مهم ترین های امروز چهارشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒️: د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت وایي، د سمنګان په مرکز ایبک کې په یوه دیني مدرسه کې چاودنه شوې، د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او د پېښې د عاملینو د نیولو هڅې یې پیل کړې دي.
هاخوا ځايي سرچینو ویلي، چې دا چاودنه د « جهادیه مدرسه» کې نن د ماسپښین لمانځه پر مهال شوې ده چي له امله یې شاوخوا ۱۰ تنه زده کونکې په شهادت رسېدلي او یو شمېر هم زخمیان دي.
✒️: د ا.ا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو د بېلابېلو رسنیو له استازو او مسوولانو سره « د رسنیو د همغږۍ او ملاتړ» په اړه غونډه کړې ده.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وايي، چې دا غونډه نن د حکومت د اطللاعاتو او رسنیو په مرکز کې ترسره شوې ده.
✒️: د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د شیخ هبة الله اخوندزاده د حکم پر اساس محمد قاسم خالد د کابل د والي په توګه ټاکل شوی دی.
نوموړی تر دې وړاندې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت معیین و.
✒️: د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست شیخ محمد خالد الحنفي د افغانستان لپاره د جاپان سفیر سره په لیدنه کې ویلي چې جاپانیان خپل هیواد ته په ژمنتیا کې یوه نمونه ده او په خبره یې د اسلامي امارت هم همداسې اراده لري خو هغه په دې برخه د مرستې یادونه وکړه.
نوموړي ویلي د یوه هیواد ترقي ښې حکومتولۍ، ملت ته ژمنتیا او نړۍ سره تعامل پورې تړلې ده، چې په خبره یې ا.ا دغو ټولو برخو کې ښه اراده لري.
✒️: حامد کرزی رییسجمهور پیشین کشور با بهادر امینیان سفیر ایران در کابل، دیدار کرد.
در صفحه تویتر آقای کرزی نوشته شده است که تقویت روابط میان کابل و تهران و همکاری ایران با شهروندان افغانستان از مسایل بحث شده در این دیدار بودند.
✒️: د سمنګان ولایتي روغتون یو ډاکټر وايي چې د نن ورځې په جهادي مدرسه کي د شوې چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۵ مړي او ۲۷ ټپيان تراوسه دغه روغتون ته راوړل شوي دي.
✒️: د ښارجوړونې وزارت:
د هند د سفارت شارژدافیر راته ویلي چې هیواد مو افغانستان کې خپلې نیمګړې پراختیایی پروژې بشپړول غواړي.
✒️: د قطر د نړیوال جام د لوجستیک او کلتوري شورا مشر حسن الثهوادي رسما ومنله چې د نړیوال جام د لوبغالو په جوړولو کې له ۴۰۰ تر ۵۰۰ مزدوران مړه شوي.
پخوا قطر د لوبغالو په کار د مړو شویو مزدورانو شمېر ایله ۴۰ تنه یاداوه.
✒️: قطر، په جرمني د مایع ګاز د پلور تړون لاسلیک کړ.
د تړون له مخې به قطر تر ۱۶ کالو پورې، هر کال ۲ میلیونه ټنه مایع ګاز جرمني ته صادروي.
✒️: پنټاګون:
د چین اټومي ځواک به تر ۲۰۳۵ مه پورې درې چنده لوړ شي.
وایي، هغه وخت به چین ۱۵۰۰ اټومي کوپړۍ ولري.
✒️: د هند او انډونیزیا دیني عالمانو او د نورو مذاهبو استازو خپلمنځي ناسته کړې چې څنګه دواړو هېوادونو کې د مذهبونو پیروان لا زیاتې مینې، خواخوږۍ او د یو بل تر څنګ پاتې کېدو ته وهڅوي.
✒️: پنټاګون:
له افغانستانه د وتلو له موضوع نه مو چین د امریکا د بې باوره کولو لپاره استفاده کوي.
وایي، دې کار چین ته فرصت ورکړی چې امریکا بې باوره ملګری او مخ پر زوال هیواد وښیي.
✒️: د تاجکستان د خارجه وزارت مرستیال فرهاد سلیم:
د افغانستان جګړه دې عدالت ته په لاسرسي پای ته ورسول شي.
✒️: سیګار:
امریکا له سقوط وروسته افغانستان سره ۱،۱ میلیارد ډالر مرسته کړې.
وایي، ۸۱۲ میلیونه د یوسایډي له لارې او ۳۲۰ میلیونه د خارجه وزارت لخوا مرسته شوې.
✒️: افغانستان ته د ۱.۱ میلیارد ډالرو د ورکړې په اړه د سیګار تر خبر وروسته د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډیکر ویلي، چې هېواد یې په تېرو ۱۵ میاشتو کې افغانستان ته ۱.۱ میلیارد ډالر ورکړي خو په خبره یې له طالبانو سره یې هېڅ مرسته نه ده کړې.
✒️: د ایران د پوځ یو جنرال ومنله چې په دغه هېواد کې د روانو لاریونونو پر مهال په بې ثباتیو کې تر ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي. دا لومړی ځل دی چې په ایران کې د لاریونونو له پيل راهېسې یو ایراني چارواکی د وژل شویو کسانو په اړه داسې رسمي ارقام خپروي.
✒️: ناټو د رومانیا په پلازمینه بخارست کې د دغه سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې یو ځل بیا له یاد سازمان سره د اوکراین په یوځای کېدو ټینګار وکړ او وې ویل یوه ورځ به دا کار کیږي.
✒️: د کاناډا ځينو رسنيو د هغه هېواد د سنا جرګې د غړې سلما عطاالله جان له قوله ويلي، له نورو سناتورانو سره په ګډه يې هڅې پيل کړې چې افغانستان ته د بشري مرستو د را استولو لپاره يوه لاره برابره کړي.
✒️: پنټاګون اعلان کړی چې د متحدو ایالتو د بهرنیو چارو وزارت د یو میلیارد ډالرو په ارزښت قطر ته د میزایل ضد توغندیو د ورکولو احتمالي معامله تایید کړې.
✒️: باشندگان مناطق دور دست ولسوالی زلزله زدهی گیان ولایت پکتیکا از دسترسی نداشتن به خدمات صحی شکایت دارند.
آنان میگویند که به علت دسترسی نداشتن به مرکزهای بهداشتی برای درمان بیماران شان با چالشهای گوناگون روبهرو استند.
✒️: رینا امیری، نماینده ویژۀ امریکا برای زنان و حقوق بشر افغانستان در صفحۀ تویتراش کارکرد های زنان افغان را برای بدست آوردن حق آموزش و کار ستوده است.
خانم امیری از رهبران جهان، به ویژه کشورهای با جمعیت اکثریت مسلمان، خواسته است که پیام واحد را درباره اشتراک زنان در جامعه برسانند.
✒️: رویترز گزارش داده است که سه تن در یک انفجار در شهر کویتۀ پاکستان، جان باخته و ۲۸ تن دیگر زخم برداشتهاند.
بر اساس گزارش رویترز، تحریک طالبان پاکستان مسوولیت این حمله را به دوش گرفته است.
✒️: د ٢٠٢٢ کال فوټبال نړیوال جام سیالیو په لړ کې د امریکا متحده ایالاتو لوبډلې وکولی شول چې ١-٠ ایران لوبډلې ته ماتې ورکړي.
تر دې لوبې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو چې د دواړو لوبډلو دغه لوبه سیاسي جنبه نه لري.
✒️: د راپورونو له مخې چین په خپل تلویزیوني چینلونو کې د فوټبال نړیوال جام سیالیو کې د لیدونکو د تصویرونو په خپرولو بندیز لگولی دی، ددې کار علت دا دی چې په ستدیومونو کې زرگونه خلک لیدل کیږي چې ماسک نلري.
د چین حکومت چې لا هم یې د کرونا له امله قرنطین وضع کړی؛ نه غواړي د دې هیواد خلک پوه شي چې له چین نه بهر د کرونا ویروس له امله محدودیتونه پای ته رسیدلي دي او خلک عادي ژوند په مخ وړي.
✒️: پاکستاني «ده نشنل» رسنۍ وایي تحریک طالبان پاکستان د اوربند تر پای ته رسولو وروسته نن سهار په بلوچستان کې ځانمرگی برید ترسره کړی دی.
د راپورونو له مخې په یاده پیښه کې د یو پولیس په گډون درې تنه وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
✒️: د پاکستاني ډان ورځپاڼې د راپور له مخې امریکا له پاکستان سره د تحریک طالبان پاکستان TTP پروړاندې مبارزې کې د همکاریو ژمنه کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې هیواد یې له پاکستان سره د تروریزم ضد دوامدارې مبارزې ته ژمن دی.
دا په داسې حال کې ده چې تحریک طالبان پاکستان د پاکستان حکومت د اوربند په نقوضولو تورن کړی او خپلو جنگیالیو ته یې په ټول پاکستان کې د بریدونو امر کړی دی.
✒️: د چین پخوانی ولسمشر «جیانگ زیمین» نن غرمه د ورپیښې ناروغۍ له امله د ۹۶ کلونو په عمر مړ شو.
✒️: د « نړیوال عدالت لپاره د اسټرالیا مرکز» په نوم یوه بنسټ په افغانستان کې د اسټرالیايي ځواکونو د جنایتونو له کبله د قربانیانو کورنیو ته پرته له ځنډه د غرامت د ورکولو غوښتنه کړې ده.
✒️: په انگلستان کې نوې سرشمیرنې ښودلي چې «انگلنډ» او «ویلز» کې عیسویان تر نیم کم شوي او د هغو کسانو شمېر چې دین نه لري، ۳۷ سلنې ته لوړ شوی دی.
د دغه سرشمیرنې پایلو همداراز ښکاره کړې چې په دغو سیمو کې د مسلمانانو شمیر هم زیات شوی دی.
✒️: ناټو ویلي چې د روسیې لخوا د یوکراین د ملکي زیربناوو له منځه وړل او په ژمي کې یوکراینیان له بریښنا او گازو بې برخې کول جنگي جنایت دی.
دا په داسې حال کې ده چې ناټو په ۱۹۹۹ کال کې پر سربیا د خپل یرغل پرمهال د دې هیواد ملکي زیربناوې له منځه وړلې او دا کار یې قانوني بللی و.
✒️: په بهرنیو چارو کې د پاکستان دولت وزیرې حنا رباني کهر پرون د افغان مېرمنو د سوداګرۍ خونې له یو شمېر غړو سره په لیدنه کې ویلي چې هیواد به یې د افغان ښځو تولیداتو واردولو ته اولویت ورکړي.
په دې لیدنه کې افغان ښځو له حنا رباني کهر غوښتي څو نوموړي د اسلامي امارت له چارواکو سره په لیدنو کې د دوی د حقونو د تامینولو په اړه خبرې وکړي.
✒️: پاکستان کې د انګلستان کریکټ ملي لوبډلې ۱۳ لوبغاړي ناروغه شوي چې له کبله یې ښايي د دواړو هېوادونو د لوبډلو تر منځ لومړۍ ټسټ لوبه یوه ورځ وځنډیږي.
✒️: د امریکا د تکزاس سناټور «ټد کروز» د ولسمشر جو بایډن او د نوموړي د کورنۍ لخوا د مالي فساد په اړه اندیښنه څرگنده کړې.
«ټد کروز» ویلي چې د جو بایډن د ولسمشرۍ او د ولسمشرۍد مرستیالۍ پرمهال د نوموړي د کورنۍ بانکي حسابونو له چینایي شرکتونو میلیونونه ډالر ترلاسه کړي دي.
✒️: ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو له کبله راتلونکی کال په افغانستان کې د وچکالۍ وړاندوېینه کړې ده او خبرداری یې ورکړی چې په دې هېواد کې به د اقتصادي ستونزو د ډېرېدو سربېره د څښاک اوبو ته هم لاسرسی کم شي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل کلني راپور کې ویلي، د اړمنو کسانو د اړتیاوو د برابرولو لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا ده.
