No-IMG

مهم ترین های امروز دوشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د کریکټ نړیوالې شورا ویلي چې افغان کریکټ ملي لوبډلې د ٢٠٢٣ کال د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ته چې په هند کې ترسره کیږي، لار ومونده.

‏افغان کریکټ ملي لوبډلې وروسته تر هغې د ٢٠٢٣ کال نړیوال جام ته لار ومونده چې پرون یې د سریلانکا خلاف لوبه کې پنځه نومرې تر لاسه کړې او د ټولو نومرو شمېر یې ١١٥ ته ورسېد.

: ‏د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د هېواد له فضا څخه د تېرېدونکو الوتکو له درکه افغانستان هره میاشت ۱۸۰میلیونه افغانۍ عواید تر لاسه کوي.

: ‏د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وايي، د « واخان» لارې په پرانیستل کېدو سره به د افغانستان او چین تر منځ د سوداګرۍ کچه لوړه شي.

نوموړي ددې لارې د پرانیستو لپاره د ا.ا له اړخه د بشپړ چمتووالي ډاډ ورکړی او له چین هېواد یې هم غوښتي چې د « واخان» لارې د خلاصولو لپاره خپلې هڅې چټکې کړي.

: ‏د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافيرې رافائلا ايوبيا سره په لیدنه کې ویلي، چې « د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه تامين دي او هغوی په مختلفو برخو کې په دندو بوختې دي

: ‏کانونو وزارت وایي، د هېواد په شپږو ولايتونو کې ۱۲ د کوچني مقياس كان كېندنې ساحي داوطلبۍ ته وړاندې کوي. دغه وزارت ویلي په لوګر، میدان وردګ پکتیکا فاریاب اروزګان او هلمند ولايتونو کې ۱۲ د کوچني مقياس كان کېندنې ساحې موقعيت لري چې د کانونو وزارت له لوري داوطلبی ته وړاندې کېږي.

: ‏د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د ترکیې له سفیر جهاد ارګینای سره کتلي دي. په دې کتنه کې د افغانستان او سیمې پر روانو حالاتو د خبرو تر څنګ له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ترکیې د همکاریو په اړه هم د نظر تبادله شوې ده.

: ‏د پکتیا ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې له پاکستان سره پر ډیورنډ فرضي کرښه د خرلاڅي دروازه نن بېرته پرانېستل شوه. دغه دروازه نږدې دوه اونۍ وړاندې د ا.ا ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ د نښتو له امله تړل شوې وه.

: ‏دفاع وزارت د درې نوروAN32  ډوله الوتکو د رغونې او الوتنې ته د چمتو کولو خبر ورکړی دی. یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د هوایی ځواک عمومي قوماندانۍ د تخنیکي ټیم له لوري د AN32 ډوله درې الوتکې ترمیم او الوت ته چمتو شوې دي.

: ‏د کابل - مزارشریف د لویې لارې په اوږدو کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. د سمنګانو ولایت امنیې قومندانۍ ویلي، چې دا پېښه د دې ولایت د خُلم ولسوالۍ اړوند په صیادو سیمو کې رامنځ‌ته شوې ده.

: ‏د پکتيا امنيې قومندانۍ وياند عبدالباري منيب وايي، امنیتي ځواکونو د دې ولايت په زرمت ولسوالۍ کې په نشه‌يي توکو بار موټر نيولی دی. نوموړی زياتوي، په‌دې موټر کې ۸۰۰ کېلو ګرامه چرس بار و او په تړاو يې يو کس نيول هم شوی دی.

: ‏بلخ ـ حیرتان

افغانستان په لومړي وار قزاقستان ته د یوې شخصي فابریکې تولید بسکټ صادر کړل.

په لومړۍ محموله کې ۴ ټنه بسکټ له حیرتانو نن واړول شول.

: ‏بدخشان ـ جرم ولسوالي:

د واده ډزو کې دوه ماشومان مړه، دوه نور کسان ژوبل شوي.

ولایتي مسوولان وایي، عاملین نیول شوي.

: ‏فاریاب ـ خواجه سبز پوش:

د دوه سراچه موټرو ټکر کې ۴ تنه مړه، ۱۰ ښځې و ماشومان ژوبل دي.

: ‏د روسیې خارجه وزارت ویانده ماریا زخارووا:

هغه هېوادونه چې د دوستانو له لیسته مو ایستلي، هلته به نور دوه یا درې دپلوماتان پرېږدو، نور ترې راباسو.

: ‏ملګرو ملتونو د افغانستان نفوس ۴۱ میلیونه اټکل کړ.

وایي، دلته د نفوس شمېر هر کال ۲،۲ سلنه زیاتېږي.

: ‏پاکستان، د پکتیا ډنډ پټان سره پر ډیورنډ فرضي کرښه د خرلاچۍ دروازه تر دوه اوونیو بندون وروسته تګ راتګ ته بیرته پرانیسته.

: ‏پر چین بیا کرونا راګډه شوې.

یوه ورځ کې یې ۴۰ زره او ۳۴۷ پېښې ثبت کړې دي.

: ‏چین کې دریمه ورځ ده چې د کرونا د بندیزونو خلاف د حکومت ضد اعتراضونو زور اخیستی.

څو ښارونو کې معترضان د چین د ولسمشر استعفا غواړي.

: ‏وزارت خارجه عربستان سعودی در تویتی می‌گوید که ولید بن عبدالکریم الخریجی معاون وزارت خارجه آن کشور در دیدار با عصمت الله ایرگاشف نماینده ویژه ازبیکستان برای افغانستان، درباره‌ی پیشرفت‌های مرتبط به افغانستان و منافع مشترک بحث و گفت‌وگو کرده‌اند.

: ‏د کډوالو نړیوال سازمان افغانستان ته له راستنو شوو کډوالو سره د خپلو مرستو د دوام خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دروان میلادي کال له پیل څخه یې، له څه باندې ۲۲۰زره کسانو سره مرسته کړې ده.

: ‏د ايران ولسي جرګې د شانګهاي د همکاريو په سازمان کې د هغه هېواد د غړيتوب لايحه تصويب کړې ده. دغه لايحه په ۲۰۵ موافقو، دريو مخالفو او څلورو ممتنع رايو سره تصويب شوې ده.

: ‏د اروپايي شورا مشر شارل مېشل د ډسمبر په لومړۍ نېټه چین ته سفر کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چون ینګ ویلي، چې د اروپايي شورا مشر به د چین د ولسمشر شي جېن پېنګ په بلنه د ډسمبر په لومړۍ نېټه دغه هېواد ته سفر وکړي.

: ‏د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې پخوانی استازی «فرانسیس ونډرل» په لندن کې ومړ.

ونډرل دوه کاله د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي په توګه دنده اجراء کړه او پر افغانستان د امریکا د یرغل او د اسلامي امارت د لومړۍ دورې د نسکورېدو شاهد هم و.

‏هغه د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازی هم پاتې شوی او تر ۲۰۰۸ کاله په افغانستان کې و.

: ‏د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په بهرنیو چارو کې د دولت د وزیرې حنا رباني کهر په مشرۍ یو پلاوی به سبا د نوومبر پر ۲۹مه کابل ته یو ورځنی سفر ولري.

‏سرچینه کاږي چې دا پلاوی به د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سربېره له رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخوند سره وویني او د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او یو شمېر نورو مسایلو په اړه خبرې ولري. اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

نورالرحمن جاذب

ډیرښایسته اوپه زړه پوری معلومات.

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک