند سیمه کې د قول اردو پر لېږدونکي موټر برید تاییدوي، خو د تلفاتو په اړه يې څه نه دي ویلي.

‏عیني شاهدان بیا وايي، په پېښه کې پوځیانو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې امیر خان متقي په قطر کې د المان سفارت لپاره نوماند مشر سټیفن شنیک سره کتلي دي.

‏دې لیدنه کې سټیفن شنیک افغانانو سره د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکړی او په خبره يې، په دې لټه کې دي،څو افغانستان سره اړیکې لا پراخې کړي.

امیر خان متقي زیاته کړې، دوه اړخیزه مثبت تعامل کولی شي په ډېرو برخو کې اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.

: ‏د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د حج د فریضې د ادا کولو په هدف د افغان حاجیانو وروستۍ ډله هم سعودي عربستان ته ورسېده.

‏نوموړي په ټویټر پاڼه لیکلي، د حج او اوقافو وزارت او نورو اړوندو ادارو په هلو ځلو سږکال ټول ټاکل شوي ۱۳۵۸۲ حاجیان سعودي عربستان ته رسېدلي، چې سږکال به حج په خورا ښه او ارام ډول ترسره شي.

: ‏د دوشنبې په ورځ د هېواد په بازارونو کې یو لیټر ډیزل په ۱۱۸ افغانیو باندې پلورل کېدل.

موټر چلوونکي او عام هېوادوال وايي، چې د هېواد په بازارونو کې د تیلو بیې په بې ساري ډول لوړې شوي او د دوشنبې په ورځ یو لیټر ډیزل په ۱۱۸ افغانیو پلورل کېدل.

‏موټر چلوونکي او عام هېوادوال د تیلو بیې لوړېدو اندېښمن کړي او له اسلامي امارت څخه غواړي، چې د تیلو بیو لوړېدل کنټرول کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د تیلو بيې یوازې په افغانستان کې نه، بلکې د ټولې نړۍ په بازارونو کې د یوکراین او روسيې د جګړې له امله لوړې شوې دي.

: ‏‏د سوداګرۍ خونې د پکتیکا او خوست زلزله ځپلیو لپاره ۳۰ میلیونه افغانۍ مرسته له حوادثو سره د مبارزې کمېټې ته وسپارله.

: ‏له عاملینو سره به یې سخت او قانوني چلند وشي.

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د ځينې اشخاصو لخوا د تېلو بیو لوړوالي او په لوی لاس یې د بحران رامنځته کولو په تړاو ځينې راپورونه ور رسېدلي.

‏اعلامیه زیاتوي، معاونیت به د نرخونو ټيټولو په برخه کې له هرې ممکنې لارې کار واخلي او هغه اشخاصو سره به قانوني او سخت چلند وکړي، چې د دې عمل مرتکب کیږي.

: ‏فاریاب کې، یو پنځوس کلن سړی د نامعلومو کسانو لخوا د ډبرو او لښتو په ګوزارونو وژل شوی او مېرمن یې سخته ټپي شوې ده.

د يوې امنيتي سرچينې په خبره، قاتلين د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوي دي.

: ‏پاکستاني لوري ته بند پاتې افغان کډوالو پر مخ، د تورخم دروازه پرانیستل شوه.

د تورخم کمیسارۍ مسوولینو ویلي، چې دغه دروازه تر نامعلومې نېټې د هغو افغانانو پر مخ خلاصه شوه، چې غوښتل یې د تذکرې له مخې هېواد ته راستانه شي.

: ‏ایران، له څلورو زرو زیات افغان کډوال بېرته افغانستان ته لېږلي.

ایراني رسنۍ وايي، په تېرو دوو ورځو کې تر ۴۵۰۰ تنو افغان کډوال له ایرانه ایستل شوي دي.

دغه هېواد تېره اونۍ اعلان وکړ، چې له خپلې خاورې هغه افغان کډوال وباسي، چې قانوني اسناد ونه لري.

: ‏چاووش‌اوغلو: مسائل‌مان در سوریه را خودمان حل خواهیم کرد. ترکیه در صورت احساس تهدید در این منطقه، آن را رفع می‌کند.

چاووش‌اوغلو: (سوئد و فنلاند) باید به این سند(تفاهم‌نامه سه جانبه) عمل کنند، در غیر این صورت آن‌ها را عضو ناتو نخواهیم کرد.

: ‏رشد 20 درصدی حجم صادرات ترکیه در نیمه اول امسال.

حجم صادرات ترکیه طی 6 ماه اول سال جاری با 20 درصد افزایش به 126 میلیارد دلار رسید.

: ‏روسیه: تاکنون 230 هواپیما اوکراینی را منهدم کرده‌ایم.

ایگور کوناشنکوف، سخنگوی وزارت دفاع روسیه در یک مصاحبه مطبوعاتی اعلام کرد که از آغاز حمله به اوکراین تاکنون 230 فروند هواپیما و 706 راکت انداز چند لوله‌ای این کشور را منهدم کرده‌اند.

: ‏وزیر دفاع روسیه: کنترل کامل لوهانسک را به‌دست گرفتیم.

سرگئی شویگو، وزیر دفاع روسیه با حضور در کاخ کرملین به ولادیمیر پوتین، رئیس جمهور این کشور درباره وضعیت لوهانسک واقع در شرق اوکراین گزارش داد.

: ‏پنجمین قطار نیکوکاری ترکیه عازم افغانستان شد.

پنجمین قطار نیکوکاری ترکیه که با هماهنگی مرکز مقابله با حوادث غیرمترقبه ترکیه «آفاد» تهیه شد، به منظور رساندن کمک‌های بشردوستانه به نیازمندان افغان طی مراسمی از آنکارا عازم افغانستان شد.

: ‏از اثر سیلاب‌ها در آسترالیا صدها خانواده بی‌جا شده است.

در نتیجه بارش‌های شدید در شهر سیدنی سیلاب‌ها سرازیر شده که در نتیجه یک تن جان باخته و به هزاران تن امر شده که خانه‌های شان را ترک کنند.

سیلاب‌ها در سیدنی سرک‌ها را مسدود ساخته و راه‌های رفت و آمد بسته شده است.

: ‏افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی کاظمي قمي:

افغانستان له امریکایي فتنې او بحران ژغورو.

: ‏د ذوالحجې په ۹مه به د عرفات په ورځ د کعبې شریفې پوښونه بدل او نوي به ور واغوستل شي.

په نوي پوښ کې یې ۶۷۰ کیلو ورېښم، ۱۲۰ کیلو د سرو زرو تار او ۱۰۰ کیلو د سپینو زرو تار کارول شوی.

د کعبې د غلاف وریښم د اېټالیا او طلایي و د سپینو زرو تارونه یې د جرمني تولید دی.

: ‏ایران یو ځل بیا له افغانانو غوښتي چې په قانوني اسنادو دغه هېواد ته سفر وکړي. د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي لا هم په ایران کې ګڼ افغانان قانوني اسناد نه لري او د ثبت له بهیر هم پاتې شوي دي.

: ‏عربي اماراتو د پکتيکا او خوست د زلزله ځپلو د درملنې لپاره مجهز سيمه ييز روغتون پرانيستی دی. د عربي اماراتو رسنيو ويلي چې د ياد روغتون وسايل او تجهيزات وړمه ورځ افغانستان ته را استول شوي وو.

: ‏د استراليا لومړي وزير انتوني البانيزي ويلي، د دوی نوي نظامي تجهيزات به د روسيې د يرغل پر وړاندې د اوکراين په دفاع کې مرسته وکړي.

: ‏اسوشیتیډپرس راپور ورکړی دی چې د امریکا په تګزاس ایالت کې په تازه پېښه کې په ډزو دوه نوي ځوانان وژل شوي دي او یو بل ټپي شوی دی.

: ‏د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند امریکا ته ننواتې پیل کړې دي. د پاکستان پخواني چارواکي خواجه آصف په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي، دی داسې کره اسناد لري چې له مخې یې عمران خان او تحریک انصاف د خپلو تېروتنو له امله امریکا ته زارۍ او ننواتې پيل کړې دي.

: ‏امریکایي رسنۍ وايي چې تازه په دغه هېواد کې د یوه تورپوستي د وژل کېدو په غبرګون کې پراخ لاریونونه پيل شوي دي. څو ورځې وړاندې امریکایي پولیسو له یوه تورپوستي سره نښته وکړه، هغه یې شپېته مرمۍ ووېشت او ووژل شو.

: ‏د روغتیا نړیوال سازمان په یوه تازه راپور کې د عامې روغتیا وزارت د شمېرو پر بنسټ لیکلي چې د پکتیکا او خوست ولایتونو په وروستۍ زلزله کې ۱۰۳۶ کسان مړه شوي، ۲۹۴۹ نور ټپیان دي او ۴۵۰۰ کورونه په بشپړ یا برسېرن ډول ویجاړ شوي دي.

‏دا سازمان وايي، ناتایید شوي راپورونه په ډاګه کوي چې ۷۰۰ تر ۸۰۰ کورنۍ د پکتیکا په برمل او ګیان او د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې تر شنه اسمان لاندې ژوند کوي چې له ډلې یې یوازې ۴۰۰ په برمل کې دي او هغه کورنۍ چې کورونه یې نیمه ویجاړ شوي، له وېرې په خلاصه فضاء کې اوسېږي.

: ‏د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان سره يې د مرستو په لړ کې۲۵۰۰ مټریک ټنه د غنمو بله جوپه هم دغه هېواد ته روانه شوې ده.

یاد وزارت زیاتوي، هند افغانستان ته ټولټال ۳۶ زره مټریک ټنه غنم استولي دي او ډېر ژر به ۱۴ زره ټنه نور غنم هم افغانستان ته ولېږي.

‏د وزارت په خبره، هند افغانستان سره په اوسني حساس وضعیت کې بشردوستانه مرستو ته ژمن دی او بشپړه همکاري به ورسره وکړي.

: ‏د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونسیف وايي، اروپايي ټولنې افغانستان سره د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین د تطبیق او له ماشومانو د ملاتړ لپاره ۴۰ میلیونه یورو مرسته کوي.

‏دغې ادارې زیاته کړې، له دې پیسو شاوخوا ۲۵ میلیونه يې افغان ماشومانو ته د پولیو واکسینو پر وېش او ۱۵ میلیونه یورو بیا په افغانستان کې له ماشومانو په ملاتړ لګول کېږي.

یونسیف په افغانستان کې د ماشومانو پر روان وضعیت اندېښنه ښودلې او د لا ډېرو مرستو غوښتنه يې کړې ده.

: ‏د ډنمارک د پلازمېنې کوپنهاګن له ګڼې ګوڼې په یوه ډک پلورنځي کې د یوه وسله وال کس په برید کې ۳ کسان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

د پولیسو یوه چارواکي ویلي، دغه برید کوونکی يې نیولی او تر څېړنو لاندې دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک