د هېواد او نړۍ خبرونه

د کانونو او صنايعو وزير ښاغلي مولوي شهاب الدين دلاور د قدرمن حکمتيار صاحب ليدو ته راغلی

شنبه د قوس ۱۲مه؛ ۱۴۰۱ھ‌ش: پر إيمان مسجد د پروني نامردانه بريد د غندنې او تقبيح په مناسبت نن د ګڼ‌شمېر سياسي، جهادي، قومي او دولتي شخصيتونو سربېره د افغانستان د اسلامي امارت د کانونو او صنايعو وزير ښاغلي مولوي شهاب الدين دلاور هم تشريف راوړی وو، او د يادې دردناکې پېښې په اړه يې د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي حکمتيار ته د خپل تسليت، خواخوږۍ او فاتحې مراتب وړاندې کړل. نوموړي همداراز په ياده پېښه کې شهيدانو ته د فردوس جنت، کورنيو، خواخوږو او هم‌فکرو ته يې د جميل صبر او ټپيانو ته يې د بشپړې او عاجلې روغتيا هيله څرګنده کړه. د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه. ...
نور ولوله

د مهاجرينو وزير ښاغلي حاجي خليل الرحمان حقاني د قدرمن حکمتيار صاحب ليدو ته راغلی

پر إيمان مسجد د جُمعې ورځې د وحشيانه برید د تقبيح په سلسله کې د ګڼ‌شمېر سياسي او قومي مشرانو سربېره ګڼ‌شمېر دولتي چارواکو هم په پرله‌پسې توګه د حزب اسلامي افغانستان مرکزي دفتر تشريف راووړ؛ چې په همدې تسلسل کې د افغانستان د اسلامي امارت د مهاجرينو وزير ښاغلي حاجي خليل الرحمان حقاني او د کابل ولايت أمنيه قومندان ښاغلي مولوي ولي جان حمزه هم د قدرمن مشر حضور ته تشريف راوړی وو او نوموړي ته يې د خپلې خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړل او ترڅنګ يې د پېښې قربانيانو ته د فردوس جنت، کورنيو ته يې د جميل صبر او ټپيانو ته يې د عاجلې روغتيا هيله څرګنده کړه. د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه. ...
نور ولوله

ورور حکمتيار پر إيمان مسجد د بريد له ځای او پاتې شويو نښو-نښانو ليدنه وکړه

د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير ښاغلي انجينير حکمتيار پر إيمان مسجد د وړمې ورځې بريد له ځای او پاتې شويو نښو-نښانو ليدنه وکړه او هغه ټول مواضع يې يو يو له نظر تېر کړل، چې د بريد په پايله کې لږو ډېر زيانمن شوي وو. قدرمن مشر د پېښې ځای او نښو-نښانو ته په پام سره وويل: (موږ په احتیاط او تدبیر مکلف یو، خو  په تقدیر کلک باور لرو! له مرګ نه وېرېږو، ځکه چې مرګ راته په خپله نېټه راځي. یوازې د هغه څه په اندېښنه کې یو چې له مرګ وروسته پېښيږي.) ناويلې دې پاتې نه‌وي؛ چې ياد ناځوان‌مردانه بريد د تېرې جمعې په ورځ په داسې حال کې وشو ...
نور ولوله

د حزب اسلامي افغانستان په ليسه کې د مجاهد امير حکمتيار صاحب د ترهگريز بريد د غندنې په اړه غونډه وشوه

د ‌حضرت قیس بن سعد(رض) د عالی لیسی په انګړ کی د حزب اسلامی افغانستان په مجاهد امیر جناب حکمتیار صاحب د ترهګریز برید د غندني په اړه غونډه جوړه شوه. شنبه د قوس د مياشتې دولسمه نیټه د سهار په نهو بجو غونډه د قاری عبدالرحیم په تلاوت پیل شوه ورپسې د نصرت مینی د ورزشکارانو د اتحادیی مسؤل عبدالقدیر حسن وینا وکړه تر دی وروسته د نصرت مینی د عامې روغتيا مسؤل داکتر عبدالواحد هلال د یادی موضوع په اړه د غونډی ګډونوالو ته خپله وینا واوروله، بیا د دولسم ټولګي شاګرد حديث الله خپل ترنم د غونډی ګډونوالو ته واورولو تر دی ورسته مشر ورور قاضي صاحب عبدالحی فقیري د حکمتیار صاحب د شخصیت په اړه د غونډی ګډونوالو ته وینا وکړه. غونډه د غرمی په لس نیمي بجې د مولوی سمیع الله په دع...
نور ولوله

مهم ترین های امروز یکشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان   ✒️: د ح‌اا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه: د شنبه د قوس ۱۲مه؛ ۱۴۰۱ھ‌ش د اإإ د بهرنيو چارو وزير ښاغلي اميرخان متقي نن مازديګر د يو پلاوي پر ملتيا د ح‌ا‌ا مرکزي دفتر ته تشريف راوړی وو او د پروني ناځوانمردانه بريد په اړه يې د ح‌ا محترم أمير ښاغلي انجينير حکمتيار ته د خپلې خواخوږۍ، تسلیت او ملاتړ مراتب وړاندې کړل. نوموړي همداراز په ياده پېښه کې شهیدانو ته د فردوس جنت، کورنيو ته يې د جميل صبر او ټپيانو ته يې د عاجلې روغتيا هيله څرګنده کړه. ✒️: د ح‌اا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه...
نور ولوله

مهم ترین های امروز شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان   ✒️: د ح‌اا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه: نن شنبه د قوس ۱۲مه؛ ۱۴۰۱ھ‌ش د اإإ د بهرنيو چارو وزير ښاغلي اميرخان متقي نن مازديګر د يو پلاوي پر ملتيا د ح‌ا‌ا مرکزي دفتر ته تشريف راوړی وو او د پروني ناځوانمردانه بريد په اړه يې د ح‌ا محترم أمير ښاغلي انجينير حکمتيار ته د خپلې خواخوږۍ، تسلیت او ملاتړ مراتب وړاندې کړل. نوموړي همداراز په ياده پېښه کې شهیدانو ته د فردوس جنت، کورنيو ته يې د جميل صبر او ټپيانو ته يې د عاجلې روغتيا هيله څرګنده کړه. ✒️: داکتر عبدالله عبدالله د مصالحې عالي شو...
نور ولوله

د بهرنيو چارو وزير محترم امير خان متقي د قدرمن حکمتيار صاحب ليدو ته راغلی

شنبه د قوس ۱۲مه؛ ۱۴۰۱ھ‌ش: د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير ښاغلي اميرخان متقي نن مازديګر د يو پلاوي پر ملتيا د حزب اسلامي افغانستان مرکزي دفتر ته تشريف راوړی وو او د پروني ناځوانمردانه بريد په اړه يې د حزب اسلامي محترم أمير ښاغلي انجينير حکمتيار ته د خپلې خواخوږۍ، تسلیت او ملاتړ مراتب وړاندې کړل. نوموړي همداراز په ياده پېښه کې شهیدانو ته د فردوس جنت، کورنيو ته يې د جميل صبر او ټپيانو ته يې د عاجلې روغتيا هيله څرګنده کړه. د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه. ...
نور ولوله

مهم ترین های امروز جمعه

ترتیب کننده: هیلی افغان   ✒️: نن د ح.ا.ا اړوند د ایمان په مسجد د څو تنه نا معلومو، شریرو، د اسلام او انسانیت دښمنانو او وحشي صفته افرادو له خوا د مسلحانه برید ناکامه هڅه وشوه چي د برید په پایله کي د ح.ا.ا د دفتر دوه تنه ساتونکي ټپیان او یو تن په شهادت ورسید. پدې مسجد کي د ح.ا.ا عالیقدر امیر انجینیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله هره جمعه د جمعې د لمانځه امامت کوي د خطبې په ترڅ کي د هېواد او نړۍ په ورځنیو مهمو مسایلو تبصرې وړاندې کوي او په اړه یې خپل موقف څرګندوي. د یادولو وړ ده چي تر برید څو ساعته وروسته د ح.ا.ا امیر عالیقدر حکمتیار صاحب حفظه الله افغان ولس ته د ډاډګیرنې پیغام خپور کړ، ولس ته یې ډاډ ورکړ چي ...
نور ولوله

مهم ترین های امروز پنج شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان   ✒️: ‏د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د ازبکستان وارداتي برېښنا په یوه مزي کې رغنیزې چارې ترسره کیږي چې له همدې کبله به سبا ټوله ورځ د کابل په ګډون ۱۲ ولایتونه برېښنا ونه لري. ✒️: ‏د رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخوند د حکم پر اساس شیخ مدار علي بامیاني د کور او ښارجوړولو وزارت د ښاري چارو د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی. ✒️: ‏د کابل ابتدائیه محکمې نن د ۶ ښځو په ګډون ۲۱ مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړه. سترې محکمې په یوه خب...
نور ولوله

د حکمتيار صاحب شپږمه درسي حلقه (د ملتونو د عروج او زوال عوامل) تر عنوان لاندې تر سره شوه

چهارشنبه د قوس ۹مه؛ ۱۴۰۱ھ‌ش:   د بريا نړۍ‌وال ټلويزيون د غونډو په تالار کي «د ملتونو د زوال او عروج عوامل» تر سرليك لاندي د حزب اسلامی افغانستان د قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار ۶مه درسي حلقه دائره شوه چي گڼ‌شمېر ورونو او خویندو په کي گډون کړی وو. ښاغلي حکمتيار د خپل مخکني درس پر دوام وويل؛ چي بايبل ليکي: (خداى د حيوان له پوسته لباس جوړ كړ؛ آدم او مېرمني ته ئې ورواغوست، بيا خداى وفرمايل: اوس چي آدم زموږ په څېر شوى او ښه او بد پېژني؛ بايد پرې ئې نږدو چي د "حيات د وني" مېوه هم وخوري او تر ابده ژوندى وي؛ نو خداى دى د عدن له باغه وايست؛ د دې لپاره چي و...
نور ولوله

بی بی سناء دُختر اِمام شهید حَسنُ البناء رح در عُمر ۸۵ سالگی داعی اجل را لبیک گفته

انا لله وانا الیه راجعون دیروز بی بی سناء دُختر اِمام شهید حَسنُ البناء ( رح ) مُوسس حرکت جهانی اخوان المسلمین با تحمل درد والم مریضی که عاید حالش بود به عُمر ۸۵ سالگی داعی اجل را لبیک گفته وبه لقاء الله پیوست . الله متعال ! رحمت ومغفرت خویش را شامل حال مرحومه گشتانده ودرجنت الفردوس با والدگرامی اش مُلحق بسازد . وهمچنان به بازماندگان ومحبان وی صبرجمیل واجرعظیم نصیب بدارد . انتقلت أمس إلى رحمة الله تعالى الحاجة سناء بنت الشهيد حسن البنا، عن 85 عاما، بعد صبر على المرض. نسأل الله تعالى أن يرحمها ويغفر لها ويتقبلها في الصالحات، ويلحقها بوالدها في جنات الفردوس....
نور ولوله

مهم ترین های امروز چهارشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان   ✒️: ‏د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت وایي، د سمنګان په مرکز ایبک کې په یوه دیني مدرسه کې چاودنه شوې، ‏د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او د پېښې د عاملینو د نیولو هڅې یې پیل کړې دي. هاخوا ځايي سرچینو ویلي، چې دا چاودنه د « جهادیه مدرسه» کې نن د ماسپښین لمانځه پر مهال شوې ده چي له امله یې شاوخوا ۱۰ تنه زده کونکې په شهادت رسېدلي او یو شمېر هم زخمیان دي. ✒️: ‏د ا.ا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو د بېلابېلو رس...
نور ولوله

مهم ترین های امروز سه شنبی

ترتیب کننده: هیلی افغان   ✒️: ‏په بهرنیو چارو کې د پاکستان دولت وزیرې حنا رباني کهر کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغان مېرمنو د سوداګرۍ خونې له یو شمېر غړو سره لیدلي او له هغوی سره یې په ټولنه کې د ښځو د رول او دغه راز د دواړو هېوادونو د ښځینه متشبثینو تر منځ د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي. ‏دوی له حنا رباني کهر غوښتي چې د اسلامي امارت له مشرانو سره د لیدنو پر مهال د افغان مېرمنو د وضعیت په اړه هم خبرې وکړي. ✒️: ‏په پېښور پوهنتون کې "د وزيرستان محصلينو فدراسيون" په پښتونخوا او قبایلي سیمو کې...
نور ولوله

مهم ترین های امروز دوشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان   ✒️: ‏د کریکټ نړیوالې شورا ویلي چې افغان کریکټ ملي لوبډلې د ٢٠٢٣ کال د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ته چې په هند کې ترسره کیږي، لار ومونده. ‏افغان کریکټ ملي لوبډلې وروسته تر هغې د ٢٠٢٣ کال نړیوال جام ته لار ومونده چې پرون یې د سریلانکا خلاف لوبه کې پنځه نومرې تر لاسه کړې او د ټولو نومرو شمېر یې ١١٥ ته ورسېد. ✒️: ‏د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د هېواد له فضا څخه د تېرېدونکو الوتکو له درکه افغانستان هره میاشت ۱۸۰میلیونه افغانۍ عواید تر لاسه کوي. ...
نور ولوله

مهم ترین های امروز یکشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان   ✒️: ‏د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وايي، په پراګ کې د افغانستان سفارت د خپل هېواد استازیتوب کوي او هلته مېشت افغانان کولی شي د خپلو قونسلي چارو د حل لپاره یاد سفارت ته مراجعه وکړي. ✒️: ‏د کابل امنیې قوماندانۍ د تروریزم ضد پولیسو هغه څلور تنه نیولي چې د کابل د ناامنه کولو پلان یې درلود. د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند محمد خالد ځدراڼ وايي، دغو کسانو په لومړنیو څیړنو کې اعتراف کړی چې د پیسو په بدل کې يې د کابل ښار په مختلفو سیمو او عامه ځایونو کې د چاودنو پلان درلود....
نور ولوله

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک