مهم ترین های امروز یکشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒️: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وايي، په پراګ کې د افغانستان سفارت د خپل هېواد استازیتوب کوي او هلته مېشت افغانان کولی شي د خپلو قونسلي چارو د حل لپاره یاد سفارت ته مراجعه وکړي.
✒️: د کابل امنیې قوماندانۍ د تروریزم ضد پولیسو هغه څلور تنه نیولي چې د کابل د ناامنه کولو پلان یې درلود.
د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند محمد خالد ځدراڼ وايي، دغو کسانو په لومړنیو څیړنو کې اعتراف کړی چې د پیسو په بدل کې يې د کابل ښار په مختلفو سیمو او عامه ځایونو کې د چاودنو پلان درلود.
✒️: د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد په عمان هېواد کې د مکروبونو ضد مقاومت یا (Anti-microbial Resistance) په نوم کنفرانس ګډونوالو ته د خپلې وینا پر مهال ویلي، چې روغتیایي پروګرامونه باید د سیاسي اهدافو ښکار نه شي.
نوموړي د بیلابیلو هیوادونو د روغتیا او زراعت وزیران او معینان مخاطب کړل چې که روغتیایي پروګرامونه د سیاسي اجنډاوو او اهدافو تر تاثیر لاندې راشي، دا به د سلګونو زره ماشومانو، میندو، او د لوړ عمر کسانو روغتیا اغېزمنه کړي.
✒️: د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت هېواد ته د ۱۷۴۶ افغان کډوالو د بېرته راستنېدو خبر ورکوي. د یاد وزارت چارواکي وایي، دغه کډوال پرون شنبه له ایران څخه د هرات ولایت د اسلام قلعه له لارې بېرته خپل هېواد ته راستانه شول.
دوی په ورته مهال زیاتوي چې دغه کډوال د مرستو تر لاسه کولو په هدف د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول. د کډوالو وزارت نه دي ویلي چې دا افغان کډوال په خپله خوښه هېواد ته راغلي او که په زور سره له ایران څخه اېستل شوي دي.
✒️: د افغانستان خصوصي سکټور یو ځل بيا د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د خلاصون غوښتنه کړې. د صنایعو او کانونو خونې مشر شهباز کمین زاده وویل، د افغانستان شتمني کنګل کېدو له امله اوس توکي یونیم چند په لوړه بيه سوداګرو ته رسېږي.
✒️: د ریاست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د قطر له سفير سره په کتنه کې ویلي، چې کابل غواړي د قطر په همکارۍ له اسلامي هېوادونو او نړيوالې ټولنې سره ښې اړيکې ولري، څو له افغانستان سره بشري مرستې نورې هم زياتې شي.
✒️: د بهرنیو چارو وزارت و یاند عبدالقهار بلخي افغانستان کې د ملګروملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما ویناپاڼې ته په غبرګون کې پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، ډیموکراتیک هېوادونه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او تیري تر ټولو لوړه کچه لري. هغه ویلي، اسلامي حکومتونه دنده لري چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي لپاره یو لړ تدابیر وضع کړي. بلخي لیکلي امریکا کې له هرو دریو ښځو، یوه یې تېری او تاوتریخوالی تجربه کوي. ده ویلي نور ډیموکراتیک دولتونه هم ورته وضعیت لري. بهرنیو چارو وزارت دغه راز له نړیوالې ټولنې غوښتي چې تنوع ته درناوی ولري.
✒️: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په نیمروز کې بهرنیو چارو ریاست ته ورغلی. د دې وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل پر ټویټر د ښاغلي متقي په حواله لیکلي، د اسلامي امارت اقتصاد محوره پالیسۍ ته په کتو اړینه ده چې د ورېښمو له لارې سوداګرو ته د راکړې ورکړې ښه زمینه برابره شي.
✒️: د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي په یوې ویډیو کې ویلي، د دایکنډي مرکز اړوند شیبر سیمه کې د اسلامي امارت ځواکونو د عملیاتو پر مهال نهه وسلهوال مخالفین وژل شوي او یوه ښځه د ډزو په تبادله کې ټپي شوې ده.
د هغه په وینا، دې کور ته د سیمهییزو مشرانو له استولو سربېره، دوی خپلې وسلې پر ځمکه کېنښودلې. ښاغلی کریمي زیاتوي، پهدې پېښه کې د اسلامي امارت یو سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان دي. د هغه په خبره، وژل شوي ټول وسلهوال کسان دي او پهدې پېښه کې د ماشومانو د وژنې ادعا ناسمه ده.
✒️: د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د متحده عربي اماراتو له کرېکټ بورډ سره یې د همکارۍ پنځه کلن هوکړهلیک لاسلیک کړ.
یاد بورډ زیاتوي، له دې سره د افغانستان کرېکټ بورډ د اماراتو لوبډلې پر وړاندې هر کال درې شل اوریزې لوبې کوي او کولای شي پهدې هېواد کې د نورو لوبډلو کوربهتوب هم وکړي.
✒️: د بغلان امنیې قومندانۍ ویاند مولوي شېراحمد برهاني وايي، د کابل-بغلان لویې لارې په اوږدو کې د یوه مازدا ډوله موټر چپه کېدو پېښه کې چلوونکی مړ او د هغه مرستهکوونکی ټپي شوی دی.
ښاغلی برهاني زیاتوي، دا ټرافیکي پېښه تېره شپه د خنجان ولسوالۍ په پل سیاهسنګ سیمه کې رامنځته شوې ده.
✒️: باشندگان ولسوالی گیان پکتیکا از کمبود ساختمان مکتبها و معلمین، شکایت دارند.
بیشتر کودکان در این ولسوالی به علت کمبود مکتبهای متوسطه و لیسه نمیتوانند بالاتر از صنف ششم به آموزش خود ادامه دهند.
مسوولان محلی پکتیکا اطمینان میدهند که به چالش معارف در گیان رسیدگی خواهند کرد.
✒️: وزارت امور خارجه ترکیه با انتشار بیانیهای خواستار توضیح مقامات چینی درباره حادثه آتشسوزی در شهر اورومچی مرکز منطقه خودمختار سینجان و جان باختن شماری در این حادثه شد.
وزارت امور خارجه ترکیه در این بیانیه با اعلام اینکه جان باختن و مجروحیت شماری از اویغورها طی حادثه آتش سوزی یک ساختمان مسکونی در شهر اورومچی که تحت قرنطینه قرار داشته باعث تاسف شدید شده است، افزود: برای خانوادهها و نزدیکان قربانیان حادثه تسلیت گفته و برای مجروحین شفای عاجل طلب میکنیم.
در بیانیه وزارت امور خارجه ترکیه همچنین آمده است: منتظر شفاف سازی درباره علت وقوع این آتش سوزی هستیم.
گفتنی است، آتش سوزی در یک ساختمان مسکونی در شهر اورومچی مرکز منطقه خودمختار سینجان چین باعث جان باختن 10 نفر شد.
گفته میشود این ساختمان تحت مقررات قرنطینه قرار داشته و ساکنان ساختمان به این دلیل موفق به ترک آن نشدهاند. همچنین منابع خبری محلی از تاخیر تیمهای آتش نشانی به دلیل وجود موانع فلزی و نردهها در جلوی ساختمان مذکور خبر دادهاند. این موارد باعث اعتراض اویغورها شده است.
✒️: نورالدین نباتی، وزیر دارایی ترکیه در آنکارا با ماجد بن عبدالله القصبی، وزیر بازرگانی عربستان سعودی دیدار و گفتگو کرد.
وزیر دارایی ترکیه با انتشار پیامی در شبکههای اجتماعی از دیدار مفید و سازنده خود با وزیر بازرگانی عربستان سعودی خبر داد.
نباتی در این باره نوشت: طی این دیدار درباره همکاریهای تجاری، اقتصادی و مالی میان دو کشور رایزنی کردیم. با وزیر بازرگانی عربستان سعودی درباره توسعه روابط اقتصادی دو کشور به توافق دست یافتیم.
✒️: بازدید وزیر دفاع ترکیه از واحدهای خط مرزی عراق.
خلوصی آکار، وزیر دفاع ملی ترکیه به همراه فرماندهان ارتش، از یگان مرزی مستقر در مرز با عراق بازدید کرد.
✒️: پاکستان تاجکستان ته د پاکستان د پارلمان غړي محسن داوړ د سفر مخه نیولې. ښاغلي داوړ پر خپل ټویټر لیکلي، غوښتل یې د "هرات لسم پړاو امنیتي ډیالوګ" کې د ګډون په موخه تاجکستان ته سفر وکړي، خو په اسلاماباد هوايي ډګر کې د پاکستان د پلټنو مرکزي ادارې له لوري ورته اجازه نهده ورکړل شوې.
✒️: یوناما میگوید که مارکس پوتزل، معاون این نهاد، خواستار حمایت بیشتر کشورهای منطقه از افغانستان شده است.
یوناما در صفحه فسبوکاش نوشته است که به تلاشهایش در همکاری با بازیگران منطقهای در پیوند به "صلح معنادار در افغانستان" ادامه خواهد داد.
✒️: د ايټاليا په ايسکيا ټاپو کې د سختو بارانونو له امله د ځمکې د ښویدو په پېښه کې اته کسان وژل شوي دي. د لومړنیو راپورونو له مخې د ځمکې ښویدنې له امله د یو نوي زیږیدلي ماشوم په ګډون ۱۳ تنه لادرکه شوي هم دي.
✒️: په سوماليا کې د الشباب وسله والې ډلې پر خلاف عملياتو کې د دې ډلې ۱۰۰ جنګيالي وژل شوي دي. د سوماليا د کورنيو چارو وزارت وايي چې د الشباب وسله والې ډلې پر خلاف عمليات په شابل سيمه کې شوي دي.
✒️: اسټرالیا افغانستان کې خپلو پوځيانو ته د ورکړل شویو مډالونو په تړاو له سره غور کوي. دا پرېکړه په افغانستان کې د اسټرالیايي پوځیانو د ماموریت پرمهال د نږدې ۴۰ ملکیانو د ناقانونه وژنې پلټونکو کړې ده.
✒️: د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ او د ملگرو ملتونو یو شمیر نورو کارپوهانو په افغانستان کې د مېرمنو او نجونو د حقونو پر نقض اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې له مېرمنو او نجونو سره د ا.ا چلند ښايي بشریت ضد جنایت وګڼل شي.
✒️: د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان د اسلام آباد پر لور خپل لاریون لغوه کړی او ویلي یې دي چې د گوند ټول غړي به یې د پنجاب او خیبر پښتونخوا له اسمبلیو څخه هم استعفا وکړي.
عمران خان د خپلې پریکړې دلیل په پاکستان کې د ویجاړۍ د رامنځته کیدو څخه مخنیوی بللی.
✒️: د پاکستان د نوي لوی درستیز سید عاصم منیر تر ټاکل کیدو وروسته د عمران خان پلوي جنرالان هم تقاعد ته هڅول شوي دي او د راپورونو له مخې جنرال فیض حمید هم چې د عمران خان ملاتړی بلل کیدلو تر وخت مخکې تقاعد منلی.
✒️: د فرانسې او تاجکستان ولسمشرانو په ټلیفوني خبرو کې د افغانستان پر وضعیت او په سیمه کې د دې وضعیت پر اغېزو خبرې کړې دي.
د تاجکستان د ولسمشر دفتر ویلي، دا خبرې د فرانسې د ولسمشر په غوښتنه ترسره شوې چې محور یې د افغانستان سیاسي، امنیتي او اقتصادي وضعیت و.
دواړو ولسمشرانو په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت په هدف د نړیوالو پر ګډې همکارۍ ټینګار کړی دی.
✒️: د چین په گوټ گوټ کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د وضع شويو محدودیتونو او ۳ کلن قرنطین پر وړاندې لوی لاریونونه پیل شوي دي.
دغه لاریونونه هغه مهال پیل شول چې په اورومچي کې د یوې کورنۍ ۱۰ غړو چې د اپارتمان دروازه یې د قرنطین په دلیل له بهره تړل شوې وه په یوې اورلگیدنې کې ووژل شول.
له تیرو دریو کلونو راهیسې د کرونا پر وړاندې د چین حکومت پالیسۍ له امله محدودیتونه وضع دي او د ژمي په رارسیدو یو ځل بیا د چین په ټولو لویو ښارونو کې عمومي قرنطین وضع شوی دی.
